خبرونه
د سوریې موقت مشر په لومړني بهرني سفر سعودي ته لاړ
د سوریې موقت ولسمشر احمد الشرع، نن (یکشنبې) په په خپل لومړي بهرني سفر کې سعودي عربستان ته ورسید.
د خبري آژانسونو د راپور له مخې، دا ګام د سوریې به پخواني متحد ایران څخه د سوریې د لېري کېدو یوه بله نښه انګېرل شوې ده.
الشرع، چې پخوا له القاعده سره اړیکې درلودې، د خپل حکومت د بهرنیو چارو له وزیر اسعد الشیباني سره یو ځای د سعودي عربستان په یوه الوتکه کې ریاض ته لاړ.
دا سفر په داسې حال کې ترسره شو چې په هوایي ډګر کې د سوریې د درېرنګه نوی بیرغ د سعودي د بیرغ تر څنګ درول شوی و. ټاکل شوې چې نوموړی د سعودي له ولیعهد، محمد بن سلمان، سره وویني.
سعودي عربستان، چې پخوا یې د بشار اسد پر ضد د یاغي ډلو مالي ملاتړ کاوه.
الشرع له نړۍ سره د اړیکو د ښه کولو هڅه کوي او په دې لړ کې یې له ایران او روسیې څخه خپلواکدریځ خپل کړی دی.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
تېره میاشت څه باندې ۴ لکه ټنه مواد د افغانستان له رېل لارو انتقال شوي
د طالبانو د فواید عامې وزارت وايي چې په جدي/مرغومي میاشت کې څه باندې ۴۰۰ زره متریک ټنه توکي د افغانستان د اورګاډي له لارې لیږدول شوي دي.
د دغه وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس ویلي چې دا توکي د حیرتان، آقینه، تورغونډۍ او هرات-خاف د اورګاډي پټلۍ له لارې انتقال شوي.
د هغه په خبره نفتي او غیر نفتي مواد او نور محصولات صادر او وارد شوي.
د فواید عامې وزارت د معلوماتو له مخې، د روان کال په لومړیو نهو میاشتو کې، شاوخوا ۳.۲ میلیونه میټریک ټنه مواد د هیواد د اورګاډي پټلۍ له لارې انتقال شوي.
ډبلیو اف پي وايي ګڼ کلي د وچکالیو له کبله په کنډوالو بدل شوي
د خوړو نړیوال پروګرام د افغانستان د څانګې مشرې حسیاوو وي لي Hsiao-Wei Lee ویلي چې د وچکالیو په خاطر ګڼ کلي له خلکو خالي او په کنډوالو بدل شوي.
هغې پرون د ډبلیو اف پي افغانستان څانګې په ایکس پاڼه په یوه ویډیويي پیغام کې د وچکالیو د اثراتو په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړې ده.
مېرمن لي ویلي چې ګڼو افغانانو خپل کلي د اوبو د نشتوالي او وچکالی په سبب پرېښي یا په هېواد دننه نورو سیمو ته کډه شوي یا له هېواده وتلي دي.
هغې ویلي تر ټولو زیانګالي خلک لا هم په دې سیمو کې پاتې دي چې نورو سیمو ته د تلو وس نه لري.
د ډبلیو اف پي دې مشرې ویلي چې ملګري ملتونه او همکارې موسسې یې دغو زیانګالو خلکو ته د پاکو اوبو او خوړو د برابرولو هڅه کوي.
افغانستان د نړۍ له لسو هغو هېوادونو دی چې د اقلیمي بدلونو له کبله اغېزمن شوی دی.
شهبازشریف ویلي له افغانستان سره په ګډه د پولیو د له منځه وړلو هڅې کوي
د پاکستان صدراعظم شهباز شریف ویلي له افغانستان سره په همغږۍ د پولیو د له منځه وړلو هڅه کوي. شریف دا خبره د یکشنبې په ورځ د پولیو د واکسیناسیون د پیل په مناسبت کړې ده.
د شریف په خبره چې یواځې د ګډو هڅو له لارې د دې ویروسي ناروغۍ شنډول ممکن دي.
هغه نه دي ویلي چې افغانستان سره په کومه بڼه د پولیو په له منځه وړلو کې همکاري یا همغږي کوي.
پاکستان او افغانستان د نړۍ یواځیني دوه هېوادونه دي چې پولیو لا پکې نه ده ختمه شوې.
پاکستان کې تېر کال د پولیو ۷۷ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
په افغانستان کې هم تېره اوونۍ د پولیو د له منځه وړلو په هدف د واکسیناسیون یوه دوره پیل شوه څو شپږ میلیونه ماشومان واکسین شي.
د امریکا د مرستو په ځنډېدو د پولیو د واکسین د تطبیق هڅې هم له خطر سره مخ شوي خو د پاکستان صدراعظم ډاډ ښوولی چې د سعودي عربستان او د بېل او میلنډا ګېټس بنسټ په مرسته به د پولیو ضد هڅې جاري وساتل شي.
