د بښنې نړیوال سازمان لهدې امله اندېښنه ښودلې چې، نړیوالې ټولنې طالبان ځواب ویونکي نهدي ګرځولي او پهدې کار کې پاتې راغلې.
دې سازمان د (نومبر ۲۷مه) د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پر ضد د ۱۶ ورځني کمپاین په درېیمه ورځ پر خپله ایکسپاڼه (پخواني ټویټر) کې د غوښتنلیک په خپرولو سره له خلکو غوښتنه کړې چې، د افغان ښځو د ملاتړ لپاره یاد لیک لاسلیک کړي.
د ښځو د حقونو یوه فعاله شفیقه رزمنده، د بښنې نړیوال سازمان د هڅو هرکلی کوي، خو ورسره پر طالبانو د فشار نه راوړلو له امله د نړیوالې ټولنې پر کړنو نیوکه کوي.
نوموړې ازادی راډیو سره په خبرو کې وویل: "موږ څو ځله غوښتنه کړې چې د طالبانو پر مشرانو بندیزونه زیات شي، د دوی نومونه له تور لېست څخه ونه ایستل شي او په ټوله کې نړیوالو محکمو ته راکش کړل شي، خو تر اوسه هیڅ عملي ګام نهدی پورته شوی، پهداسې حال کې چې موږ د افغانستان ښځې په تمه یو."
منیه رفیق، چې په سویډن کې د افغان ښځو لپاره د عدالت غوښتنې په موخه فعالیت کوي، د افغانستان دننه د ښځو د اوسني وضعیت په اړه یې ازادی راډيو ته وویل: "موږ هره ورځ په افغانستان کې د انساني کرامت د سپکاوي شاهدان یو. دا ډله (طالبان) هره ورځ د افغان ښځو او خلکو پر وړاندې یو نوی حکم صادروي. اوس د افغانستان خلک ژوند نهکوي، بلکې هڅه کوي یوازې ژوندي پاتې شي."
د بښنې نړیوال سازمان پهداسې حال کې د افغانستان د بشري ناورين په اړه خپله اندېښنه ښيي چې، د بشري حقونو د څار سازمان په خپل وروستي راپور کې د یو خپلواک نړیوال میکانېزم د ژر جوړېدو پر اړتیا او د مسوولیت منلو پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.
دې سازمان خبرداری ورکړی چې، د داسې میکانېزم نشتوالی د بشري حقونو د سرغړونو د شواهدو د لهمنځه تلو ګواښ زیاتوي او د هر ډول قانوني څار نیسي.
د بشري حقونو د څار سازمان همدارنګه په تېرو درېیو کلونو کې د طالبانو لهخوا د بشري حقونو د سرغړونو بېلابېلو مواردو ته اشاره کړې، چې ښځې او نجونې د "الجيبيتيکيو" ټولنې غړي، د پخواني حکومت کارکوونکي، مذهبي او قومي لږکي، خبریالان او معترضې ښځې یې هدف ګرځولي دي.
د نړیوالو سازمانونو د اندېښنو او غوښتنو په اړه د طالبانو د حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد د ازادی راډيو پوښتنو ته ځواب ور نهکړ.
خو د طالبانو حکومت تل د بشري حقونو د ادارو دا ډول اعلامیې رد کړي او ویلي یې دي چې، افغان ښځې د شریعت په چوکاټ کې له ټولو اړینو حقونو او امتیازاتو برخمنې دي.