خبرونه
ایران وايي، هامون جهیل ته اوبه ورغلي

د ایران د سیستان او بلوچستان ولایت چارواکي وايي چې د افغانستان له لوري د هامون جهیل ته اوبه رسېدلې دي.
هامون د افغانستان او ایران ترمنځ ستر ډنډ یا جهیل دی چې ډېره برخه یې په افغانستان پورې تړلې ده.
د سیستان او بلوچستان د چاپېریال ساتنې د ادارې مشر محمدرضا علیمرادي د ایران مهر دولتي خبري آژانس ته ویلي چې د افغانستان په لویدیځ کې د اوریاوو او په فراه رود او هاروت یا ادرسکن سیندونو کې د اوبو له زیاتېدو وروسته پرون د کب د لسمې په سهار د ایران په خاوره کې د هامون جهیل ته اوبه ورسېدې.
دې ایراني چارواکي هیله څرګنده کړې چې له افغانستان څخه د ایران خاورې ته د اوبو بهیر به په راتلونکي کې دوام وکړي.
د تېرې سلواغې میاشتې په ۲۱مه په کابل کې د ایران د سفارت سرپرست علیرضا بېکدلي د افغانستان یوې رسنۍ ته وویل چې د افغانستان او ایران ترمنځ د اوبو لانجه د وروستیو مذاکراتو په نتیجه کې حل شوې ده خو یوه اونۍ وروسته د ایران د بهرنیوچارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي وویل چې له افغانستان سره د اوبو پرسر اختلاف تراوسه نه دی حل شوی.
د کابل او تهران ترمنځ د ۱۳۵۱ کال د اوبو د تړون له مخې افغانستان باید ایران ته په کال کې ۸۲۰ میلیون متر مکعب اوبه ورپرېږدي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
پاکستاني پولیسو ۱۵ اعتراض کوونکي نیولي

د پاکستان د بلوچستان ایالت په مرکز کوټه کې پولیسو په پریس کلب باندې په چاپې سره ۱۵ تنه معترضین نیولي دي. دغو کسانو غوښتل د ښوونځیو د استادانو د یوې ازموینې په اړه خپل شکایتونه له خبریالانو سره شریک کړي.
دغو خلکو ټینګار درلود چې د معلمۍ په ازموینه کې کامیابه شاوخوا ۹ زره کسان باید سمدستي په دندو وګمارل شي.
د راپورونو له مخې ۲۰۲۲ کال کې د پوهنې ادارې د نهو زرو استادانو د خالي بستونو د ډکولو لپاره ازموینې او مرکې ورکړې وې.
معترضین وايي چې په هغو ازموینو کې درغلۍ شوې وې او د ښوونکو خالي بستونو په لکونو روپيو بډو نااهله خلکو ته ورکړل شوي.
دکوټې پریس کلب صدر عبدالخالق رند د معترضینو بندیانول غندلي او ویلي دي چي د پولیسو دا ګام د بیان د ازادۍ په ضد اقدام دی.
ایلان ماسک او ۱۴ ماشومان

د نړۍ د تر ټولو شتمن کس ایلان ماسک څوارلسم ماشوم هم نړۍ ته سترګې پرانیستې.
د ماسک ملګرې شیوون زیلیس په خپله ایکس پاڼه دا خبر خپور کړی دی.
هغې ویلي چې زوی ته یې سلدون لیکورګوس نوم اېښی دی. ماسک او زیلیس درې نور ماشومان هم لري.
ماسک تر دې مخکې یوه بله ملګرې او دوه ښځې درلودې.
ماسک له خپلو پخوانیو ښځو او ملګرو په رسمي توګه جلا شوی او یواځې له خپلې اوسنۍ ملګرې شیوون زیلیس سره چې د نورالیک په نوم د ټیکنالوژیکي کمپنۍ مشره ده کتل کېږي.
له څلورو ښځو د ایلان ماسک د ټولو ماشومانو شمېر ۱۴ ته رسېږي او په هر یوه باندې یې داسې نومونه اېښي چې د خلکو پام یې ور اړولی دی.
ایلان ماسک د اېکس په نوم خپل یو زوی ځينو رسمي ناستو ته هم ځان سره وړي چې تر ټولو وروستۍ یې د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره لیدنه وه.
۵۳ کلن ایلان ماسک د نړۍ تر ټولو بډایه شخص او د امریکا د ولسمشر ټرمپ په کابینه کې د حکومت د اغيزناکۍ د ادارې مشر دی.
د اکوړه خټک د دیني مدرسې د مشر جنازه په کلکو امنیتي تدابیرو کې خاورو ته وسپارل شوه