ایراني پوځیانو یو افغان کډوال وژلی او یو یې ټپي کړی
د ایران د سیستان او بلوچستان په سراوان ښار کې د افغان کډوالو په یوه موټر باندې په ډزو سره یو کډوال وژل شوی او یو بل ټپي دی.
دا خبره د ایران د بشري حقونو د څار یوه سازمان حال وش د یکشنبې په ورځ په یوه بیان کې کړې ده.
د حال وش د راپور په اساس موټر له سراوان څخه خاش سیمې ته روان وو چې ایراني پوځيانو پرې ډزې وکړې.
د سرچینو په خبره موټرچلوونکی له سیمې تښتېدلی او روغتون ته د ټپیانو د انتقال لپاره هېڅ ګام نه وو پورته شوی.
په ایران کې مخکې هم په ځینو موټرو چې افغان کډوال پکې سپاره وو ایراني پوځیانو ډزې کړي.
د ۲۰۲۰ کال په جون میاشت کې د ایران په یزد ښار کې په یوه موټر د ایراني پوځیانو په ډزو سره موټر اور اخیستی وو چې لږ تر لږه درې افغان پکې مړه او څلور نور ټپیان شول.
هغې پېښې په پراخه کچه عکس العملونه درلودل او له افغان کډوالو او پناه غوښتونکو سره یې د ایراني پوځيانو چلند ظالمانه او غیرانساني بللی وو.
ټرمپ د ناټو له غړو غواړي چې خپله دفاعي بودجه ۵٪ زیاته کړي
د امریکا د ملي امنیت سلاکار ویلي چې ډونالډ ټرمپ له خپلو متحدانو غواړي چې د شمالي اتلانتیک تړون (ناټو) غړي هېوادونه دې د خپلې دفاع لپاره د ناخالص کورني تولید (GDP) دوه سلنه ونډه پنځه سلنې ته لوړه کړي.
مایک والټز پرون (شنبې) له نیویارک پوسټ سره په خبرو کې وویل چې ډونالډ ټرمپ «بشپړ حق لري» چې د ناټو له غړو وغواړي چې د خپلې دفاعي بودجې برخه زیاته کړي.
هغه زیاته کړه: «اوس وخت رارسېدلی چې اروپا پنځو سلنې ته د خپلو دفاعي لګښتونو په زیاتولو له امریکا سره د اتحاد ژمنتیا وښيي.
ښاغلي والټز زیاته کړه، امریکا به له ناټو سره زغردې خبرو ته دوام ورکړي، څو غړي هېوادونه خپله ونډه زیاته کړي.
هغه د روسیې او اوکراین جګړې ته په اشارې وویل چې اروپا اوس له دوهمې نړیوالې جګړې وروسته تر ټولو له سترې جګړېسره مخامخ ده.
امریکا حاضردمه د خپل ناخالص کورني تولید څه باندې درې سلنه ناټو ته ځانګړی کړی، او که دا اندازه ۵ سلنې ته لوړه شي، نو امریکا باید ۶۰۰ میلیارده ډالر نور هم دې تعهد ته ځانګړي کړي.
ناټو تړون د دوهمې نړیوالې جګړې له پای ته رسیدو څلور کاله وروسته په ۱۹۴۹ میلادي کال کې جوړ شو. د دې تړون له ۳۲ غړو څخه ۲۳ یې د اروپايي اتحادیې غړي دي.
کرکټ؛ د هندوستان د نجونو تر ۱۹ کلونو کشرې لوبډلې د نړیوال جام اتلولي وګټله
د هندوستان د کرکټ ښځینه نولس کلنې لوبډلې د کرکټ نړیوالې شورا د کم عمره نجونو د شل اوریز نړیوال جام په پایلوبه کې د سویلي افریقا لوبډلې ته د ۹ وېکټو په تفاوت ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
پایلوبه نن یکشنبه د فبرورۍ میاشتې په ۲یمه نېټه د مالیزیا په پلازمینې کولالمپور ښار کې ترسره شوه چې سویلي افریقا لومړۍ پاڼۍ ترسره کړې وه او ټول لوبغاړي یې په ۸۲ منډو سوځېدلي وو.
هندوستان ورکړل شوی هدف د یوې وېکټې په تاوان سره په ۱۲م اور کې پوره کړ او په دې سره یې د جونو د نولس کلنو لوبډلو اتلولي وګټله.
په دې پایلوبه کې هم د غوره لوبغاړې په توګه هندۍ ګنګاډي ترېشا ونومول شوه چې ۴۴ منډې یې کړې وې او ۳ وېکټې یې اخستې وې او د ټول ټورنمنټ د غوره لوبغاړې جایزه یې هم وګټله چې ۳۰۹ منډې یې کړې وې او ۷ لوبغاړې یې اوټ کړې وې.
