د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۳ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۱۲

خبرونه

خواجه اصف: طالبانو له یوې خوا ګواښونه کوي، له بلې خوا د خبرو غوښتنه

د پاکستان دفاع وزیر خواجه آصف د دوشنبې په ورځ د طالبانو د حکومت چلند متضاد وباله، ويې ويل چې له يوې خوا هغوی ګواښونه کوي او له بلې خوا د خبرو غوښتنه کوي.

آصف دا انتقاد وروسته له هغه وکړ چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډیورند کرښې په اوږدو کې نښتې وشوې.

نوموړي له جیو نیوز تلویزیون سره په خبرو کې د پاکستان او افغانستان د وروستیو ترینګلتیاوو په تړاو په هند کې د طالبانو د باندنیو چارو وزیر امیرخان متقي څرګندونو ته اشاره وکړه.

متقي ویلي و چې پاکستان د افغانستان پر ملکي سیمو بریدونه کړي دي.

خواجه آصف ټینګار وکړ چې هر دولت حق لري چې برید ته ځواب ورکړي، او زیاته یې کړه چې پاکستان هیڅکله ملکي سیمې نه دي په نښه کړې، بلکې یوازې یې د «ترهګرو پټنځایونه او پناه ځایونه» له منځه وړي دي.

هغه خبرداری ورکړ چې د افغانستان خاوره د بېلابېلو ترهګرو ډلو لپاره په امن پټنځای بدله شوې ده.

دا هغه ادعا ده چې د طالبانو حکومت یې تل ردوي.

طالبانو د شنبې په ماخوستن په ځایي وخت لس بجې پر پاکستان غچ اخیستونکي بریدونه پيل کړل چې لږ تر لږه دوه ساعته یې دوام وکړ او له ځوابي بریدونو سره مل وو.

د طالبانو حکومت خپل لوري ته د ۹ امنیتي سرتیرو د وژلو پخلی وکړ، خو پاکستان بیا وویل چې جګړه کې د دوی ۲۳ سرتیري وژل شوي او ۲۹ ټپیان شوي دي.

د طالبانو حکومت وروسته تر هغه پر پاکستان بریدونه وکړل چې د پاکستان جیټ الوتکو د تیرې اونۍ د پنجشنبې په ماخوستن د کابل په زړه او پکتیکا ولایت کې بریدونه وکړل.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

په بریتانیا کې یو افغان په ۵ کاله بند محکوم شو

د فیاض خان په نوم یو افغان نن په بریتانیا کې په پنځه کاله بند محکوم شو.

د رویټرز د راپور له مخې، نوموړي د ټيک‌ټاک په یوه ویډیو کې د بریتانیا د "ریفرم یوکې" مشر نایجل فراج ته د مرګ ګواښ کړی و.

یاده ویډیو د ۲۰۲۴ کال د اکتوبر په میاشت کې خپره شوې وه، چې پکې فیاض خان د وسلې د ډزو حرکات په لاس ښودل، او د هغه پر مخ د ټوپک انځور رسم شوی و.

نایجل فراج محکمې ته ویلي چې د خان له ګواښ څخه «په رښتیا اندېښمن» شوی و او دغه ویډیو یې «ډارونکې» بللې ده.

قاضي کارن سټین فیاض خان په پنځه کاله بند محکوم کړ، او هغه یې د برېتانیا ته د غیرقانوني داخلېدو د هڅې په تور هم مجرم وباله.

نړیوال سور صلیب: په غزه کې د وژل شویو یرغملو د جسدونو موندل ښایي اونۍ او میاشتې وخت ونیسي

د سره صلیب نړیوالې کمیټه (ICRC) وایي، په غزه کې د وژل شویو یرغملو د جسدونو سپارل ممکن ورځې یا اونۍ وخت ونیسي.

د سره صلیب نړیوالې کمیټې ویاند کریسټین کارډون د سې شنبې په ورځ په جینیوا کې وویل، په غزه کې د ودانیو او تاسیساتو ویجاړیدو ته په پام سره، ځینې وختونه د پاتې شونو موندل ګران وي.

کارډون وویل: "څرګندې نښې نښانې شته چې دا ممکن ډیر وخت ونیسي، ځکه چې په غزه کې د انسانانو د پاتې شونو موندل چې ممکن تر نړیدلې ودانیواو کنډوالو لاندې وي، ستونزمن دي."

هغه داهم وویل چې له دې هم انکارنشي کیدای چې ښایي ځینې جسدونه به هیڅکله ونه موندل شي. د حماس او اسراییل ترمنځ د شوې موافقې له مخې حماس باید د ټولو یرغمل شویو جسدونه اسراییل ته وسپاري.

د سره صلیب نړیواله کمیټه په خپله د یرغمل شویو د جسدونو په موندلو کې رول نه لري خو حماس د همدې بشري سازمان له لارې د تیرې دوشنبې په ورځ د ۲۸ وژل شویو یرغمل شویو له ډلې د څلورو جسدونه اسراییلو ته وسپارل.

