د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۲

په پاکستان کې میشت افغان کډوال: پاکستاني پولیسو د کورونو د تلاشۍ پرمهال افغانې کډوالې ښځې وهلي دي


له پاکستان اخراج شوي افغان کډوال
له پاکستان اخراج شوي افغان کډوال

د بشري حقونو د څار سازمان وايي، پاکستاني پولیسو د افغان کډوالو پر کورونو چاپې وهلې، هغوی یې ځورولي، په خپل‌سري ډول یې نیولي او د کډوالۍ او استوګني اسناد یې ور څخه ضبط کړي دي او په ځینو مواردو کې یې ورنه د پاتې کېدو په بدل کې رشوت هم اخیستی دی.

دغه سازمان د چهارشنبې په ورځ، د مارچ ۱۹مه، په خپل راپور کې ویلي، پاکستاني چارواکو پر افغان کډوالو فشارونه زیات کړي، څو افغانستان ته ستانه شي، په داسې حال کې چې د بشري حقونو د څار سازمان په وینا، هلته د طالبانو له ځورونو او سختو اقتصادي شرایطو سره مخ دي.

تلاشي یې واقعا غیر مودبانه ده، ان میرمنې وهي، ټکوي. وګورئ دا څومره بې احترامي ده، یو شمیر یې ډیر عقده یی چلند کوي، وضعیت ښه نه دی، ډیر خرابه دی
په پاکستان کې میشته افغانه کډواله

راپور د دې سازمان د اسیايي برخې د مشرې، ایلین پیرسون له قوله لیکي: "پاکستاني چارواکي باید ژر د افغانانو له جبري ستنولو لاس په سر شي، او طالبان هم باید د ستنو شوو افغانانو له ځورونې ډډه وکړي، او خپلې د ښځو او نجونو پر وړاندې خپلې له سپکاوي ډکې پالیسۍ لغوه کړي."

راپور زیاتوي، ډېری هغه افغانان چې بېرته افغانستان ته ستانه شوي، د پاکستاني چارواکو له لوري د نیولو د وېرې له امله میې دا کار کړی دی.

پاکستاني پولیسو مخکې ویلي وو چې یوازې هغه کډوال نیسي چې د استوګنې قانوني اسناد نه لري. خو یو شمېر افغانان چې قانوني اسناد لري، ادعا کوي چې هغوی دوی هم نیول شوي یا ورسره ناسم چلند شوی دی.

یوه افغانه میرمنه چې له وېرې یې د پاکستان پلازمینه اسلام‌اباد پرېښی او د پاکستان بل ښار ته تللې، ازادي رادیو ته یې وویل،

"تلاشي یې واقعا غیر مودبانه ده، ان میرمنې وهي، ټکوي. وګورئ دا څومره بې احترامي ده، یو شمیر یې ډیر عقده یی چلند کوي، وضعیت ښه نه دی، ډیر خرابه دی."

کوټه، کوټه یې وکتله، خلک یې ډیر وځورول. ویل ځئ، مونږ هم ناچاره شوو چې بېرته وطن ته راعلو. ګرځېدلی راګرځېدلی نه شوو، هر ځای ستونزې او جنجالونه وو
له پاکستانه وتلی افغان

یو افغان، چې تازه له پاکستانه افغانستان ته ستون شوی او نه غواړي نوم یې په راپور کې خپور شي، وايي چې د سختو ستونزو له امله اړ شو چې پاکستان پرېږدي:

"کوټه، کوټه یې وکتله، خلک یې ډیر وځورول. ویل ځئ، مونږ هم ناچاره شوو چې بېرته وطن ته راعلو. ګرځېدلی راګرځېدلی نه شوو، هر ځای ستونزې او جنجالونه وو."

د پاکستان حکومت د مارچ ۳۱مه د هغو افغان کډوالو د وتلو وروستۍ نېټه ټاکلې، چې د “ای سي سي” کارتونه لري.

دې نېټې ته یوازې څو ورځې پاتې دي او افغان کډوال وايي چې په دومره کم وخت کې بېرته ستنېدل ورته ډېر ستونزمن دي.

په خیبر پښتونخوا د افغان کډوالو د متحده عالي شورا مشر بریالي میاخیل، دوه ورځې مخکې په یوه خبري ناسته کې وویل چې د پاکستان لخوا د افغان کډوالو د ایستلو پرېکړه غیرعملي ده، او له حکومته یې وغوښتل چې دا پرېکړه بېرته واخلي.

هغه وړاندیز وکړ چې دواړه هېوادونه دي د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په مرسته، د کډوالو د استازو سره په مشوره یوه عملي ستراتیژي جوړه کړي.

خو د پاکستان حکومت دمخه د طالبانو د حکومت هغه غوښتنه رد کړې، چې له پاکستانه یې د افغان کډوالو د ایستلو د نېټې د تمدید غوښتنه کړې وه.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، دا غوښتنه له دیپلوماتیکو لارو شوې وه، خو پاکستان نه ده منلې.

XS
SM
MD
LG