د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۳ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۱۱

ټرمپ او څو نورو منځګړو د غزې د اوربند سند لاسلیک کړ، د غزې دوه کلنه جګړه پای ته ورسېده


د شرم الشیخ غونډې ګډونوال
د شرم الشیخ غونډې ګډونوال

د امریکا، مصر، ترکیې او قطر مشرانو په ګډه د غزې د اوربند اعلامیه لاسلیک کړه او په دې سره په رسمي ډول د غزې څه باندې دوه کلنه جګړه پای ته ورسېده.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او نورو منځګړو پرون دوشنبه د مصر په شرم الشیخ کې د اسراییل او حماس ترمنځ په غزه کې د اوربند سند لاسلیک کړ.

له دې سره په رسمي ډول د اسراییل او فلسطینۍ وسله والې ډلې حماس ترمنځ، چې امریکا او اروپایي ټولنه یې ترهګر بولي، د غزې څه باندې دوه کلنه جګړه پای ته رسېدلې اعلان شوه.
پر ټرمپ سربیره د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي، د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني او د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان هم د اوربند دغه ګډه اعلامیه لاسلیک کړه.

غونډه کې د بریتانیا صدر اعظم کایر سټارمر، د جرمني صدر اعظم فردریش مرتس، د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون او د اردون پاچا دویم عبدالله هم حضور درلود.

د غونډې کوربتوب د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د مصر د ولسمشر عبدالفتاح السیسي پر غاړه و.

د سعودي عربستان په ګډون د یوشمېر عربي هېوادونو او پاکستان لوړپوړي چارواکي هم غونډه کې حاضر و، خو د ایران او اسراییل مشران نه وو ورغلي.

نن د نړۍ لپاره فوق العاده ورځ ده، د منځني ختیځ لپاره فوق العاده ورځ ده
ډونالډ ټرمپ

ډونالډ ټرمپ د شرم الشیخ غونډې په پيل کې وویل " نن د نړۍ لپاره فوق العاده ورځ ده، د منځني ختیځ لپاره فوق العاده ورځ ده."

نوموړي د غزې د اوربند سند " د قوانینو او مقرراتو یوه ټولګه" وبلله چې په وینا یې ډیره هر اړخیزه ده، خو تراوسه د سند کره محتوا نه ده خپره شوې.

د غونډې ګډونوالو د غزې جګړې د پای ته رسولو په چارو کې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ رول وستایه.

د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي تر مراسمو لږ مخکې ټرمپ ته په خطاب کې وویل " تاسو یوازې هغه څوک یی چې سیمه کې د سولې راوستلو وړتیا لری".

السیسي له خپل امریکایي سیال نه وغوښتل چې د غزې د بیارغونې په اړه د جوړېدونکي کانفرانس ملاتړ وکړي، ټاکل شوې جرمني او مصر په ګډه دغه کانفرانس په راتلونکې نومبر میاشت کې په قاهره کې ترسره کړي.

د مصري سرچینو په باور، تراوسه د دغه کانفرانس کره نیټه نه ده مشخصه شوې.

د شرم الشیخ تر کانفرانس مخکې پرون حماس د اسراییلي برمته شویو وروستي ژوندي پاته شوي شل کسان او د څلورو برمته شویو مړي اسراییل ته وسپارل.

ټاکل شوې حماس د ۲۸ نورو برمته شویو اسرایلیانو مړي هم اسراییل ته وسپاري.

د دوی په بدل کې اسراییل ۱۹۶۸ زندانیان له خپلو زندانونو ازاد کړل چې اکثره فلسطینیان وو.

ځینې دغه بندیان له ازادېدو وروسته مصر او ترکیې ته اخراج شول.

یوشمېر نور بیا غزې ته ولاړل او له خپلو کورنیو سره یوځای شول.

د غزې جګړه د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۷مه، پر اسراییل د حماس له ډله ییز او غلچکي برید وروسته پيل شوه.

حماس هغه برید کې شاوخوا ۱۲ سوه کسان په اسراییل کې ووژل او شاوخوا ۲۵۰ نور یې برمته کړل.

د اسراییل په ځوابي هوایي او ځمکنیو بریدونو کې بیا له ۶۷ زرو څخه زیات فلسطینان ووژل شول او غزه نژدې له خاورو سره خاورې شوه.

XS
SM
MD
LG