د حقانیه دارالعلوم یا د اکوړه خټک دیني مدرسې د وژل شوي مشر حامد الحق د جنازې لمونځ نن د سختو امنیتي تدابیرو په ترڅ کې ترسره شو.
اسوشیتد پریس اژانس راپور ورکړ چې د لمانځه امنیتي تدابیر د مدرسې زده کووکو نیولي وو او شاوخوا ډیر پولیس ځای پرځای شوی و.
حامد الحق پرون له شپږ کسانو سره د حقانیه مدرسې دننه د جمعې د لمانځه پرمهال د ځان وژونکي برید له امله ووژل شو. تر اوسه د دې چاودنه مسوولیت چا نه دی منلی.
پاکستاني چارواکو د یوه مشکوک کس عکسونه خپاره کړې دي او ویلي یې دي چې دې کس ځان مرګی برید کړی او هر هغه چا چې د ده د نوم، کورنۍ او ځای په اړه له پولیسو سره معلومات شریک کړل، پنځه لکه پاکستاني روپۍ جایزه به ورکړي.
طالبانو ارزو ټلویزیون ته یوځل بیا د فعالیت اجازه ورکړه

په کابل کې ارزو تلویزیون له نژدې درې میاشتو وروسته د فعالیت اجازه ترلاسه کړه.
د ارزو تلویزیون رییس بصیر عابد د افغانستان د خبریالانو مرکز ته وویل چې نن سهار د یولسو بجو خواته د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت له لورې د دوی د دفتر مهر ولاک مات شو.
د امر بالمعروف او استخباراتو کارکوونکو د لیندۍ په څوارلسمه د دې تلویزیون دفتر بند کړ او تور یې پورې کړ چې غیر اخلاقي سریالانونه یې خپرول.
هغه وخت د طالبانو استخباراتو د دې تلویزیون اووه تنه کارکوونکي هم توقیف کړي وو چې دوې اونۍ وروسته یې په ضمانت خوشي کړل.
د افغانستان د خبریالانو مرکز د ارزو تلویزیون د دفتر د بیا پرانیستل کیدو هرکلی کړی خو په تیرو شپږ اتیا ورځو کې چې دا رسنۍ بنده وه دا چاره یې د ازادو رسنیو له حقونو څخه ښکاره سرغړونه بللې ده.
طالبانو په کابل کې درې کسان په درو ووهل

د طالبانو سترې محکمې په یوه بیان کې ویلي دي چې درې کسان چې په پلازمېنه کابل کې د الکولي مشروباتو او نشه اي موادو د پېر، پلور او ساتني په جرم تورن وو، په درو وهل شوي دي.
په بیان کې وړاندې راغلې دي چې د دې مجرمینو له ډلې دوه کسان په دوه دوه کاله تنفیذي بند او هر یو په نهه دیرش درو او یو کس په دوو میاشتو تنفیذي بند او لسو درو محکوم شوي دي.
د افغانستان د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنټ تیره اونۍ په یوه راپور کې څرګنده کړه چې طالبانو په تیرو دوو میاشتو کې د اووه ویشت ښځو په ګډون یوسل او اته ویشت کسان د خلکو مخې ته په درو وهلي دي.
ایرانی چارواکی وايي هره ورځ د افغانستان او ایران ترمنځ تر دوه زره ډيرې لارۍ مالونه لیږدوي

د ایران د سوداګرۍ د خونو د رییسه هیات یو غړی وایي چې هره ورځ د افغانستان او ایران ترمنځ تر دوه زره ډيرې ترانسپورټي لارۍ مالونه لیږدوي.
د ایران د خراسان رضوي د سوداګرۍ د خونو غړي محمد امتي نن ایراني رسنیو ته وویل چې د موټرچلوونکو او سوداګرو لپاره د ویزو اسانتیاوې باید رامنځته شي.
د نوموړي په باور د منځنۍ اسیا هیوادونو ته هم د ایران اتیا فیصده صادرات او واردات د افغانستان د خاورې له لارې ترسره کیږي.
د ایران په مشهد کې د حمل و نقل د کمیسیون رییس احمد زمانیان هم په سرحد کې د سوداګرو ستونزو ته اشاره کړې ده او وایي چې د سیمې د هیوادونو د ترانسپورټ د چارو د وزیرانو د یوې غونډې په ترڅ کې باید دا مسایل وڅیړل شي او اسانتیاوې رامنځته شي.
په ملګروملتونو کې د افغانستان د اوبو د بحران په اړه د عکسونو نندارتون

