په کندهار کې د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په یو مکتوب چې تازه یې د دې ولایت رسنیو ته استولی په رسنیو کې د ښځو پر غږ بندیز لګولی دی.
په دې مکتوب کې راغلي،" په راډیو ګانو کې د ښځو غږونه په مطلق ډول بند دی، او دغه شان په تفریحي پروګرامونو کې د ښځو پیغامونه هم ممنوع دي."
په راډیو ګانو کې د ښځو غږونه په مطلق ډول بند دی، او دغه شان په تفریحي پروګرامونو کې د ښځو پیغامونه هم ممنوع ديد طالبانو نوی فرمان
د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ بنسټ د سې شنبې په ورځ د (مارچ ۱۸ مه) په یوه اعلامیه کې ویلي، په رسنیو کې د ښځو د غږونو په خپرولو بندیز د ښځو په وړاندې ښکاره تبعیض او له ټولنې د افغانستان د نیمايي نفوس د غږونو حذفول دي.
په همدې حال کې د افغانستان د خبریالانو مرکز هم په یوه اعلامیه کې د کندهار په رسنیو کې د ښځو د غږونو په خپاروي بندیز د رسنیو په وړاندې ځپونکی سیاست بللی او له طالبانو یې غوښتي چې د بیان ازادۍ ته احترام وکړي.
په کندهار کې د یوې رسنۍ مسول چې نه غواړي د موضوع د حساسیت له امله یې په دې راپور کې نوم خپور شي دغه نوی فرمان د ښځو او د بیان پر ازادي محدودیت بولي.
نوموړي د غږ د بدلون په شرط ازادي راډیو ته وویل،"زما په نظر د رادیو لپاره د ښځو غږونه ډېر مهم دی، د بېلګې په ډول که یو ډاکتر پروګرام چلوي او یوه خور ترې د ټلیفون له لارې د بیلابیلو ناروغیو په اړه پوښتنه کوي نو په دې کې بدي څه ده، موږ په دې اړه ډېر اندېښمن یو. "
زما په نظر د رادیو لپاره د ښځو غږونه ډېر مهم دی، د بېلګې په ډول که یو ډاکتر پروګرام چلوي او یوه خور ترې د ټلیفون له لارې د بیلابیلو ناروغیو په اړه پوښتنه کوي نو په دې کې بدي څه ده، موږ په دې اړه ډېر اندېښمن یود رسنۍ یو مسول
په همدې حال کې په کندهار کې یوې ښځینه خبریالې چې ویې نه غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي په لیکلي بڼه ازادي راډيو ته ویلي چې دا د ښځو او خبریالانو د حقونو ښکاره نقض دی.
په کندهار کې د راډيو یوې اورېدونکې چې ډیری وخت به یې په بیلابیلو خپرونو کې برخه اخیسته او دا هم نه غواړي په راپور کې یې نوم خپور شي د غږ د بدلون په شرط ازادي راډیو ته وویل:
"دا خپله د خبریالانو پر حقونو او د بیان پر ازادۍ محدودیت دی، دغه شان د ښځو غږ چې په یو شمېر پروګرامونو کې د ښځو لپاره د تشویق او او د هغوی په راجلبولو کې مهم رول لري، د دوی په غږونو بندیز د ښځو په حقونو محدودیت دی چې باید لیرې شي. "
که څه هم طالب چارواکو په وار وار ویلي چې په افغانستان کې د رسنیو او بیان ازادۍ ته د شریعت او ملي ګټو په چوکاټ کې ژمن دي خو واک ته تر رسېدو وروسته یې په نږدې درې نیمو کلونو کې په رسنیو او خبریالانو پراخه محدودیتونه لګولي دي.
نږدی یو کال وړاندې د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي وو چې سیمه ییزو طالب مسولینو په خوست کې په رسنیو کې د ښځو د غږونو په خپرولو بندیز لګولی، دې مرکز وړاندې ویلي چې د طالبانو حکومت د ۱۴۰۲ کال د اسد یا زمري په میاشت کې دغه بندیز په هلمند کې هم وضع کړی او د ښځو په غږونو یې ان د اعلانونو خپرول هم منع کړي دي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز د حوت په ۲۶ مه په یو راپور کې ویلي وو چې د طالبانو د حکومت له لوري په روان لمریز کال د رسنیو او خبریالانو د حقونو د نقض په پېښو کې ۲۴ سلنه زیاتوالی راغلی دی.