په افغانستان کې د کړکېچونو له پلوه ماشومانو ته د ور پېښو خطراتو تر ټولو وروستۍ بېلګه تېره اوونۍ په برمل او ډنډ پټان کې د پاکستاني جټ الوتکو بمباري ده.
په هغو بریدونو کې چې لږ تر لږه ۵۲ تنه پکې وژل شوي د یونیسف د جنوبي اسیا څانګې د معلوماتو له مخې یواځې شل تنه یې ماشومان دي.
د یونیسف اجرايي مشرې کاترین روسېل په یوه بیان کې ویلي: «له هره پلوه ۲۰۲۴ کال په تاوتریخوالي کې د ایسارو ماشومانو لپاره د یونیسف په تاریخ کې تر ټولو بد کال وو هم د اغېزمنو شویو ماشومانو د شمېر له مخې او هم د هغوی په ژوند د اغېزو د اندازې له لحاظه»
اغلې روسېل زیاته کړې چې : « په جنګ ځپلي/کړکېچن زون کې د یو ماشوم لویول له ښوونځي د محرومیت، خوارځواکۍ او اکثر د بې کوره کېدو له خطر سره مخ وي نسبت هغه ماشوم ته چې په یوه ارامه ځای کې اوسیږي. دا باید یو نوی نورمال نه شي.»
یونیسیف د ۲۰۲۴ کال په اړه د راپور په سر کې د هغه افغان ماشوم عکس خپور کړی چې له خپل ګډ شوي کور سره ولاړ دی. دا عکس د غور ولایت د یوه ۹ کلن ماشوم دی چې څو میاشتې مخکې یې سېلونو کور ونړاوو او دی او کورنۍ یې بې سرپناه پاتې شول.
د ماشومانو د وضعیت په اړه د یونیسیف په څېړنه کې راغلي په ټوله نړۍ کې د هغو ماشومانو شمېر مخ په زیاتېدو دی چې حقونه یې تر پښو لاندې شوي.
د ماشومانو مرګژوبله، له ښوونځیو او ژوند ژغورونکو واکسینو د هغوی محرومیت او شدیده خوارځواکي هغه عمده مساییل یاد شوي چې ۲۰۲۴ کال یې تر بل هر وخت زیات په نړۍ کې د ماشومانو ژوند ته خطر پېښ کړی وو.
د یونیسف د راپور په اساس ۲۰۲۴ کال ۵۲ میلیونه ماشومان په جنګ ځپلو او کړکېچنو هېوادونو کې له ښوونځیو محرومه وو.
په راپور کې جنګ ځپلې غزه،اوکرایین،کانګو او سوریه د بېلګې په توګه یاد شوي چې کړکېچونو او جګړو یې ښوونځي ور ړنګ کړي او ماشومان د جنګ له لاسه له ښوونځیو محرومه دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت یوناما څه وخت مخکې اعلان کړه چې لږ تر لږه ۵ میلیونه افغان ماشومان چې لویه برخې یې نجونې دي له تعلیم محرومه دي.
د کړکېچ او طبیعي پېښو له امله بې کوره کېدل او له هېواده کډوالي هم هغه څه دي چې افغان ماشومان پکې ډېر زیانمن شوي.
افغانستان د اوکرایین او سوریې تر څنګ له هغو دریو هېوادونو دی چې د ماشومو کډوالو په سر کې دي.
د طالبانو په بیا واکمنېدو لکونه کسان له افغانستانه ووتل او د کډوالۍ لارې یې ونیولې چې د پام وړ شمېر ماشومان هم پکې دي.
د یونیسیف په یوه راپور کې د هغو کډوالو ماشومانو یوه بېلګه راوړل شوې چې د افغانستان په شمول له خپلو اصلي هېوادونو کډه شوي. له دې ډلې د افغان ماشومانو او تنکیو ځوانانو په شمول لږ تر لږه ۴۰۰۰ تنو ۲۰۲۴ کال په بلغاریه کې د پناه غوښتنه کړې چې شپیته فیصده یې کورنۍ او سرپرستان نه لري.