خبرونه
په چک جمهوریت کې د چاقو برید؛ دوه ښځې وژل شوې دي

د چک جمهوریت چارواکي وايي، د پنجشنبې په ورځ په یوه سوداګریز مرکز کې د چاقو په وسیله برید کې دوه ښځې وژل شوې دي.
اسوشیټید پریس د پولیسو له قوله وايي، چې دوی د پراګ په ختیځ کې د هرادیک کرالو په ښار کې په یوه پلورنځي کې د چاقو برید په تړاو یو شکمن ځوان نیولی دی.
د وژل شوو ښځو هویت لا تر اوسه نه دی څرګند شوی، خو د برید له ځایه شاوخوا یو کیلومتر لرې یو ۱۶ کلن چکي وګړی د پولیسو لخوا نیول شوی دی.
د چک جمهوریت لومړي وزیر پیټر فیالا د وژل شویو کسانو له خپلوانو سره خپله خواخوږي څرګنده کړې او یاده پېښه یې "په بشپړ ډول د نه پوهیدو وړ او وحشتناک عمل" بللې ده.
د برید انګېزه لا تر اوسه نه ده معلومه شوې.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
پاکستان افغان کډوالو ته د فبروري تر ۲۸ مهلت ټاکلی چې له اسلام آباد او راولپنډۍ څخه ووځي

پاکستان هغو افغان کډوالو ته چې ویزې نه لري مهلت ټاکلی چې د روانې فبروري میاشتې تر ۲۸ مې نېټې له پلازمېنې اسلام آباد او راولپنډۍ ښارونو ووځي.
پاکستانۍ بزنس ریکارډر رسنۍ پرون (د کب ۳مه) په دې اړه راپور ورکړی او ویلي یې دي چې د پاکستان حکومت د کډوالو لپاره د ملګروملتونو لویې کمیشنرۍ UNHCR ته هم په دې اړه خبر ورکړی دی.
په پاکستان کې د UNHCR ویاند قیصر خان اپرېدي له همدې رسنۍ سره په خبرو کې له دې کبله اندېښنه څرګنده کړې ویلي یې دي چې دا اقدام به د افغان کډوالو پر ژوند او د هغوی د ماشومانو پر زده کړو سمدستي ناوړه اغیز وکړي.
بزنس ریکارډر د سرچینو له قوله راپور ورکړی چې اسلام آباد د دې حکم اجرایي میکانیزمونه تراوسه نه دي روښانه کړي.
د پاکستان حکومت د روان میلادي کال له پیله په ځینو ښارونو په تېره په اسلام آباد کې د بې اسنادو افغان کډوالو د نیولو، ایستلو او د هغو د کورونو د تلاشۍ هڅې چټکې کړې دي.
جاپان له افغانستان او نورو هېوادونو سره نژدې ۱۲ میلیون ډالره مرسته کړې

د خوړو او کرنې نړیوال سازمان FAO له افغانستان او څو نورو هېوادونو سره د جاپان د نژدې ۱۲ میلیون ډالره مرستې خبر ورکوي.
د ملګروملتونو دې اړوندې ادارې پرون (د کب ۳مه) پر خپله ویبپاڼه د یوه بیان په خپرولو سره ویلي دي چې د جاپان د ۱۱،۹ میلیون ډالرو مرستې یوه برخه به په افغانستان کې د کروندګرو د ملاتړ لپاره ځانګړې شي.
د FAO د بیان له مخې دا مرستې به هغو بزګرانو ته ځانګړې شي چې د اقلیمي بدلونونو زیانونو ځپلي دي.
د ملګروملتونو د معلوماتو له مخې افغانستان د نړۍ د هغو لسو هېوادونو په سر کې دی چې د اقلیمي بدلونونو له کبله تر ټولو ډېر زیانمن شوي دي خو د دې بدلونونو د اغیزو پر وړاندې د مبارزې لپاره تر ټولو لږ امکانات لري.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر: ترهګرې ډلې په افغانستان کې لا هم فعالیتونه لري

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د فعالیتونو په اړه خبرداری ورکړی او په دې هیواد کې د طالبانو بشپړ کنټرول یې تر پوښتنې لاندې راوستی دی.
ښاغلي روبیو له کاناډایۍ - امریکایۍ خبریالې کاترین هریج سره په یوه ځانګړې مرکه کې په افغانستان کې د القاعدې او داعش د حضور په اړه د اندیښنو په باب د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: "کله چې په یوه سیمه کې پرحکومت کولو لانجه وي او حکومت ونشي کولای چې په سیمه بشپړ کنټرول وساتي، نو دا د دې ډلو لپاره فرصت رامینځته کوي."
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مرکه کې چې د پنجشنبې په ورځ، د فبروري په شلمه خپره شوه، زیاته کړه چې د اوسني وضعیت او لس کاله وړاندې وضعیت ترمنځ توپیر دا دی چې امریکایي ځواکونه نور په سیمه کې د ترهګرو ډلو د په نښه کولو لپاره حضور نلري.
مارکو روبیو دا هم وویل چې طالبانو په ځینو مواردو کې همکاري کړې ده کله چې دوی ته د افغانستان په ځینو برخو کې د داعش او القاعدې د تعقیب لارښوونه شوې.
خو د هغه په وینا، په ځینو مواردو کې طالبانو دومره همکاري نده کړې.
د طالبانو حکومت تر اوسه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د څرګندونو په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي، خو پخوا یې په دوامداره توګه ادعا کړې وه چې داعش په افغانستان کې ځپل شوی دی.
وروسته له هغه چې طالبانو د افغانستان کنټرول بیرته ترلاسه کړ، د اسلامي دولت ډلې یاداعش د خراسان څانګې د افغانستان په بیلابیلو برخو کې د څوخونړیو بریدونو او چاودنو مسؤلیت په غاړه اخیستی دی.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا په فبروري میاشت کې په افغانستان کې د القاعدې، داعش او جماعت انصارالله په څېر ترهګرو ډلو د حضور په اړه اندیښنه څرګنده کړه.
کیپتان حشمت الله شهیدي، د افغان ټیم د بایکاټ کولو غوښتنې رد کړې

په چمپینز ټرافي سیالیو کې د افغانستان د کرکټ لوبډلې د لومړۍ لوبې په درشل کې کیپټان حشمت الله شهیدي له افغانستان سره د کرکټ لوبو د بایکاټ کولو لپاره سیاسي غوښتنې رد کړې.
د انګلستان او جنوبي افریقا سیاستوالو په دې وروستیو کې له خپلو کرکټ چارواکو غوښتي و چې د افغانستان پر وړاندې د چمپینز ټرافي لوبې بایکاټ کړي ځکه چې طالبانو د ښځو په سپورټ بندیز لګولی او د ښځو ډیرحقونه یې تر پښو لاندې کړي دي.
د اسوشیتید پرس خبري آژانس د راپور له مخې، د جنوبي افریقا د سپورټ وزیر ګیټون مک کینزي وویل، که وروستۍ پریکړه د ده وای، نو د جنوبي افریقا او افغانستان ترمنځ به د جمعې په ورځ په کراچۍ کې لوبه نه وای شوې. افغانستان چې په بې ګروپ کې دی، دوهمه لوبه یې د راتلونکې چهارشنبې په ورځ له انګستان سره پلان شوې، له هغه هیواد سره چې د جنوبي افریقا په څیر یو شمیر سیاستوالو یې له افغانستان سره د کرکټ د ملي ټیم د لوبو د تحریمولو غوښتنه کړې ده.
ښاغلي شهیدي پرون، پنجشنبې وویل: "د یوه لوبغاړي په توګه، زموږ دنده کرکټ کول دي او زموږ لپاره دا مهمه نه ده چې له کرکټ څخه بهر څه روان دي."
هغه زیاته کړه "موږ یوازې د ځمکې دننه شیان کنټرولوو، او دا زموږ دنده ده او نور څه نه شي کولی چې موږ تر فشار لاندې راولي."
په چمپینزټرافي سیالیو کې د افغانستان درېیمه لوبه د فبرورۍ په ۲۸ له اسټرالیا سره ده چې له افغانستان سره یې له مخکې ټیسټ لوبې لغوه کړي دي.
له امریکا پاناما ته شړل شوي کډوال حاضر شول چې خپلو هیوادونو ته لاړ شي

یوه ډله مهاجر، چې تېره اوونۍ له متحدو ایالتونو څخه پاناما ته شړل شوي وو، د سې شنبې په شپه د پاناما سیټي له یوه هوټله د دې هېواد جنوبي ځنګلي سیمې، دارین ته انتقال شول.
د پاناما د امنیت وزیر اعلان وکړ، چې له نیمايي ډېرو هغو مهاجرو، چې امریکا پاناما ته شړلي وو، په خپله خوښه خپلو هېوادونو ته د ستنېدو پرېکړه کړې. دا مهاجر عمدتاً د آسیا او منځني ختیځ د هېوادونو اتباع دي.
د پاناما د ولسمشر خوزې رایول مولینو په وینا، تازه شړل شوي مهاجر د افغانستان، چین، هند، ایران، نیپال، پاکستان، سریلانکا، ترکیې، ازبکستان او ویتنام وګړي دي.
د ډونالډ ټرمپ حکومت، دا مهاجر په درې پروازونو کې پاناما ته لېږلي دي.
پاناما له متحدوایالتونو سره د یوه توافق له مخې منلې، چې له خپلو اتباعو پرته، نور غیرقانوني مهاجر هم تر هغه وخته ومني، چې د هغوی برخلیک معلوم شي.
یو شمېر شړل شوي مهاجر، چې په ایران او افغانستان پورې اړه لري، د خپلې راتلونکې او امنیت په اړه اندېښنه لري او خپلو هېوادونو ته ستنېدل ناشونی بولي.
په زابل کې د ترافیکي پېښې له امله ۷ تنه مړه او ۴ ټپیان شول

په زابل ولایت کې د طالبانو سیمهییز چارواکي وايي، چې د کابل-کندهار پر لویه لاره د باروړونکي ټېلر او کوچني موټر د ټکر له امله اووه تنه مړه شوي او څلور نور ټپیان دي.
د زابل د امنیه قوماندانۍ د معلوماتو له مخې، پېښه پرون (پنجشنبې) غرمه د کلات ښار په پُل سنګي سیمه کې شوې ده.
په دې پېښه کې څلور ښځې او درې ماشومان مړه شوي، او دوې ښځې او یو نارینه ټپیان شوي دي.
چارواکي وايي چې د پېښې ټول قربانیان د یوې کورنۍ غړي دي.
د کابل – کندهار په لویه لار ډېرې ترافیکي پېښې کېږي او ځینې موټرچلوونکي وايي چې د دې سړک سور تر پخوا کم کړل شوی او له دې کبله ډېرې ترافیکي پېښې کېږي.
د بریتانیا حکومت: د افغان ښځو حق دی چې کرکټ وکړي

د بریتانیا د کلتور وزیر پرون (پنجشنبې) وویل چې افغان ښځې حق لري کرکټ وکړي او د برېیتانیا حکومت هڅه کوي په دې برخه کې تر ممکنه حده فشار راوړي.
د سټندرډ ورځپاڼې د راپور له مخې، دا څرګندونې وروسته له هغې وشوې، چې د انګلستان لوبډلې ته ویل شوي و، له افغانستان سره د اتلانو په اتلولیو یا چمپینز ټرافي کې سیالۍ بایکاټ کړي.
د چمپیونز ټرافي له پېلېدو سره، د انګلستان د نارینهوو کرکټ لوبډله تر فشار لاندې ده، چې د چهارشنبې په ورځ په لاهور کې د افغانستان پر وړاندې لوبې ته حاضر نه شي. دا غوښتنه د طالبانو تر واک لاندې د ښځو د حقونو پر سرغړونو د اعتراض په توګه شوې.
په افغانستان کې د ښځو ټول ورزشونه منع اعلان شوي، چې له امله یې د افغانستان د ښځینه کرکټ ټیم ډېری لوبغاړې اوس په جلاوطنۍ کې ژوند کوي.
د بریتانیا د کلتور وزیره لیسا نینډي وايي، چې د لوبې بایکاټ به برعکس اغېز ولري.
په کویټه کې د بلوڅانو په برید کې دوه پاکستاني پوځیان وژل شوي دي

