آسیه، د کابل یوه اوسېدونکې چې انګریزي ژبه په انلاین ډول زده کوي او وايي چې د طالبانو له خوا د نجونو په مخ د پوهنتونونو تر تړلو مخکې یې د ماسټرۍ په کچه زده کړې کولې.
هغې ازادي راډیو ته وویل، اوس تصمیم لري چې خپله ماسټري له افغانستانه بهر وکړي:
«ما د ماسټرۍ دوه سمستره په پیام نور پوهنتون کې ولوستل، خو وروستیو بدلونونو مې ټول زحمتونه بېګټې کړل. اوس انګلیسي وایم چې تر راتلونکي کاله پورې د تافل سند واخلم او د جرمني یا د بریتانیا د چوېننګ بورسیو ته غوښتنلیک ورکړم او له هغو محدودیتونو څخه ځان خلاص کړم چې اوسني حکومت پر ښځو لګولي دي.»آسیه - د ماسترۍ دورې پخوانۍ محصله
طارق، د کابل یو بل اوسېدونکی او د افغان-جرمن کورس زده کوونکی وايي چې د جرمني ژبې په زده کړې سره غواړي د تحصیلي بورسونو او کاري ویزو ترلاسه کولو لپاره خپل چانس وازمويي.
هغه ازادي رادیو ته وویل:
«زه شپږ میاشتې کېږي چې جرمني ژبه زده کوم ځکه چې جرمني ته د تګ اراده لرم. کله چې مې د جرمني ژبې زده کړه بشپړه کړه او د B1 سند مې ترلاسه کړ، غواړم د جرمني لپاره کاري او تحصیلي ویزو ته غوښتنلیک ورکړم او له افغانستان څخه ووځم.»
د دویچهوله د راپور له مخې، د جرمني حکومت د ۲۰۲۴ کال د جون له لومړۍ نېټې څخه د جرمني ژبې د B1 ژبې سند د درلودلو په شرط د نورو هېوادونو د وګړو لپاره ګڼ کاري فرصتونه برابر کړي.
دا کار د دې لامل شوی چې هر کال په ډېر شمیر سره خلک دې هېواد ته د کډوال کېدو لپاره اقدام وکړي.
د جرمني د کورنیو چارو وزیرې نانسي فایزر، ویلي دوی دا تضمینوي چې کارګران، په ځانګړي ډول ماهر کارګران، جرمني ته راتلی شي.
په ورته وخت کې د افغان-جرمن په نوم د بهرنیو ژبو د کورس مسئول خیرالله شهریار، وايي په دې وروستیو کې د بهرنیو ژبو زده کړې ته د خلکو لېوالتیا زیاته شوې ده.
نوموړی وايي دا زده کوونکي تر ډېره غواړي چې د ژبې له زده کړې وروسته له هېواده بهر زده کړې وکړي او یا کار پیدا کړي.
«نجونې او هلکان دې ته ډېر لېواله دي چې له افغانستانه بهر زده کړې وکړي. د انګلیسي او جرمني ژبو په څېر د بهرنیو ژبو زده کوونکي ورځ تر بلې ډېرېږي. له بده مرغه، د نجونو لپاره د زده کړو ځای نه شته، له همدې امله ډېری یې انلاین زده کړې کوي.»
په کابل د ستانفورد په نوم د بهرنیو ژبو د کورسونو مسئول ذبیحالله سادات هم وايي چې مخکې به ډېری کسانو د په افغانستان دننه په بهرنیو موسسو د کار لپاره د ژبو د زده کړې لپاره دوی ته مراجعه کوله، خو اوس په خبره یې دا کار د کډوال کېدو او له هېواده د وتلو لپاره کوي:
«د زده کوونکو هدف یوازې دا دی چې هېواد پرېږدي او په یوه بهرني هېواد کې پناه واخلي. د همدې لپاره بهرنۍ ژبې زده کوي، په داسې حال کې چې مخکې یې د کار لپاره ژبې زده کولې.»
د زده کړو د برخې یو شمیر کارپوهان په دې باور دي چې د اقتصادي او سیاسي پیچلو شرایطو له امله افغان ځوانان داسې احساسوي چې په هېواد کې دننه د کاري او تحصیلي فرصتونو کچه محدوده شوې ده، نو له همدې امله په نورو هېوادونو کې د فرصتونه په لټه کې دي.
د زده کړو د برخې یو فعال فردین فرهمند ازادي رادیو ته وویل چې ځوانان، په ځانګړي ډول نجونې، ناهیلې شوي او فکر نه کوي چې په دغه هیواد کې دې نور تحصیلي او کاري راتلونکې ولري:
«له بده مرغه، د جمهوري نظام له سقوط وروسته او د ډېرو کاري فرصتونو په له منځه تلو سره، افغان ځوانانو چې د هېواد تر ټولو مهم کاري قشر جوړوي په بېلابېلو پلمو له هېواده وځي، دا پلمې که تعلیمي وي، کاري وي، یا ټولنیزې او اقتصادي او که د ځوانانو دا تېښته قانوني وي که غیرقاچاقي، د افغانستان لپاره ستر ضربه ده او د افغانستان د پرمختګ او پرمختیا په وړاندې خنډ دی.»
پر افغانستان د طالبانو له بیاځلي واکمنېدو وروسته له شپږم ټولګي څخه پورته ښوونځي، پوهنتونونه، او ان طبي انستیتوتونه د نجونو پر مخ تړل شوي دي، په ډېرو دولتي ادارو او ټولو نادولتي مؤسسو کې له کار کولو څخه منع شوي او د هغوی د ټولنیز ژوند پر بېلابېلو برخو هم پراخ محدودیتونه لګول شوي دي.
دغه شان په تېرو دریو کلونو کې لسګونه زره افغانان د بېلابېلو لاملونو، په ځانګړي ډول امنیتي او اقتصادي ستونزو له امله، په قانوني او غیرقانوني ډول د افغانستان ګاونډیو هېوادونو، ترکیې او اروپايي هېوادونو ته تللي دي.