د کم عمره جونو د کرکټ شل اوریز نړیوال جام د تېرې جنورۍ میاشتې په ۱۸مه نېټه د دولسو هېوادونو ترمنځ پیل شوی و چې نن یکشنبه د فبرورۍ په دویمه نېټه د هندوستان په اتلولۍ سره پای ته ورسېد.
د ویلو ده چې په دې شل اوریز نړیوال جام کې هندوستان، اسټرالیا، سریلانکا، بنګله دېش، سکاټلنډ، ویسټ اینډیز، سویلي افریقا، انګلستان، نایجریا، د امریکا متحده ایالات، نیوزیلنډ او د ایرلنډ لوبډلو برخه درلوده.
پاکستان ۱۴۱ افغان کډوال له زندانه خوشي او افغانستان ته واستول
د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت نن (یکشنبې) اعلان وکړ چې ۱۴۱ افغان کډوال، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي، تازه له پاکستان څخه افغانستان ته راستانه شوي دي.
د دغه وزارت په وینا، یاد کډوال د اسلامآباد په یوه محبس کې له دوو تر پنځو ورځو پورې بنديان وو.
تر دې وړاندې پرون پاکستاني رسنیو د خپل هیواد د چارواکو په قول ویلي و چې لسګونه افغان بندیان یې له خپلو زندانونو له خوشي کولو وروسته افغانستان ته لېږلي دي.
د طالبانو د کډوالو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، د ننګرهار د تورخم سرحدي مدیریت د معلوماتو له مخې، دغه کسان د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله د پاکستان په اسلامآباد ښار کې نیول شوي وو او د حاجي کمپ په زندان کې له دوو تر۵ ورځو بند له تېرولو وروسته افغانستان ته انتقال شوي دي.
پرون د پاکستان حکومت اعلان وکړ چې د افغان کډوالو د ایستلو بل پړاو پیلوي.
د روم د محکمې په امر البانیا ته لېږل شوي کډوال بېرته ایټالیا ته ستنول کېږي
لسګونه «غیرقانوني» کډوال، چې د ایټالیا د حکومت په امر البانیا ته انتقال شوي وو، د روم د یوې محکمې د نوي حکم له مخې بېرته ایټالیا ته ستنېږي.
د فرانسې خبري آژانس د راپور له مخې، د محکمې له لوري د کډوالو د نیولو او له ایټالیا څخه البانیا ته د هغوی له لېږلو سره له مخالفت وروسته، یوه کښتۍ چې ۴۳ کډوال یې لېږدول، د شنبې په ورځ، (د سلواغې/ دلوې ۱۳مه) له البانیا څخه د ایټالیا باري بندر ته روانه شوې ده.
رسنیو د محکمې دا نوی حکم، چې د کډوالو د ساتلو لپاره د ایټالیا د حکومت پلان یې غیرقانوني بللی، د ایټالیا د صدراعظم جورجیا ملوني د حکومت پلان ته غټ ګوزار بللی دی.
ایټالیا د البانیا له حکومت سره د یوه توافق له مخې، په دې هېواد کې د کډوالو د موقتي استوګنې لپاره دوه کمپونه جوړ کړي دي.
دا لومړی ځل و چې د اروپايي اتحادیې یو غړی هېواد د غیرقانوني مهاجرت د مخنیوي لپاره، کډوال د اتحادیې له ساحې بهر یوه بل هېواد ته لېږي.
د اسراییل صدراعظم د غزې او ایران په اړه د خبرو لپاره د امریکا له ولسمشر سره ویني
د اسراییل د صدراعظم دفتر وایي چې بینامین نتانیاهو به د دوشنبې په ورځ واشنګټن ته په سفر کې د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره په کتنه د غزې تړانګې، د یرغملو او همدارنګه له ایران سره د تړلو ټولو نیابتي ډلو په اړه خبرې وکړې.
د نوموړي دفتر متحدو ایالتونو ته د اسراییل د مشر دغه سفر تاریخي بللی او ویلي یې دي چې هغه د یوه بهرني هیواد لومړنی مشر دی چې ټرمپ له بیا ولسمشر کېدو وروسته ورسره ګوري.
ټاکل شوې دواړه مشران به د سې شنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې سره وګوري. په دې کتنه کې به
د فرانسپرس خبري آژانس د راپور له مخې په غزه کې د نافذ شوي اوربند له مخې د یرغملو د څلورم پړاو تبادلې له بشپړیدو وروسته د غزې د اوربند د دوهم پړاو په اړه خبرې اترې وشي.
نتانیاهو د یکشنبې په ورځ د منځنی ختیځ لپاره د امریکا د ولسمشر له استازي سټیو ویټکوف سره خبرې وکړې او موافقه یې وکړه چې خبرې اترې به هغه وخت پیل شي کله چې دوی په واشنګټن کې سره وګوري.
په غزه کې د نافذ شوي اوربند د ۴۲ ورځو لومړی پړاو راتلونکې میاشت پای ته رسیږي.
په دوهم پړاو کې د پاتې یرغملو د خوشې کولو او د جګړې د دایمي پای ته رسیدو مسایل شامل دي.