د پاکستان پولیس وايي، د پوځ پرضد په خونړیو بریدونو کې د لاس لرو په تور يې۳۰ کسان نیول دي.
پولیسو ویلي، دا کسان د پاکستان په شمالي لودیزو سیمو کې د یو لړ عملیاتو په لړ کې نیول شوي.
پولیس د دې شکمنو کسانو د نیولو خبره داسې مهال کوي، چې د پاکستان په جنوب لودیز کې بلوڅ بېلتون غوښتونکو د پولیسو پر یوې پوستې برید کړی چې دوه پاکستاني پوځیان په کې وژل شوي دي.
د پولیسو په خبره، دا برید د پنج شنبې ماښام د بلوچستان په مرکز کویټه کې د پولیسو پر یوې پوستې شوی دی.
له دې برید څو ساعته مخکې بلوڅ بېلتون غوښتونکو په بلوچستان کې د سه شنبې د ورځ د برید مسولیت منلی وو.
د سه شنبې په ورځ د مسافر پر یوه بس په برید کې اووه تنه وژل شوي وو.
په دې وروستیو کې پر پاکستاني پوځیانو د ډیرو بریدونو مسولیت د بلوڅ بېلتون غوښتونکو غورځنګ په غاړه اخلي.
پیړۍ وروسته په مصر کې د یو فرعون مقبره موندلی شوی دی

پیړۍ وروسته په مصر کې د یو فرعون مقبره موندلی شوی دی.
لرغون پوهان وايي، د توت عنخ امون د قبر له موندلو وروسته، په سلو کالونو کې دا لومړی ځل دی چې د یو بل فرعون مقبره موندل کیږي.
لرغون پوهانونو ویلي، د شاه توتموس دویم مقبره د مصر د اتلسمي لړۍ یوازینۍ سلطنتي مقبره ده چې تراوسه نه وه موندل شوې.
دا مقبره د سلطنتي کورنۍ د ښځینه غړو د دفن له ځای سره تړاو لري او د مقبرې داخلي برخه د فرعونیانو په ځانګړو نقشوتو او ښکلاو ښایسته شوې وه.
په دې مقبره کې موندل شوی مومیايي د مصر د تمدن په ملي موزیم کې نندارې ته اېښودل شوی دی.
د اټکل له مخې شاه توتموس دویم د توت عنخ امون له نیکونو څخه و چې له ۱۴۹۳ څخه تر ۱۴۷۹له میلاده مخکې کالونو کې يې پر مصر واکمني کوله.
له دې مخکې د توت عنخ امون مقبره یو بریتانوي لرغونپوه کشف کړې وه.
په باجوړ کې یوه پنځه کلنه ماشومه د جنسي تیري وروسته په ډبرو وژل شوې ده

د خیبرپښتونخوا په باجوړ سیمه کې یوه پنځه کلنه ماشومه د جنسي تیري وروسته په ډبرو وژل شوې ده.
سیمه ییزو پولیسو د پنجشنبې په ورځ د (فبرورۍ۲۰مه) په یو بیان کې ویلي، "پېښه د چهارشنبې په ورځ په مومندو کې شوي او په تړاو يې یو شل کلن ځوان نیول شوی دی".
پولیسو ویلي، "ځوان ماشومه د خوړو ورکولو په چل بیولې، تیری پرې کړی او بیا يې وژلې ده".
پر ټولنیزو رسنیو خپاره شویو انځورونو کې ښکاري چې ماشومه پر ځمکه پرته ده او لوی ټیږې پرې پرتې دي.
په پاکستان کې تر دې مخکې هم ورته پېښې رامنځته شوي وې چې پراخ غبرګونونه يې راپاولي وو.
په پاکستان کې د جنسي تیري پر وړاندې د ماشومانو د ساتنې یو سازمان وايي، په ۲۰۲۳ کال کې تر څلور زرو زیات د ماشومانو د ځورونې قضیې يې ثبت کړي وې چې سلګونه يې د جنسي ځورونې او تیري قضیې وې.
پاکستان په ۲۰۲۰ کال کې وروسته له هغې د ماشومانو د خوندیتوب لپاره قانون جوړ کړ چې په ۲۰۱۸ کال کې د پنجاب په قصور سیمه کې د زینب په نوم پر یوې شپږکلنې ماشومې د جنسي تیري او وژنې موضوع پراخ لاریونونه راوپاول.