د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۴ کب ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۸

د کرکټ مینوال: یوازې کرکټ دی چې د افغانستان په دې سختو شرایطو کې موږ ته خوشالي راکوي


انځور له ارشیف څخه
انځور له ارشیف څخه

د پاکستان په کوربه توب د کرکټ د اتلانو جام دا سیالي په کراچۍ کې ده.
(B) ګروپ کې د افغان لوبغاړو دوه نورې ګروپي لوبې د انګلستان او استرالیا له لوبډلو سره دي.
که څه هم افغانستان په خپل ګروپ کې له ډیرو پیاوړ لوبډلو سره مخ دی خو د لوبډلې مشر حشمت الله شاهدي پرون پنجشنبه یوې خبري غونډې ته ویلي، ډاډه دی چې لوبډله به یې د لوبو بل پړاو ته هم لار پیدا کړي:

"مونږ پوره چمتو یو، او باور لرم، پوهېږو چې لوبه کې څه وکړو، شرايط زمونږ لپاره مناسب دي، د لوبډلې د کپتان په توګه زه پوره ډاډ لرم چې راتلونکي پړاو ته وځوو."

مونږ پوره چمتو یو، او باور لرم، پوهېږو چې لوبه کې څه وکړو، شرايط زمونږ لپاره مناسب دي، د لوبډلې د کپتان په توګه زه پوره ډاډ لرم چې راتلونکي پړاو ته وځوو
لوبډلې مشر حشمت الله شاهدي

دا لومړی ځل دی چې افغانستان په دې لوبو کې ګډون کوي.

د افغانستان د کرکټ بورد ویاند سید نسیم سادت وايي، " په ۲۰۲۳ کال کې چې دوى په پڼځوس اوريز نړیوال جام کې ښه کارکردګي وکړه او څلورو پياوړو لوبډلو ته يې ماته ورکړه له همغه ځاى دوى و توانېدل چې د اتلانو جام سياليو ته د لومړي ځل لپاره لار ومومي."

انګلستان سره د افغان لوبډلې لوبه د فبروي په ۲۶ او استرالیا سره د همدې میاشتې په ۲۸ ده.

افغان لوبدله چې څو ورځې مخکې پاکستان ته رسېدلې وه، دغه جام ته د چمتوالي په موخه یې د فبروري په ۱۸ مه او ۱۹ مه دوه تمریناتي لوبې له پاکستان الف او نیوزلند لوبډلو سره کړې دي.

د کرکټ مینوال

د کرکت یو شمیر افغان مینوال هم د کرکټ په اتلانو جام کې د افغان لوبډلې په لوبېدو خوښ دي او د بریا هیله یې کوي.

د کابل اوسيدونکو ذبيح الله او فرزاني ازادي راډیو ته وویل، "ټول افغانان بلخصوص ځوانان ډېر ورته خوشاله دي، زموږ يوازينۍ خوښي کريکټ دى او ډېر ورته خوښېږو چې برى خپل کړو، په ټوله کې زموږ د وطن لپاره وياړ دى."

زموږ يوازينۍ خوښي کريکټ دى او ډېر ورته خوښېږو چې برى خپل کړو، په ټوله کې زموږ د وطن لپاره وياړ دى
د کرکټ مینوال ذبیح الله

د کرکټ یو بل مینوال خان احمد وايي، "کريکټ مې ريښتيا هم خوښ دى ځکه د افغانستان د خلکو لپاره يوه ښه سرګرمي ده، خو ټوله کې ناهيلي کوونکې وخت راغلى، هيله لرم چې کريکټ همداسې پرمختګ وکړي، ډېر زيات موږ ته خوښي راكوي."

د یادونې ده چې د کرکټ په اتلانو جام کې د هند لوبې به د کرکټ د نړیوالې شورا له پرېکړې او پلان سره سم په متحده عربي اماراتو کې وي، ځکه هندۍ لوبدلې پاکستان ته تګ نه غوښت.

XS
SM
MD
LG