د کندهار په ښورابک کې د ډیورند کرښې په اوږدو کې بیا نښته شوې

د کندهار په ښورابک ولسوالۍ کې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د طالب او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته شوې ده.

سیمه ییزې سرچیني وايي دا نښته بیګاه شاوخوا لس بجې پیل شوې وه او تر سهاره یې دوام وکړ.

د کندهار یو شمېر سیمه ییزو خبریالانو ازادي راډیو ته وویل چارواکو ورته تایید کړې چې په دې نښتو کې یې پاکستاني لوري ته مرګ ژوبله اړولې ده.

دغو خبریالانو وویل له کندهاره کرښې ته استول شوي زرګونه طالب ځواکونه لا هم بېرته نه دي راستانه شوي او چارواکو ویلي چې وضعیت لا هم ترینګلی دی.

په رسمي ډول کابل او اسلام اباد تراوسه د دې تازه نښتو په اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې د روانې اکتوبر په ۱۱ مه د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د طالب او پاکستاني ځواکونو ترمنځ سختې نښتې وشوې چې له امله یې دواړو لوریو یو بل ته د درنو مرګ ژوبلو د اړولو ادعاوې وکړې.

سپېس ایکس فضا ته د تګ لپاره یو بل توغندی په بریاي وازمایه

د سپېس‌ ایکس شرکت د دوشنبې په ورځ (د میزان ۲۱مه) خپل یوولسم «سټارشیپ» توغندی له ټکساس څخه فضا ته وتوغاوه او هغه یې په بریالیتوب س د هند په سمندر کې راکوز کړ.

دا مخکې تر دې چې د ایلن ماسک سپېس ایکس شرکت د دې ستر توغندي لا پرمختللی ماډل د سپوږمۍ او مریخ د ماموریت لپاره وکاروي، د هغه وروستی امېښت و.

سټارشیپ د مازدیګر په ۶:۲۳ د ټکساس له «سټاربېس» اډې څخه وتوغول شو.

له توغولو وروسته، د راکټ د لومړۍ برخې پیاوړی بوستر، چې «سوپر هیوي» نومېږي، له اوو دقیقو وروسته د مکسیکو په خلیج کې د اوبو پر سطحه خوندي کښېناست. ورپسې د راکټ دوهمه برخه، چې هغه هم د «سټارشیپ» په نوم یادیږي، فضا ته ولاړه، ازمیښتي ماموریتونه یې ترسره کړل.

ناسا پلان لري چې له دغه ستر سټارشیپ څخه، چې تر اوسه د نړۍ تر ټولو ستر او ځواکمن توغندی ګڼل کېږي، د دې لپاره کار واخلي چې یو ځل بیا فضا ستورمزلي سپوږمۍ ته واستوي. دغه توغندی د ایلن مسک د هغه سترې موخې بنسټیز عنصر هم دی چې غواړي انسانان تر مريخ ورسوي.

د افغانستان په ۳ ختیځو ولایتونو کې د پولیو ضد واکسین پیلیږي

راتلونکې اوونۍ د افغانستان د ختیځ په کونړ، نورستان او لغمان ولایتونو کې د پولیو پر ضد د واکسیناسیون کمپاین پیلېږي.

«له پولیو څخه ازاد افغانستان» د سې شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د پولیو پر ضد د واکسین نوی پړاو به راتلونکې اوونۍ د یادو ولایتونو —په بېلابېلو ولسوالیو کې پیل شي.

له پولیو څخه ازاد افغانستان په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د دې کمپاین په ترڅ کې به تر پنځه کلونو کشر لسګونه زره ماشومان واکسین شي.

د واکسین دا لړۍ به هم د ستنې له لارې (تزریقي) او هم د خولې له لارې (خوراکي) دواړه ډولونه ولري، تر څو د ماشومانو معافیت د پولیو ویروس پر وړاندې پیاوړی شي

په افغانستان او پاکستان کې لا هم د پولیو ویروس له منځه نه دي تللي.

چارواکو ویلي چې د روغتیا ټیمونه به کور په کور وګرځي تر څو ډاډ ترلاسه کړي چې هېڅ ماشوم بې واکسینه پاتې نه شي، په ځانګړې توګه په هغو سیمو کې چې لرې دي او ورتګ ورته ستونزمن دی.

یاد بنسټ ټینګار کړی چې دا هڅه د افغانستان د عامې روغتیا د پیاوړتیا او د پولیو د بشپړې له‌منځه وړنې د دوامدارو هڅو یوه برخه ده.


د افغانستان او بنګله دېش لوبډلې په درېیمه یو ورځنۍ سیالي کې مخامخ کېږي

ټاکل شوې ده چې د افغانستان او بنګله دېش د کرکټ ملي لوبډلې نن مازدیګر په درېیمه یو ورځڼۍ مسابقه کې مخامخ شي.

افغانستان د دې لوبلړۍ لومړۍ دوې ګټلي دي.

