د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۸ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۲

د بشارالاسد د حکومت پای ته رسېدل او پر روسيه يې اغېزې


سوريه چې په چټکۍ سقوط شوه، نن سهار د دغه هېواد ولسمشر هم وتلی او يو نامعلوم ځای ته تللی
سوريه چې په چټکۍ سقوط شوه، نن سهار د دغه هېواد ولسمشر هم وتلی او يو نامعلوم ځای ته تللی

کله چې ولادیمیر پوتین شاوخوا ۲۵ کاله وړاندې د روسیې د ولسمشر په توګه دنده پیل کړه، د هغه له کلیدي موخو څخه یوه دا وه چې د مسکو نړیوال حیثیت بېرته راژوندی کړي.

په سوریه کې د کورنۍ جګړې پر مهال د روسیې مداخله د دې پیغام د ورکولو لپاره وه چې، دغه هېواد لا هم د نړیوالو معادلو یو پیاوړی لوبغاړی دی.

مسکو د سوریې په بحران کې د مداخلې له لارې هڅه وکړه چې خپل نفوذ په منځني ختیځ او نورو سیمو کې پراخ کړي او ځان د لوېدیځ په وړاندې د احتمالي سیال په توګه معرفي کړي.

خو د بشارالاسد د رژیم سقوط، چې د مسکو یو له اصلي متحدانو څخه ګڼل کېده، کولی شي د روسیې ستراتېژیکې موخې په جدي ډول کمزورې کړي.

په سوریه کې د روسیې پوځي اډې

په سوریه کې د روسیې د دوو مهمو پوځي اډو شتون د دې هېواد لپاره حیاتي دی.

د حمیمیم هوايي اډه او د طرطوس سمندري اډه هغه تاسیسات دي چې روسیې ته د مدیترانې سمندرګي د لاس‌رسي امکان ورکوي او د سیمې په کچه د مسکو د ځواک یوه کلیدي وسیله ګڼل کېږي.

له نویو ننګونو سره مخامخ‌تیا

په ۲۰۱۵ کال کې په سوریه کې د روسیې پوځي مداخله د دې جګړې لپاره یو مهم بدلون و.

د مسکو سختو هوايي بریدونو د بشار اسد د رژیم د ځواکونو د ځینو سیمو په کنټرول کې مرسته وکړه.

د ۲۰۲۲ په فبرورۍ کې په اوکراین کې د روسیې پراخ برید وروسته، د سوریې لپاره د مسکو اهمیت نور هم زیات شو.

د احتمالي پایلو پیغامونه

کارپوهان خبرداری ورکوي چې که روسیه په سوریه کې خپلې پوځي اډې له لاسه ورکړي، نو دا به د مسکو لپاره یوه ستراتېژیکه ماتې وي.

همدارنګه، دا به د روسیې نړیوالې ادعاګانې زیانمنې کړي او ممکن نور هېوادونه، لکه د لاتینې امریکا او افریقا هېوادونه، د روسیې په اړه خپلې اړیکې له سره و ارزوي.

XS
SM
MD
LG