د سعودي عربستان د فوټبال الهلال کلپ د برازیلي فوټبال ستوري نیمار سره د دوه اړخیزې موافقې پر اساس د نوموړي تړون پای ته رسېدلی اعلان کړی دی.
په دې تړاو د موافقې جزییات نه دي خپاره شوي. نیمار، چې مخکې د بارسلونا او پاریس سینت جرمن لپاره لوبېدلی، د الهلال لپاره یوازې اووه لوبې کړي، یو ګول یې وهلی او دوه ګولونه یې پاس کړي دي.
الهلال کلپ پرون (د جنورۍ ۲۷مه) پر خپلو ټولنیزو پاڼو په یوه بیان کې له نیمار څخه مننه وکړه او د نوموړي د خدماتو ستاینه یې وکړه. یاد ستوری د ۲۰۲۳ کال په اګست میاشت کې د ۹۴ میلیون ډالر په بدل کې له سینت جرمن څخه الهلال ته انتقال شوی و.
۳۲ کلن نیمار د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر میاشتې راهیسې د ټپونو له کبله له لوبو څخه لرې و. هغه د هغې لوبډلې برخه و چې د سعودي عربستان د فوټبال د تېر فصل لیګ یې ګټلی و.