د ډالرو پر وړاندې د افغانیو بیه په داسې حال کې ۴ افغانۍ ښکته شوه چې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک تېره ورځ د ۲۵ میلیونو امریکایي ډالرو د لیلام خبره وکړه.
دا په داسې حال کې ده چې د کابل د شهزاده سرای د صرافانو د ټولنې د معلوماتو له مخې د یکشنبې په ورځ د یو امریکایي ډالرو بیه ۸۱ افغانیو ته رسېدلې وه.
د کابل په شهزاده سرای کې ځینو صرافانو ازادي راډیو ته وویل چې د ډالرو پر وړاندې د افغانیو بیه هر شېبه د بدلون په حال کې ده او ثابته بیه نه لري.
د کابل شهزاده سرای دوه صرافانو چې نه یې غوښتل په راپور کې یې نومونه خپاره شي، د دوشنبې په ورځ یې ازادي راډیو ته وویل:
«دا (ډالرو بیه) خو ساعت په ساعت بدلېږي، مثلا د تېرې یوې اونۍ په پرتله د ډالرو بیه کې یې لس افغانۍ تفاوت رامنځته کړی، دې حالاتو د خلکو لپاره ډېرې ستونزې رامنځته کړي دي.»
«په تېرو دوو اونیو کې د ډالرو پر وړاندې د لسو افغانیو په ارزښت بیه راټیټه شوې، له حکومته زما غوښتنه دا ده چې له نړیوالو او هغوی چې له هېواده بهر دي او ملګرو ملتونو سره یو مثبت تعامل ته سره ورسېږي کنه نو فکر نه کوم چې په افغانستان کې په بازار کې د ډالرو وېش د دې وضعیت مخه ونیسي.»
د دغو صرافانو په خبره، په تېره یوه اونۍ کې د امریکایي ډالرو پر وړاندې د افغانیو بیه بې ثباته شوې ده.
د ډالرو پر وړاندې د افغانیو بیه په داسې وخت کې ۴ افغانیو ته نږدې لوړه شوې چې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک تېره ورځ نن دوشنبې لپاره د ۲۵ میلیونو امریکایي ډالرو د لیلام اعلان وکړ.
د طالبانو د حکومت تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک له دې اعلان وروسته، د یو امریکایي ډالرو بیه چې مخکې ۸۱ افغانیو تبادله کېدل، نن دوشنبه په ۷۸ او ۵۵ افغانیو راښکته شوې وه.
د یادونې ده چې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک چارواکو د یکشنبې په ورځ د افغانیو د ثبات په اړه د صرافانو د اندېښنو د زیاتېدو له امله یوه ناسته هم ورسره ترسره کړه.
له دې سره ځینې اقتصاد پوهان وایي د طالبانو دا اقدام به په دامداره توګه پایله ورنه کړي.
د اقتصادي چارو پوه، آذرخش حافظي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:
«دا شونې نه ده چې د ډالرو په تزریق په مصنوعي او لنډمهاله توګه د ډالر ثبات وساتل شي، په دومداره توګه دا امکان نه لري، ځکه چې ډالر تل موجود نه وي چې تاسو باید هره اونۍ بازار ته ۳۰ یا ۴۰ میلیون ډالر داخل کړئ ترڅو اضافي افغانۍ راټولې کړئ، نو د یو متعارف او ځان بسیا اقتصاد لرلو لپاره د سوداګرو په واک کې د وارداتو لپاره د کافي پیسو شتون اساسي لاره ده.»
ښاغلی حافظي له افغانستان سره د بهرنیو مرستو بندېدل د ډالرو پر وړاندې د افغانیو د ارزښت د بدلون له لاملونو بولي.
د ډالرو پر وړاندې د افغانیو بیه په تېرو نږدې دوه اونیو په داسې حال کې راټیټه شوه چې امریکا د دغه هېواد د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ټاکنړ کې له بري وروسته یو شمېر هېوادونو د مرستو د بندېدو اعلان کړی دی.
د ډالرو پر وړاندې د افغانیو د بیو کمېدو په دې وروستیو کې په افغانستان کې د ځینو سوداګریزو توکیو پر بیو هم د پام وړ اغېز پرې ویستی دی.