افغانستان د پنجشنبې په ورځ بنګله دېش ته په لومړۍ یو ورځینۍ یا پنځوس اوره سیالۍ کې په ۵ ویکټونو ماته ورکړه، د شنبې په ورځ یې دوهمه یو ورځینۍ سیالي په لا لوړ توپیر؛ یعني په ۸۱ منډو وګټله.

دا سیالي، چې ابوظهبي په لوبغالي کې کېږي، د افغانستان په وخت د مازدیګر په څلر نیمې بجې پیلیږي.

پاکستان د طالبانو له حکومته وغوښتل د پاکستان د کورنیو چارو په اړه له څرګندونو ډډه وکړي

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت له طالبانو وغوښتل چې د پاکستان د کورنيو چارو په اړه له څرګندونو ډډه وکړي.

دا خبرداری وروسته له هغه ورکړل شو چې د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د تحریک لبیک پاکستان (TLP) د لاریونونو په اړه څرګندونې وکړې.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل:

«موږ د طالبانو د رژيم د ویاند وروستۍ څرګندونې چې د پاکستان د کورنيو چارو په اړه شوې، په دقت څارلې دي.»

هغه زیاته کړه: «موږ په کلکه سپارښتنه کوو چې د افغانستان ویاند دې د خپل هېواد اړوند مسایلو ته لومړيتوب ورکړي او له هغو موضوعاتو څخه دې ډډه وکړي چې د ده له صلاحیته بهر دي.»

په بیان کې ټینګار شوی: «د نورو هېوادونو په چارو کې د نه‌مداخلې اصل باید د نړیوالو دیپلوماتیکو اصولو له مخې رعایت شي. پاکستان ته د خپلو کورنيو چارو په اړه د بهرنيانو د مشورې اړتیا نشته.»

په اعلامیه کې دا هم ویل شوي چې تمه ده د طالبانو رژیم د دوحې د هوکړې پر مهال خپلې ژمنې او نړيوال تعهدات عملي کړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی چې طالبان باید اجازه ورنه کړي چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد د ترهګرۍ لپاره وکارول شي.

پرون په لاهو رکې د پنجاب د پولیسو په وینا د تحریک لبیک پاکستان (ټي اېل پي) له پلویانو سره د دوی په نښتو کې يو سرتیری او د یاد تحریک درې غړي وژل شوي دي.

د طالبانو حکومت په دې پېښه خواشیني ښکاره کړې او ویلي یې دي " د پاکستان د پوځ له خوا په یادو مظاهره چیانو مخامخ ډزې او بریدونه شوي."

ټرمپ: که ایران خبرو ته چمتو شي، بندیزونه به ترې لرې کړي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ وویل چې که ایران خبرو اترو ته چمتو شي، واشنګټن به بندیزونه ترې لرې کړي.

هغه په مصر کې د غزې د سولې په کنفرانس کې له ګډون څخه مخکې وویل چې تهران "زیانمن او ستړی" دی او کولی شي د منځني ختیځ د سولې له پلان سره یوځای شي.

ټرمپ د اسراییلو پارلمان ته په خپله وینا کې له ایران سره د سولې د ټینګښت هیله هم څرګنده کړه، ټینګار یې وکړ چې تهران باید خپلو ګاونډیانو ته ګواښ کول ودروي او د اسراییلو شتون ومني.

دا څرګندونې وروسته تر هغه کیږي چې امریکا په چنګاښ میاشت کې د ایران پر دریو اټومي بټیو بریدونه وکړل او وې ویل، په بشپړ ډول له یې له منځه یوړې.

پاکستان یوځل بیا وړاندیز وکړ چې ډونالډ ټرمپ ته دې د نوبل د سولې جایزه ورکړل شي

د مصر په شرم الشیخ کې ډونالډ ټرمپ او شهباز شریف
د مصر په شرم الشیخ کې ډونالډ ټرمپ او شهباز شریف

پاکستان یوځل بیا د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نوبل د سولې جایزې ته نوماند کړ.

د پاکستان صدر اعظم شهباز شریف د دوشنبې په ورځ وویل، غواړي د غزې جګړې په پای ته رسولو کې د ښه رول ادا کولو له کبله ټرمپ دغې جایزې ته نوماند کړي.

شریف د مصر په شرم الشیخ کې د غزې د اوربند په اړه جوړه شوې غونډه کې وویل" نن د معاصر تاریخ یوه لویه ورځ ده، ځکه سوله د ولسمشر ټرمپ له نه ستړې کیدونکو هڅو وروسته ټینګه شوه، ریښتیا هم ټرمپ د سولې او ثبات سړی دی"

دا دویم ځل دی چې اسلام اباد ټرمپ د نوبل د سولې جایزې ته وړاندیز کوي.

تر دې وړاندې په جون میاشت کې د هند او پاکستان له څلور ورځنۍ جګړې وروسته پاکستان ټرمپ، چې د جګړې پای ته رسیدو کې یې منځګړیتوب وکړ، دغې جایزې ته وړاندیز کړی و.

ټرمپ او نورو منځګړو پرون دوشنبه په مصر کې د غزې د اوربند سند لاسلیک کړ.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG