سره له دې چې اکثرو برخو ته برېښنا بېرته راګرځېدلې، د دوشنبې د ورځې د برېښنا د پرچاوه کېدو لامل لاهم روښانه نه دی.
دا پېښه چې په اروپا کې د برېښنا د پرچاوۍ یوه تر ټولو ستره پېښه بلل شوې، د الوتکو، ریلګاډو، موبایلونو او ګڼو نورو خدماتو د ځنډ و خنډ سبب شوې ده.
د سې شنبې تر سهار ۱۱ بجو (د اروپا د مرکزي وخت له مخې)، د هسپانیا د برېښنا سیستم عادي حالت ته ستون شوی و، د برېښنا د تنظیم ادارې «Red Eléctrica» له مخې. د پرتګال برېښنا شبکې «REN» هم تایید کړه چې د ۶.۴ میلیون مصرفوونکو برېښنا بېرته فعاله شوې ده.
د هسپانیا صدراعظم پدرو سانچېز وویل، د دولت لومړيتوب دا دی چې د هسپانیا د برېښنا سیستم بېرته فعال کړي او د پېښې د بیا تکرار د مخنیوي لپاره د علت پلټنه وکړي.
شرارت رد شو
ادواردو پریتو، چې د هسپانیا د برېښنا د تنظیم ادارې د سیستم د عملیاتي خدماتو مشر دی، وویل چې د دوشنبې له پرچاوۍ وړاندې، د برېښنا د قطع کېدو دوې پرلهپسې پېښې شوې وې. نوموړي زیاته کړه چې لا نورو څېړنو ته اړتیا شته.
د هسپانیا د هوا پېژندنې ملي ادارې (AEMET) وویل چې «هیڅ غیرعادي جوی یا فضایي پېښه» یې نه ده لیدلې، او د دوی په مرکزونو کې د حرارت درجه هم ناڅاپه بدله شوې نه ده.
د پرتګال د ملي سایبري امنیت مرکز تایید کړه چې هېڅ داسې نښه نشته چې دا پرچاوي دې د سایبري برید له امله شوې وي. همداراز، د اروپایي کمیسیون اجرائیه مرستیالې، تریسا ریبیرا، د تخریب یا ورانکارۍ احتمال رد کړ.
د احتمالي مرګونو پلټنه
په ورته وخت کې، چارواکي د هغو پنځو کسانو د مړینې څېړنه کوي چې کېدای شي له دې برېښناپرېکون سره تړاو ولري. د هسپانیا رسنیو راپور ورکړی چې درې کسان د یوې کورنۍ له غړو څخه وو، چې په ګالیسیا سیمه کې د جنراتور له کبله د کاربن مونو آکساید له مسمومیته مړه شوي.
یوه ښځه په والینسیا کې د اکسیجن ماشین د اختلال له امله مړه شوې، او یو بل تن په مادرید کې د شمعې له امله په لګېدلي اور کې ژوند بایللی دی.
سفرونه او ټینس بېرته پیل شول
د هسپانیا د ریلګاډو په سترو تمځایونو کې، ګڼ شمېر مسافر د خپلو سفرونو د دوام یا مهالوېش د بدلون لپاره راټول شوي وو.
د مادرید په اتوچا تمځي کې سلګونه کسان د اعلانونو نندارې ته ولاړ وو، ډېر یې له شپې همدلته پاتې شوي وو، او د سره صلیب له خوا ورکړل شوې کمپلې یې پر ځان رااچولې وې. د سې شنبې تر ۱۱ بجو پورې، د مادرید مېټرو بشپړه فعاله شوې وه، خو په بارسلونا کې که څه هم سیستم عادي روان و، خو ځینې ښاري ریلګاډي لاهم د برېښنا د «بېثباتۍ» له امله ځنډني وو.
په بېلابېلو سیمو کې ښاري او منځواټني رېلګاډي یا ځنډني وو یا هم له کمو ظرفیتونو سره فعال وو.
د بیړني وضعیت کارکوونکو ویلي، د دوشنبې په ورځ، شاوخوا ۳۵ زره مسافر د رېلګاډو او متروګانو له تمځایونو څخه ژغورل شوي دي.
د برېښنا دا پرچاوي د ترانسپورتي خدماتو پراخه ګډوډي رامنځته کړه، او له املهیې سپورتي مرکزونه، هوايي ډګرونه او د ریلګاډو تمځایونه د لنډمهاله پناه ځایونو په توګه وکارول شول.