خبرونه
د طالبانو حکومت په افغانستان کې د شطرنج لوبه تر نامعلومې مودې وځنډوله

د طالبانو حکومت په افغانستان کې د شطرنج لوبه تر نامعلومې مودې وځنډوله.
د طالبانو د سپورت څانګې ویاند اتل مشواڼي د دې لامل د شطرنج فدراسیون د مشرتابه پر کچه ستونزې او د دې برخې په اړه مذهبي ملاحظات وبلل.
ښاغلي مشواڼي د یکشنبې په ورځ (د می ۱۱مه) یوې ځايي رسنۍ ته وویل چې د شطرنج لوبې په اړه د دیني مطالعاتو ترسره کولو او د شطرنج فدراسیون د مشرتابه پر کچه د بې نظمیو له پای ته رسولو وروسته به د سپورت ادارې تر چتر لاندې د شطرنج لوبې د بیا پیلولو په اړه پریکړه وشي.
طالبانو نژدې څلور کاله مخکې په افغانستان کې د واک ترلاسه کولو راهیسې پر سپورت باندې ګڼ شمیر محدودیتونه لګولي دي.
په افغانستان کې ښځې او نجونې له سپورت څخه منع دي، او د بدن جوړونې لوبغاړي حق نلري چې د قضاوت کولو لپاره د سیالیو په جریان کې داورانو او لیدونکو ته خپلې پښې وښيي.
طالبانو د تېر کال په سپتمبر میاشت کې پر فري سټایل ورزشونو هم بندیز ولګاوه.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
پولنډ ویلي چې په کراکو کې به د روسیې کونسلګري وتړي

پولنډ ویلي چې په کراکو کې به د روسیې کونسلګري وتړي.
مخکې له دې، پولنډي چارواکو ویلي و چې دوی داسې شواهد ترلاسه کړي دي چې ښیي د روسیې پټې ادارې په هغه لویه اورلګېدنه کې ښکیلې وې چې د ۲۰۲۴ کال په می میاشت کې یې په وارسا کې یو سوداګریز مرکز ویجاړ کړ.
د پولنډ د بهرنیو چارو وزیر رادوسلاو سیکورسکي دا اقدام تخریبي وباله.
د اوکراین له جګړې راهیسې د روسیې او پولنډ تر منځ اړیکې سختې ترینګلې شوې دي، چې وارسا مسکو په تخریب او سایبري بریدونو تورن کړی دی. هغه تورونه چې روسیې رد کړي دي.
روسیې دا پریکړه "د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو پر وړاندې قصدي عمل" بللی او د متقابل غبرګون ژمنه یې کړې ده.
پولنډ مخکې د ورته دلایلو له امله په پوزنان کې د روسیې کونسلګري تړلې وه.
امریکا او چین د متقابلو تعرفو د کمولو لپاره موافقې ته رسېدلي

امریکا او چین د دوشنبې په ورځ وویل چې دوی د متقابلو تعرفو د پام وړ کمولو لپاره یوې موافقې ته رسیدلي دي.
امریکا او چین د دوشنبې په ورځ وویل چې دوی د متقابلو تعرفو د پام وړ کمولو لپاره یوې موافقې ته رسیدلي دي.
واشنګټن او بیجنګ هڅه کوي چې هغه سوداګریزه جګړه پای ته ورسوي چې نړیوال اقتصاد یې ګډوډ کړی او مالي بازارونه یې لړزولي دي.
د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بیسنټ په ژنیو کې د چینایي چارواکو سره له خبرو اترو وروسته خبریالانو ته وویل چې دواړه خواوې د ۹۰ ورځو لپاره د اقداماتو د درولو په خاطر موافقې ته رسیدلي دي.
د حاجیانو لومړۍ الوتکه تېر ماښام د کندهار ولایته والوته

د طالبانو د ترانسپورت او هوايي چلن وزارت ویلي چې د حاجیانو لومړۍ الوتکه تېر ماښام د کندهار ولایت له احمد شاه بابا نړیوال هوايي ډګره والوته.
د وزارت په اعلامیه کې چې په ایکس ټولنیزه شبکه خپره شوې، ویل شوي چې له جنوب لویدیځې سیمې ۳۴۶ حاجیان په دې الوتکه کې د حج د مراسمو ترسره کولو لپاره سعودي عربستان ته لیږل شوي دي.
تر دې مخکې د طالبانو د ارشاد، حج او اوقافو وزارت ویلي و چې د افغانستان د شمالي زون سلګونو حاجیان د مولانا جلال الدین محمد بلخي نړیوال هوايي ډګر څخه سعودي عربستان ته لیږل شوي دي.
ټاکل شوې ده چې د سږ کال د حج په مراسمو کې د ګډون لپاره له بېلابېلو ولایتونو تر ۳۰۰۰۰ پورې افغان حاجیان سعودي عربستان ته واستول شي.
افغان بوکسران د آسیا په جام کې د ګډون لپاره کولمبو ته ولاړل

د افغانستان د سوکوهنې د فدراسیون یوه اوه کسیزه ډله د آسیا د سوکوهنې په جام کې د ګډون لپاره پرون (د غويي ۲۱مه) سریلانکا ته ولاړه.
د افغانستان د سوکوهنې فدراسیون پر خپله فیسبوکپاڼه په یوه بیان کې لیکلي دي چې په دې پلاوي کې پنځه بوکسران او دوه روزونکي شامل دي.
افغان بوکسران، فردوس نجیبي، مجتبی شریفي، عبدالله قیومي، عمان هوتک او مبصر قاطع به په دریو وزني کټګوریو کې سیالۍ وکړي.
د آسیا د سوکوهنې سیالۍ د ۲۵ هېوادو د سلګونه ورزشکارانو په ګډون د شنبې په ورځ د سریلانکا په پلازمېنه کولمبو کې پیل شوې او د روانې مې میاشتې تر ۲۴ نېټې پورې به دوام وکړي.
په متحدوایالتونو د درملو د بیو د کمېدو فرمان نافذېږي

ولسمشر ډونالډټرمپ وايي، ډېرژر به په امریکا کې د هغو درملو د بیو د کمېدو فرمان لاسلیک کړي چې د نسخې په اساس ورکول کېږي.
ټرمپ پرون (د غويي ۲۱مه) پر ټروت ټولنیزې شبکې په یوه بیان کې وویل چې د دې درملو په بیو کې به له ۳۰ تر ۸۰ سلنې پورې کموالی راشي. دی زیاتوي چې په دې اړه اجرایي فرمان به نن د واشنګټن په وخت د سهار په نهو بجو نافذ شي.
د امریکا ولسمشر وايي، د دې پالیسۍ هدف دا دی چې په امریکا کې د درملو بیې له نورو هېوادونو سره یو شان شي.
حوثي ډله وايي چې اسراییلو د یمن پر حدیدې ښار برید کړی دی

اسراییلو یوځل بیا د یمن پر حُدیده بندر برید کړی دی. دا خبر پرون د حوثیانو د کورنیوچارو وزارت ورکړ.
د اسراییلو پوځ پرون له دې مخکې د حوثیانو تر ولکې لاندې د دریو سیمو خلکو ته خبرداری ورکړی و، چې له خپلو سیمو ووځي.
اسراییل د راس عیسا، حدیده او صالیف سیمو اوسېدونکو ته وویل چې ایران پلوه حوثي ډله له دې بندرونو کار اخلي، خو د سبا په نوم د حوثیانو تر ادارې لاندې د دولتي خبري آژانس مشر نصرالدین امر د یمن پر بندرونو د اسراییل د حملې په اړه راپورونه رد کړل.
اسراییلو تراوسه د دې برید په اړه څه نه دي ویلي.
د اسراییلو د تازه حملې خبر څو ورځې وروسته له هغه ورکول کېږي چې د حوثي ډلې له خوا د اسراییلو پر لور یو ویشتل شوی توغندی شنډ شو.
دا په داسې حال کې ده چې په پام کې ده د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ په روانه اونۍ کې منځني ختیځ ته سفر وکړي.
په پېښور کې یوې چاودنې پولیسو ته مرګ ژوبله اړولې

په خیبرپښتونخوا ایالت کې د پاکستاني پولیسو موټر ته نژدې د یوې چاودنې په نتیجه کې دوه پولیس وژل شوي او درې نور ټپیان دي.
اسوشیتیدپریس خبري آژانس د یوه سیمه ایز امنیتي چارواکي مسعودخان له قوله خبر ورکړی چې دا چاودنه د پېښور ښار یوه بازار ته نژدې شوې ده.
د دې برید پړه تراوسه کومې ډلې نه ده منلې خو دې ته د ورته پخوانیو حملو پړه د پاکستاني طالبانو تحریک یا ټي ټي پي منلې ده.
د هېواد په ۱۷ ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو اټکل کېږي

د هېواد د هواپېژندنې ادارې د اټکل له مخې نن (د غويي ۲۲مه) د هېواد په ۱۷ ولایتونو کې د بارانونو د ورېدو او سېلابونو د راوتلو امکان شته.
د طالبانو د حکومت د ترانسپورت او هوايي چند وزارت پرون په یوه بیان کې وویل چې په بدخشان، تخار، نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، کابل، پکتیا، خوست، لوګر، پنجشېر، کاپیسا، پروان، بغلان، بامیان، غزني او میدان وردګو ولایتو کې د سختو بارانونو، تالندې او بریښنا او ناڅاپي سېلابونو اټکل کېږي.
خبرپاڼه زیاتوي چې په بېلابېلو سیمو کې د بارانونو کچه به د ۱۰ او ۳۰ میلیمترو ترمنځ وي. د وړاندوینې له مخې په لویدیځو، جنوبي، جنوب ختیځو، ختیځو او مرکزي ولایتونو کې د سخت بادونو امکان هم شته چې سرعت به یې په ساعت کې د ۵۰ او ۸۰ کیلومترو ترمنځ وي.
د هېواد په ځینو ولایتونو، له هغې ډلې په ننګرهار ولایت کې تېره اونۍ هم سخت بادونه ولګېدل چې زیانونه یې هم واړول. د دې بادونو په نتیجه کې په ننګرهار کې یو تن مړ او ۳۲ تنه نور ټپیان شول.
په ننګرهار کې د طالبانو د سیمه ایزو چارواکو په وینا د دې توپانونو له کبله د مخابراتي شبکو دوه ستنې او لسګونه ونې ونړېدې او د سولري بریښنا هندارو ته هم زیان واوښت.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر له امریکا سره د اټومي خبرو اترو په څلورم پړاو کې د ګډون لپاره عمان ته لاړ

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي نن یکشنبه (د غویي ۱۹مه) د عمان پلازمینې مسقط ته سفر وکړ ترڅو د ایران او امریکا ترمنځ د اټومي خبرو اترو په څلورم پړاو کې ګډون وکړي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي نن یکشنبه (د غویي ۱۹مه) د عمان پلازمینې مسقط ته سفر وکړ ترڅو د ایران او امریکا ترمنځ د اټومي خبرو اترو په څلورم پړاو کې ګډون وکړي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي وویل ، چې خبرې به د یکشنبې په ورځ په ځايي وخت د غرمې په ۱۲ بجو پیل شي.
د منځني ختیځ لپاره د امریکا استازی او د امریکا لوړ پوړی مذاکره کوونکی استیف ویټکاف په یوه مرکه کې وویل، چې د واشنګټن دریځ د ایران د « د یورانیموغني کولو » بشپړ درول دي. د هغه په وینا، ایران باید خپل اټومي پروګرام، چې پکې د نطنز، فردو او اصفهان کلیدي تاسیسات شامل دي، له منځه یوسي.
ښاغلي ویټکاف زیاته کړه، که د یکشنبې ورځې بحثونه مثبتې پایلې ونه لري، نو دوی باید بدیل لارې ولټوي.
هغه خبرداری ورکړ چې په عمان کې د پرمختګ نشتوالی کولی شي د خبرو اترو اوسنی بهیر پای ته ورسوي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر انسو د خپل هیواد د یورانیمو غني کولو څخه د لاس اخیستلو او د ایران د اټومي پروګرام د له منځه وړلو امکان رد کړ.
عباس عراقچي عمان ته له سفر وروسته وویل چې که د واشنګټن هدف دا وي چې ډاډ ترلاسه شي چې تهران اټومي وسلې ترلاسه کوي نه ، نو له متحده ایالاتو سره به یوه موافقه وشي.
د اوکراین ولسمشر: له روسیې سره د اوربند مستقیمو خبرو ته چمتو یو

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلنسکي وايي، د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د اوربند په خاطر د لیدو لپاره چمتو دی.
زلنسکي زیاته کړې چې د جګړې پای ته رسولو په خاطر د مستقیمو خبرو اترو لپاره د مسکو غوښتنه "مثبته" بولي.
زلنسکي د می په ۱۱مه وویل چې دا "یوه مثبته نښه ده چې روسانو بالاخره د جګړې د پای ته رسولو په اړه غور پیل کړی دی او په وینا یې دې لور ته لومړی ګام اوربند و.
پوتین څو ساعته مخکې په مسکو کې په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې د اروپایي مشرانو او اوکراین دا غوښتنه له پامه وغورځوله چې د اوکراین په جګړه کې دې ۳۰ ورځنی چټک اوربند وکړي او پرځای یې وړاندیز وکړ چې له کیېف سره"پرته له قید او شرطه" د سولې مستقیمې خبرې اترې غواړي چې احتمالاً د می په ۱۵مه به په استانبول کې وي.
د اوربند غوښتنې ته په مستقیم ډول پرته له غبرګونه، پوتین د سولې خبرو اترو د "بیا پیلولو" وړاندیز وکړ چې د ۲۰۲۲ کال په اپریل کې د روسیې او اوکراین تر منځ ترسره شوې وې. دا یو څو اوونۍ وروسته له هغه و چې روسیې په فبرورۍ میاشت کې پر خپل ګاونډي - اوکران -بشپړه یرغل وکړ.