د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۱ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۵۵

په غور ولایت کې یوې شل کلنې نجلۍ "د یو طالب سره له جبري واده" نه د خلاصون لپاره ځان ته اور اچولی او مړه شوې


په غور ولایت کې د عابدې په نوم یوې شل کلنې نجلۍ له جبري واده نه د خلاصون لپاره ځان ته اور اچولی او مړه شوې ده.

د شل کلنې عابدې چې د روانه اونۍ د یکشنبې په ورځ د اپریل په ۲۷ مه یې جبري واده نه د خلاصون لپاره ځان ته اور واچوه او مړه شوه د کورنۍ یوه غړی وايي، د عابدې د ځان وژنې پېښه د غور د تیورهِ ولسوالۍ په درزاب نیلي کلي کې رامنځته شوې ده.

د عابدې دې نږدې خپلوانې د نوم د نه ښودو او غږ د بدلون په شرط ازادي راډيو سره خبرو کې ادعا وکه چې د سیمه ییزو طالبانو یو مشر غوښتل چې عابده د هغې له خوښې پرته خپل ورور ته په نکاح کړي.

د یکشنبې په ورځ د ماسپښین ۳ بجې او ۱۰ دقیقې کورته راغلل، عابده، پلار او ورور یې یوړل جومات ته او هلته یې بند کړل، موبایلونه، پیسې او نور هرڅه یې چې په جیبونو کې لرل ترې اخیستي وو
د عابدې خپلوانه

"د یکشنبې په ورځ د ماسپښین ۳ بجې او ۱۰ دقیقې کورته راغلل، عابده، پلار او ورور یې یوړل جومات ته او هلته یې بند کړل، موبایلونه، پیسې او نور هرڅه یې چې په جیبونو کې لرل ترې اخیستي وو، د عابدي دوی کورته تقریبا ۲۰ کسه وسله وال راغلي او د خونو سرونو ته ختلي وو او چیغې یې وهلې چې موږ عابده په زوره وړو، عابدې چې دا وحشتناکه صحنه ولیده په ځان یې پټرول واړول او ځان ته یې اور واچوه، طالبانو هیڅ غبرګون ونه ښوده او یوازې سیل یې کاوه، او چاته یې اجازه هم نه ورکوله چې اور مړ کړي، له ۲۰ دقیقو وروسته یې ورته پلار خوشې کړ، وروسته خلک راغلل چې عابده وژغوريۍ خو له بده مرغه هغه مړه شوې وه. "

د دې د ادعا پر بنسټ څه موده مخکې دا کس د کندهار استناف محکمې ته تللی او ادعا یې کړې وه چې عابده یې د ورور په نکاح کې ده خو په خبره یې د خپلې ادعا د ثبوت لپاره یې هیڅ ډول سند وړاندې نه شو کړای.

دی دا ادعا هم کوي چې د طالبانو محکمې نوموړي ته امر کړی و چې عابدې او کورنۍ ته یې مزاحمت ونه کړي. د مدعي علیه او د هغه ورور تر اوسه د دغه ادعا په هکله څه ندي ویلي.

په ټولنیزو رسنیو کې په یوه خپره شوې ویډیو کې ښودل کیږي چې یوه ډله خلک د عابدې د ژغورولو هڅه کوي خو نه توانیږي او بل اخره عابده مړه کیږي.

دې ټکان ورکونکې پېښې پراخ غبرګونونه راپارولي او یو شمېر معترضو میرمنو او د بشري حقونو فعالانو په ټولنیزو رسنیو کې کمپاینونه پیل کړي، دغه پېښه یې غندلې او د عابدې لپاره یې د عدالت غوښتنه کړې ده.

زه د یوې کړېدلې افغانې په توګه له ټولو انسانانو، د بشري حقونو له بنسټونو، ملګرو ملتونو او ویښو وجدانونو غواړم چې دا جنایت هیر نه کړي
سکېنه خالقي

د ښځو د حقونو فعالې او د ازادۍ په لور د افغان ښځو د غورځنګ غړې سکینې خالقي ازادي راډيو ته وویل، " زه د یوې کړېدلې افغانې په توګه له ټولو انسانانو، د بشري حقونو له بنسټونو، ملګرو ملتونو او ویښو وجدانونو غواړم چې دا جنایت هیر نه کړي، موږ عدالت غواړو، موږ غواړو چې ټول کورنۍ تاوتریخوالي چې له امله یې زموږ نجونې ځان وژنې ته اړ کیږي پای ته ورسیږي."

د دغه پېښې په اړه د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد زموږ پوښتنې ځواب نه کړې خو طالبان تل ادعا کوي چې د اسلامي شریعت له مخې یې د ښځو حقونه تظمین کړي او په تېرو دریو کلونو کې یې د ۵ زره جبري ودونو مخه نېولې ده.

په ۲۰۲۱ کال کې واک د طالبانو له رسېدو وروسته په افغانستان کې د ښځو د وزارت په ګډون، د ښځو بیلابیل ملاتړي بنسټونه او له ښځو سره د تاوتریخوالي په وړاندې د مبارزې حقوقې ادارې وتړل شوې چې له امله یې اوس مهال له تاوتریخوالي سره مخ ښځې د خپل غږ د رسولو او عدالت غوښتلو لپاره هیڅ ځای نه لري.

د راپورونو له مخې دغه وضعیت په افغانستان کې د ښځو وضعیت او د دوی په وړاندې د تاوتریخوالي د زیاتېدو ویره خپره کړې ده.

XS
SM
MD
LG