د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۹ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۵

هرات کې پر تصویر اخیستلو بندیز؛ د خبریالانو ملاتړ بنسټونه: دا د رسنیو ازادي او ولس اساسي حقونه اغېزمنوي


کابل کې د يو ټلوېزيون د نشراتو خونه
کابل کې د يو ټلوېزيون د نشراتو خونه

د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ سازمان (اې‌‌جي‌ايس‌‌او) په هرات ولايت کې په رسنيو له طالب چارواکو د تصویر اخیستلو د محدوديت په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

زموږ جدي غوښتنه له اوسنیو واکمنو څخه دا ده چې په‌‌‌دې برخه کې بیاکتنه وکړي او له‌‌‌دې زیات د رسنیو د ازادۍ او د اطلاعاتو د ازاد جریان فضا محدود نه‌کړي."
بصيراحمد دانشيار

د طالبانو د حکومت د امربالمعروف او نهي عن‌‌المنکر وزارت له‌‌‌خوا د خبریالانو او رسنیو پر کار د محدودیتونو د لګولو په دوام، اوس په هرات ولایت کې د دې بندیز وضع کول د خبریالانو او رسنیو يوشمېر ملاتړې ادارې اندېښمنې کړې دي.

د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ سازمان (اې‌‌جي‌ايس‌‌او) مسوولين وایي چې، د طالبانو د امربالمعروف او نهي عن‌‌‌‌المنکر وزارت په هرات کې خبریالانو ته ویلي، له‌‌‌دې وروسته له طالب چارواکو څخه په غونډو کې د تصوير اخیستلو اجازه نه‌‌‌لري.

د دې سازمان مرستیال بصيراحمد دانشیار د یک‌شنبې په ورځ (د لړم ۲۷مه) ازادي راډیو سره په خبرو کې د دغه محدودیت وضع کول وغندل او ویې ویل چې، دا ډول محدودیتونه د بیان او رسنیو د ازادۍ فضا نوره هم تنګوي.

نوموړي وویل: "په وروستي مورد کې هم په هرات ولایت کې د اوسنیو واکمنو د امر بالمعروف او نهي عن‌‌‌المنکر وزارت له‌‌‌خوا داسې امر شوی چې په رسمي او غیر رسمي مجالسو کې هيڅوک د تصوير اخیستلو صلاحیت نه‌‌‌لري. زموږ په باور، دا کار د بیان او رسنیو د ازادۍ فضا نوره هم تنګه کړې ده. زموږ جدي غوښتنه له اوسنیو واکمنو څخه دا ده چې په‌‌‌دې برخه کې بیاکتنه وکړي او له‌‌‌دې زیات د رسنیو د ازادۍ او د اطلاعاتو د ازاد جریان فضا محدود نه‌کړي."

د طالبانو دا بنديزونه په ننګرهار، لغمان، تخار، هلمند، خوست، بادغیس او ځینې نورو ولايتونو کې عملي شوي دي.
د طالبانو دا بنديزونه په ننګرهار، لغمان، تخار، هلمند، خوست، بادغیس او ځینې نورو ولايتونو کې عملي شوي دي.

یاد سازمان په‌دې اړه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ويلي، د دې ډول محدودیتونو وضع کول نه یوازې د رسنیو پر ازادۍ بلکې د خلکو پر اساسي حقونو هم مستقیم اغېز کوي.

په اعلامیه کې له طالبانو غوښتنه شوې چې، د رسنیو خپلواکۍ ته درناوی وکړي او د خبریالانو د مسلکي فعالیتونو لپاره خوندي چاپيریال برابر کړي.

"ما هم په ټولنیزو شبکو کې د دا ډول خبر خپرېدل ليدلي او د خبریالانو د ملاتړ ادارې هم وايي چې داسې څه شته
هرات مېشتی خبريال

په همدې حال کې د هرات ولایت یوشمېر خبریالان د طالبانو د حکومت د امربالمعروف او نهي عن‌المنکر وزارت له‌‌‌خوا د عکس اخیستلو د بندیز په اړه بېلابېلې څرګندونې لري.

په هرات کې یوې ښځینه خبریالې د نوم نه‌‌ښودلو او د غږ بدلولو په شرط ازادي راډیو ته وویل: "له بده‌‌مرغه، د ژوندیو موجوداتو د عکس اخیستل هم منع شوي دي. موږ څو ورځې مخکې یوه لویه غونډه درلوده، خو موږ ته اجازه رانه‌کړل شوه چې عکس واخلو، یعنې موږ تر دې حده محدود شوي یو."

خو محسن کریمي، چې په‌‌‌دې ولایت کې بل خبریال دی ازادي راډیو ته یې وویل: "ما هم په ټولنیزو شبکو کې د دا ډول خبر خپرېدل ليدلي او د خبریالانو د ملاتړ ادارې هم وايي چې داسې څه شته، خو موږ چې په هرات کې یو، شکر الحمدالله داسې خبرې نه‌شته. موږ په خپل کار کې ارام یو او هره ورځ له بېلابېلو ځایونو او چارواکو انځورونه اخلو."

د یادونې ده چې هرات لومړنی ولایت نه‌‌دی چې د تصویر اخیستلو په اړه په‌کې بندیزونه لګول شوي دي؛ د طالبانو حکومت د امربالمعروف او نهي عن‌‌‌المنکر وزارت تر دې مخکې په یوشمېر نورو ولایتونو لکه ننګرهار، لغمان، تخار، هلمند، خوست، بادغیس او ځینې نورو کې هم د ژوندیو موجوداتو د تصوير او ویډیو اخیستل منع کړي دي.

ان په ننګرهار کې چارواکو ته ویل شوي چې، له رسنیو سره تصویري خبرې ونه‌کړي.

د طالبانو د حکومت د امربالمعروف او نهي عن‌‌‌المنکر وزارت ویاند سیف‌الاسلام خیبر په‌‌‌دې اړه د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب ورنه‌‌‌کړ.

خو نوموړي څو ورځې مخکې د فرانسې خبري اژانس سره په خبرو کې ویلي و چې، د ژوندیو موجوداتو د عکس اخیستلو او فلم جوړولو بندیز په تدریجي ډول په ټول افغانستان کې پلی کېږي، هغه موضوع چې د رسنیو د ملاتړ ادارو غبرګونونه یې راپارولي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG