د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۳ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۰۹

ډېر افغانان وايي، بشري مرستې مستحقو کسانو ته نه رسیږي


د ګرونډ ټروت سلوشن  په نوم یو مرستندوی بنسټ وایي، له ۵۰ سلنه زیات افغانان په دې باور دي چې بشري مرستې تر اړمنو خلکو نه رسېږي.

د ګرونډ ټروت سلوشن « Ground Truth Solutions» په نوم یو مرستندویه بنسټ په خپل څېړنیو راپور کې د افغانانو هغه اندېښنې او شکایتونه خپاره کړي چې په ټکو یې له نیمایي زیات افغانان اړمنو ته د مرستو پر رسېدو بې باوره دي.

«له ناورینه اغیزمنې شوې ټولنې بیا بشري رغونې ته اړتیا لري» په عنوان د دغې ادارې ۳۰ مخییز راپور کې چې پرون جمعه د مارچ ۲۸مه د ریلیف پر پاڼه خپور شوی او له تېرو دوو کلونو راهیسې د بشري ناورین په کرښه کې له زیان ګالو سره یې په کې خبرې کړي، ویلي له ۵۰ سلنه زیاتو خلکو شکایتونه کړي بشري مرستې تر اړمنو افغانانو نه رسېږي.

دغه مرستندویه بنسټ ویلي افغانان د مرستې ترلاسه کونکو په اړه د غیر شفافې پریکړې کولو پروسې څخه ناخوښه دي او باور لري چې دا پریکړې په ټولنو کې د تاوتریخوالي په زیاتوالي کې مرسته کوي.

د دغه بنسټ راپور زیاتوي، چې په افغانستان کې ۴۱ سلنه وګړي اداري فساد د مرستو د لاسرسي پر وړاندې تر ټولو ستر خنډ ګڼي.

راپور وایي چې دا مرستې اکثریت «دروازه ساتونکي» او نور مسولین تر لاسه او بیا خپلو کورنیو او خپلوانو باندې ویشي.

په راپور کې بشري مرستو ته د افغانانو د نه لاس رسي اصلي لاملونه د مرستو د ویش په برخه کې فساد او بې عدالتي بلل شوې ده.

ځینې افغانان چې بشري مرستو ته اړمن دي، هم ورته خبره کوي.

د کابل اوسېدونکو محمد طاهر ازادي راډيو ته وویل:“دا خبره حقیقت ده چې دا مرستې په اړمنو نه وېشل کېږي، موږ په دې دریو کلونو هېڅ ډول مرسته نه ده ترلاسه کړې.”

بشري مرستو ته یو بل اړمن ارحیم الله اصفي: “دا مرستې چې راځي لومړي یې د کوڅو وکیلان، ملکان او نور مسولین اخلي، هغوی یې سره خپلو خپوانو کې وېشي،بل دې مرستو کې به پخوا ځینو خلکو ته ۳۲۰۰ افغانۍ نغدې پیسې ورکول کېدې چې اوس هغه هم نشته، نو دا مرستې کفایت نه کوي.”

د ګرونډ ټروت سلوشن « Ground Truth Solutions» په نوم یو مرستندویه بنسټ په راپور کې راغلي چې د وېشل شویو مرستو کې د خلکو جدي لومړیتوبونه او اړتیاوې په پام کې نه نېول کېږي چې له امله یې د مرستو په ویش کې د بې کفایتۍ سبب ګرځي.

د ننګرهار ولایت یو اوسېدونکي حکمت الله په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

“دغه مرستو کې خوراکي مواد لکه غوړي اوړه، کمپلې او ځینې توکي وي، مګر دا زیانګالو او بې وزلو افغانانو چندانې په درد نه لګېږي، که دا مرستې داسې وشي چې خلکو ته د شاتو مچیو په شان ځینې نور واړه کاروبارونه جوړ شي ډېر به ښه وي، زموږ غوښتنه دا چې دا مرستې په رښتینو او مستحقو خلکو ووېشل چې او د فساد مخه دې ونیول شي.”

د « Ground Truth Solutions» راپور له مخې، یوازې ۲۳ سلنه افغانان په دې باور دي چې بشري مرستې تر ټولو زیانګالو ښځو او نجونو ته رسیږي.

دغې ادارې پر نړیوالو او مرستندویه ادارو ټینګار کړی چې بشري مرستې دې د خلکو اړتیاوو او لومړیتوبونو ته په کتو تنظیمي او حقیقي زیانګالو ته تخصیص کړي.

تر دې وړاندې هم د ملګرو ملتونو بېلابېلو ادارو راپورونه خپاره کړي چې په ټکو یې، په افغانستان کې د طالبانو د مداخلو له امله اکثریت بشري مرستې تر اړمنو افغانانو نه رسېږي.

هغه څه چې د طالبانو د حکومت بېلابېلو چارواکو ازادي راډیو سره خبرو کې رد او ویلي یې دي چې دوی د هېڅ مرستندویه ادارو په مرستو رسولو کې مداخلې نه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ ادارې «اوچا» په خپل وروستي راپور کې چې دوه ورځې مخکې خپور شوی ویلي، د ۲۰۲۵ کال د لومړیو درېیو میاشتو په ترڅ کې، بشري مرستو لپاره یوازې ۱۳.۳ سلنه اړینه بودیجه برابره شوې.

د اوچا د راپور په ټکو د مالي مرستو کمښت، په ځانګړي ډول د امریکا له خوا د مالي مرستو بندېدل به افغانان د روغتیا، خوړو او په نورو حیاتي برخو کې اغیزمن کړي.

XS
SM
MD
LG