د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ لړم ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۱۰

شهباز شریف: هغه وخت له طالبانو سره سوله ییزې اړیکې پالو چې د مصونیت احساس وکړو


د پاکستان صدر اعظم شهباز شریف
د پاکستان صدر اعظم شهباز شریف

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف وايي، د افغانستان واکمنانو ته یې واضح پیغام ورکړی، چې تر هغو له کابل سره سوله ییزې اړیکې نهشي ټینګولی، څو چې په خبره یې د دغه هېواد خاوره د پاکستان پر ضد کارول کېږي.

اسوشېټېډ خبري اژانس د اپرېل په ۲۶مه خپور کړي راپور کې ویلي چې نوموړي دا څرګندونې په ایبټ اباد سیمه کې په یوه پوځي غونډه کېوکړې."موږ به د خپل ورور او ګاونډي هیواد افغانستان سره د ښو اړیکو او ښه تفاهم لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړو، خو په ورته وخت کې موږ د افغانستان لنډمهاله حکومت ته یو قوي او واضح پیغام رسولی چې که څه هم موږ له کابل سره سوله ایزګاونډیتوب غواړو، خو دا به تر هغه وخته ممکنه نه وي تر څو چې د افغانستان خاوره د فتنه ګرو خوارجو له خوا په پاکستانیانو د برید لپاره کارول کېږي او دلته زموږ بېګناه وروڼه او خویندې وژل کېږي."

ومو غوښتل د شهباز شریف د دغو څرګندونو په اړه د طالبانو د حکومت نظر هم ولرو، خو د دوی د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په دې اړه دازادي راډیو پوښتنو ته ځواب ونه وایه.

خو د طالبانو د حکومت بېلابېلو چارواکو تل د پاکستان د حکومت هغه ادعا چې ګواکې ترهګر د افغانستان له خاورې پر پاکستان د بریدونو لپاره کار اخلي،بې بنسټه بللي او ویلي یې دي چې د پاکستان امنیتي ستونزې د دغه هېواد کورنۍ مسله ده او له افغانستان سره هېڅ تړاو نه لري.

له دې سره ځینې سیاسي شنونکي وایي چې د طالبانو حکومت باید د دې مسلې د دایمي حل او د پاکستان د اندېښنو لپاره جدي اقدام وکړي.

له دې ډلې اسحق اتمر ازادي راډیو ته وویل " زه فکر کوم د دې لپاره چې د افغانستان حکومت(طالبان) دا لانجه له ځانه لرې کړي، په داسې لارو چارو دې فکر وکړي چې دپاکستان « ټي ټي پي»چې په هر ډول وي باید په عزت له افغانستانه ووځي او پاکستان ته ولاړ شي،دلته د پاکستان دحکومت او طالبانو تمایل ضروري دی، هدف مې دا دی هغه ستونزه چې افغانستان ورسره مخ دی دا د طالبانو د حکومت مسولیت دی چې د افغانستان د خلکو له اوږو دا بار ښکته کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ سوله ییز تعامل او باوري شرایطرامنځته کړي."

شهباز شریف دا څرګندونې وروسته له هغې کوي چې د افغانستان او پاکستان تر منځ د کړکېچ سربېره په وروستیو دوه اړخیزو ناستو او لیدو کتوکې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار شوی دی.

د پاکستان د صدراعظم مرستیال او د بهرنیو چارو د وزیر اسحاق ډار په مشرۍ یوه پلاوي د حمل په ۳۰مه کابل ته سفر وکړ او د طالبانو دحکومت له بېلابېلو چارواکو سره یې په سیاسي، اقتصادي، سوداګرۍ، ټرانزیټ او یوشمېر نورو مسلو خبرې وکړې.

تر هغه وړاندې د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق هم د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته سفر کړی و او هلته یې دطالبانو له بېلابېلو چارواکو سره یې خبرې کړې وې.

دغه راز د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ د وزارت سرپرست نورالدین عزیزي په مشرۍ یوه پلاوي پاکستان ته په درې ورځني سفر کې لهبېلابېلو پاکستاني چارواکو سره کتلي او پر بېلابېلو مسایلو یې خبرې اترې وکړې وې.

د پاکستان حکومت تل طالبان د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي په ګډون د ترهګرو ډلو په ملاتړ او پټنځایونو په ورکړې تورن کړي او دافغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې یې بریدونه کړي چې د پاکستاني چارواکو په خبره په دې حملو کې یې د ترهګرو ځالې په نښه کړي.

خو دطالبانو حکومت دا ادعاوې رد کړې او ويلي يې دي چې په دغو بريدونو کې ملکي وګړي وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG