د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۴

یو امریکایي پلاوي لسیزه وروسته سوریې ته سفر کړی دی


د سوریې په پلازمینه دمشق کې د امریکايي پلاوي موټرې چې د څلور ستورو هوټل څخه د ووتو په حال کې دي
د سوریې په پلازمینه دمشق کې د امریکايي پلاوي موټرې چې د څلور ستورو هوټل څخه د ووتو په حال کې دي

د منځني ختیځ په چارو کې د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت همکارې باربارا لیف (Barbara Leaf)، د سوریې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي ډانیل روبینشټین (Daniel Rubinstein) او د امریکايي یرغمل شویو په اړه د مذاکرو په چارو کې د ولسمشر جو بایډن د حکومت لوړ رتبه استازي راجر کارسټنس (Roger Carstens) د جمعې په ورځ د سوریې په پلازمېنه دمشق کې د هغه هېواد د لنډمهاله ادارې له مشرانو او د مدني ټولنې له استازو سره وکتل.

چارواکو په دې اړه اسوشېټېډ پریس خبري اژانس ته معلومات ورکړي دي، خو د دغو کتنو په اړه نور جزئیات نه دي خپاره شوي.

د نامشخصو امنیتي ملحوظاتو له مخې د دغو چارواکو پلان شوی خبري کنفرانس پرون لغو شو.

لیف او د امریکايي پلاوي نورو غړو په دمشق کې د څلورو ستورو له هوټل څخه پرون بې له دې چې خبریالانو ته معلومات ورکړي ووتل.

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ویلي، په سوریه کې د تري تم شوي امریکايي خبریال اسټین ټایس د برخلیک په باب نور معلومات ترلاسه کول، د اقلیتونو حقونه او ټروریزم ته نه ویل د دغه پلاوي د بحثونو په اجنډا کې شامل موضوعات وو.

په سوریه کې د تري تم شوي امریکايي خبریال اسټین ټایس د برخلیک معلومول، د اقلیتونو د حقونو ساتنه او ټروریزم ته نه ویل
امریکایي پلاوی

د جو بایډن ادارې ویلي، د سوریې له نوي حکومت څخه د امریکا د ملاتړ لپاره دغه موارد مهم دي.

دمشق ته د امریکايي پلاوي تر رسېدو مخکې، د امریکا پوځ وویل، د پنج شنبې په ورځ یې د سوریې په شمال ختیځ کې هوايي حملې کړي او د اسلامي دولت ډلې یا داعش یو مشر او یو بل وسلوال یې وژلي دي.

د امریکا مرکزي قوماندانۍ ویلي، دا بریدونه پر هغه ساحه شوي چې پخوا د سوریې د پرځول شوي حکومت تر کنټرول لاندې وه.

دغې قوماندانۍ زیاته کړې، دا عملیات د روانو هڅو یوه برخه ده چې د اسلامي دولت ډلې د یاغیانو مخه ونیسي، څو په سوریه کې له روان وضعیت څخه د ځان په ګټه کار وانخلي او د داعش د ۸۰۰۰ بندیانو د خوشې کېدو لپاره یې هم هڅې شنډې شي.

د داعش دغه بندیان د هغو کرد ځواکونو په توقیف کې دي، چې د امریکا له متحدو ایالتونو سره شراکت لري.

د منځني ختیځ په چارو کې د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت همکارې باربارا لیف په مشرۍ پلاوی، د امریکايي ډیپلوماتانو لومړۍ ډله ده چې تر یوې لسیزې زیاته موده وروسته په رسمي ډول سوریې ته سفر کوي.

د امریکا متحدو ایالتونو په ۲۰۱۲م کال کې په دمشق کې خپل سفارت وتاړه.

خو له هغې راهیسې د امریکا محدود شمېر ډیپلوماتان په سوریه کې له پوځي واحدونو سره د سیاسي سلا مشورې په نقش کې موظف وو.

XS
SM
MD
LG