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو مرستندویه پلاوي( یوناما) په نیویارک کې د ملګرو ملتو په مرکزي دفتر کې د افغانستان د اوبو د بحران په اړه یو نندارتون وړاندې کړ.
دا پنځه ورځنی نندارتون چې د دوشنبې په ورځ پيل شو تر پرون پورې پرانیستی و.
یوناما په فیسبوک کې په یوه بیان کې لیکلي دي چې د دې نندارتون تمرکز د افغانستان د اوبو پر بحران و، چې د سختې وچکالۍ، اقلیمي بدلون، لسیزو جګړو او زیربناوو د ویجاړیدو له امله رامنځته شوی او مخ په زیاتیدو دی.
د مهاجرت نړیوال سازمان( آی او ایم) په خپل تازه راپور کې ویلي دي چې د اقلیمي بدلون له امله د افغانستان نژدې نهه میلیونه کسان د خپلو سیمو د پریښودو له خطر سره مخامخ دي او په دوه زره څلرویشتم کال کې تر پنځه لکه ډيرو کسانو د سیلونو، وچکالیو او نورو طبیعي بحرانونو له امله خپلې مېنې پرې ښودې.
د ترکیې کرد وسله والو اوربند اعلان کړ

په ترکیه کې کردي وسله والو له څلویښت کلنې جګړې وروسته نن اوربند اعلان کړ.
دوې ورځې مخکې د دې ډلې مشر له خپلو وسله والو وغوښتل چې وسلې پرمځکه کیږدي.
اسوشیتد پریس اژانس خبر ورکړ چې د کردستان د کارګرانو ګوند( پي کې کې) بیان دې ډلې ته نژدې رسنۍ فیرات خبرې اژانس خپور کړی دی.
د ( پي کې کې) د مشر عبدالله اوجالان په اړه چې له نولس سوه نهه نویم کار راهیسې د ترکیې له خوا زنداني دی، په بیان کې راغلې دي چې "د مشر له وینا سره سم د سولې او ډیموکراټیکې ټولنې لپاره د لارې د هواري په خاطر اوربند کوو او تر هغو به دوی برید نه کوي چې حمله پرې ونه شي."
له نولس سوه څلور اتیایم کال راپه دې خوا د ترکیې او ( پي کې کې) تر منځ د جګړو په ترڅ کې لسګونه زرو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
اسلام آباد وايي، طالبان هڅه کوي د پاکستان په خاوره کې پوستې جوړې کړي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي چې طالبان هڅه کوي چې د پاکستان د خاورې دننه امنیتي پوستې جوړې کړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت علي خان پرون (د کب ۱۰مه) په اسلام اباد کې خبرې غونډې ته یوه اونۍ وروسته تر دې دا تور پورې کړ چې د تورخم دروازه د تګ راتګ لپاره بنده شوې ده.
شفقت علي خان پر طالبانو غږ وکړ چې ستونزې دې د دوه اړخیزو میکانیزمونو لکه د ګډو همغږه کمیټو له لارې حل کړي.
د طالبانو سیمه ییزو چارواکو ویلي دي چې د تورخم دروازه د فبروري په یو ویشتمه د سرحدي پوستو د جوړولو په اعتراض پاکستاني لورې په خپل سر په یو اړخیز ډول بنده کړه.
د اسراییل او حماس ترمنځ غیرمستقیم مذاکرات په قاهره کې پیل شول

په قاهره کې د اسراییل او د حماس د افراطي ډلې ترمنځ غیرمستقیم مذاکرات پیل شوي، څو د غزې د اوربند د دوهم پړاو د موافقې د سقوط مخه ونیسي.
د اوربند لومړی پړاو، چې ۴۲ ورځې یې دوام درلود، نن (شنبې د حوت ۱۱مه) پای ته رسیږي.
تمه وه چې اسراییلي ځواکونه په همدې ورځ د فیلادلفي له محور څخه د وتلو لړۍ پیل کړي او دا بهیر په اتو ورځو کې بشپړ کړي خو د اسراییل د صدراعظم دفتر اعلان کړی چې دا کار به ونه شي.
حماس د امریکا او اروپایي اتحادیې له خوا ترهګره ډله ګڼل کېږي، خو د دې ډلې ګڼ مشران په قطر کې اوسي.
مصر، چې له حماس سره نژدې اړیکې لري، له امریکا سره یې د اوربند د لومړي پړاو په ترلاسه کولو کې همکاري کړې وه.
دوو مصري سرچینو د جمعې په ورځ (۱۰ حوت) رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې اسراییل د ۴۲ نورو ورځو په مخه د اوربند د لومړي پړاو د غځولو نیت لري او د همدې هدف لپاره یې د قاهرې په مذاکراتو کې ګډون کړی.