د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۳

په کندهار کې د ماشومانو خوارځواکي مخ پر زیاتېدو ده


د کندهار میرویس روغتون
د کندهار میرویس روغتون

په کندهار کې ټیټ اقتصادي وضعیت، بې کارۍ او د کافي خوړو نشتوالي د ماشومانو او میندو خوارځواکي زیاته کړې ده.

د کندهار د میرویس حوزوي روغتون د ماشومانو په څانګه کې اوسمهال لسګونو کوچنیان د شدیدې خوارځواکۍ له امله بستر دي.

عایشه، چې خپل پنځه میاشتنی لمسی یې د میرویس روغتون د ماشومانو څانګې ته راوستلی دی، په ژړغوني ږغ وايي: د بې وزلۍ له کبله نه شي کولی د ماشوم لپاره شیدې برابرې کړي.

عایشه زیاتوي: “دا مومن له مور څخه دوه شپې وروسته پاتې شو، مور یې وفات شوه. اوس دی زما غاړې ته لوېدلی دی. زه ورته بارتنګ، پخې اوبه یا تورې چای ورکوم. د شیدو قدرت نه لرو. ځکه پلار یې په ښاروالۍ کې په پنځه زره افغانۍ معاش کار کوي.”

د کندهار په میرویس روغتون کې یوه ښځه له خپل کوچني سره چې په خوارځواکۍ اخته دی
د کندهار په میرویس روغتون کې یوه ښځه له خپل کوچني سره چې په خوارځواکۍ اخته دی

د زابل ولایت د ښارصفا ولسوالۍ اوسېدونکې بخت بي بي چې خپل زوی یې د کندهار په میرویس روغتون کې بستر کړی دی، وايي، زوی یې ضعیف دی او وده نه کوي.

د دې په وینا د مېړه مزدوري یې د کوچني اړتیاوو پوره کولو لپاره کافي نه ده.

بخت بي بي زیاتوي: “شیدې نه لرم، ماشوم مې له زوکړې وروسته وده نه کوي. یو ځل مي کلینک ته بیولی و، هغوی وویل چې دا کمزوری دی. له خوارۍ او مجبورۍ مې میرویس روغتون ته راوړ.”

روغتیايي وضعیت او رسمي شمېري:

د میرویس روغتون د ماشومانو څانګې مشر ډاکټر هدایت الله حکیمي وايي:

“په تېره میزان میاشت کې موږ ته ۱۲۸۴ ماشومان راوړل شوي، چې له دې ډلې ۱۲۵ بستر شوي او پنځه یې مړه شوي دي.”

د کندهار میرویس روغتون
د کندهار میرویس روغتون

په ورته وخت کې د میرویس روغتون د ثبت څانګې مسؤل ډاکټر محمد اشرف کیهان وایي، په تېرو شپږو میاشتو کې ۵۵۰۹ ماشومان په خوارځواکۍ اخته ،دې روغتون ته راوړل شوي دي ،چې له دې شمېر ۱۲۸۵ ماشومان په شدید حالت کې بستر شوی دی.

ډاکټر محمد اشرف کیهان زیاته کړه:“په تېرو شپږو میاشتو کې میرویس روغتون ته ۵۵۰۹ په خوارځواکۍ اخته ماشومان راوړل شوي، چې ۱۲۸۵ یې په شدید حالت کې بستر شوي دي.”

د سره صلیب نړیوالې کمېټې د ۲۰۲۴ کال د اکتوبر په ۲۱مه ویلي وه، چې په افغانستان کې درې میلیونه او ۲۰۰ زره ماشومان او ۸۴۰ زره میندې په خوارځواکۍ اخته دي.

د کندهار په میرویس روغتون کې په خوارځواکۍ اخته یو کوچنی
د کندهار په میرویس روغتون کې په خوارځواکۍ اخته یو کوچنی

د دې کمیټې د راپور پر اساس له دې شمېر څخه ۱.۷ میلیونه ماشومان د شدیدې خوارځواکۍ له امله له مړینې او د ادراکي کمزورتیا له خطر سره مخامخ دي.

په افغانستان کې خراب اقتصادي وضعیت، بې کاري، د نړیوالو مرستو کموالی او وچکالي د دې ستونزې اصلي لاملونه بلل کیږي.

  • 16x9 Image

    محمد صادق رښتينى

    صادق رښتینی (په انګرېزۍ کې: Sadiq Rishtinai) د ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال دی، چې د افغانستان له جنوبي ولایتونو راپورونه ورکوي. 

    نوموړی له ۲۰۱۰م کال راهیسې له ازادۍ راډیو سره کار کوي. 

XS
SM
MD
LG