د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۸ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۲

ملګري ملتونه: په سوریه کې د واک سیاسي لېږدېدو ته بېړنۍ اړتیا شته؛ وسله‌وال د پلازمېنې لمنو ته رسېدلي


د سوریې وسله‌وال یاغیان په حمص کې لیدل کېږي.
د سوریې وسله‌وال یاغیان په حمص کې لیدل کېږي.

د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی وایي، په سوریه کې تر بل هر وخت په منظم ډول د واک سیاسي لېږدېدو ته بېړنۍ اړتیا شته.

ګیر پیدرسن نن په دوحه کې نړیوالې غونډې ته په وینا کې ټینګار وکړ چې په سوریه کې باید د وینې د بهېدو مخه ونیول شي.

د جګړو له ډګره تازه خبر دا دی چې اسوشېټېډپرېس اژانس خبر ورکړ چې د سوریې د حکومت مخالف وسله‌وال د پلازمېنې دمشق لمنو ته رسېدلي دي.

د سوریې د حکومت وسله‌وال مخالفین چې اوسمهال د پلازمېنې دمشق لمنو ته رسېدلي دي.
د سوریې د حکومت وسله‌وال مخالفین چې اوسمهال د پلازمېنې دمشق لمنو ته رسېدلي دي.

د حکومت د مخالفو وسله‌والو یوه قوماندان وویل چې وروسته تر دې چې همدا سیمې په ۲۰۱۸م کال کې یعنې شپږ کاله مخکې د سوریې حکومتي ځواکونو ونیولې اوس بیا دوی نیولي دي.

د دمشق یوه اوسېدونکي اسوشېټېډپرېس اژانس ته وویل چې د پلازمېنې په لارو کوڅو او واټونو کې پوځیان لیدل کېږي، اکثر دوکانونه بند دي او خوراکي مواد په خلاصېدو دي.

د سوریې د حکومت اکثر ځواکونه د دغه هېواد له جنوبي سیمو نن ووتل.

لبنان ویلي چې له سوریې سره یې خپلې ټولې لارې تړلي، اردن هم له سوریې سره د خپلو سرحدونو د بندېدو خبر ورکړ.

په دې ترڅ کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف نن د قطر په پلازمېنه کې وویل چې "باید اجازه ورنه کړو چې سوریه د ترهګرو یاغیانو لاسونو ته ولوېږي."

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف

بل لور ته د امریکا د متحد ایالتونو منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ نن په خپله خواله رسنۍ "روت سوشل" کې ولیکل چې متحد ایالتونه باید د سوریې په شخړو کې مداخله ونه کړي، ځکه چې دا جګړه د امریکا نه ده.

منتخب ولسمشر ټرمپ زیاته کړه، که روسیه له سوریې څخه ووځي دا به د دوی په خیر وي، ځکه چې په سوریه کې د روسیې لپاره زیاته ګټه نه وه.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG