د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۷ سلواغه ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۴۵

له ایراني استازي سره د امریکا د منتخب ولسشر د سلاکار د لیدنې راپورونه؛ بقايي: دغو راپورونو حیرانه کړي یو


د عکس ښي لور ته په ملګرو ملتونو کې د ایران د استازي امیرسعید ایرواني او چپ لور ته د امریکا د منتخب ولسمشر سلاکار ایلان ماسک
د عکس ښي لور ته په ملګرو ملتونو کې د ایران د استازي امیرسعید ایرواني او چپ لور ته د امریکا د منتخب ولسمشر سلاکار ایلان ماسک

د ایران د بهرنیو چارو وزارت هغه راپورونه رد کړل چې ګواکې په ملګرو ملتونو کې د ایران استازي د امریکا د منتخب ولسمشر له سلاکار ایلان ماسک سره کتلي دي.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند اسماعیل بقايي د ایرانا خبري اژانس سره په خبرو کې پرون د نومبر۱۶مه د امریکا د منتخب ولسمشر له سلاکار ایلان ماسک سره په ملګرو ملتونو کې د ایران د استازي امیرسعید ایرواني د کتنې د راپورونو د رد سربېره، وویل چې د دغو دوو کسانو د کتنې په اړه د امریکايي رسنیو له پراخه پوښښه حیرانه دی.

د دې راپورونو رد وروسته په ایراني رسنیو کې په پراخ کچه خپاره شول او دایران دننه په سیاسي او ټولنیز ناستو کې د بحث ګرمه موضوع وه.

د ازادې اروپا د راډیو فردا برخې د راپور پر بنسټ، په کیهان انسټېټیوټ کې د ایران د مذهبي مشر علي خامنه‌يي استازي حسین شریعتمداري د دغه هېواد له ولسمشر مسعود پزشکیان څخه وپوښتل چې له کتنې خبر و او که‌نه؟

شریعتمداري ویلي، که چېرته دا کتنه د ایران د ولسمشر له خبرتیا پرته ترسره شوې وې، په ملګرو ملتونو کې د ایران استازي په کوم قانوني حق له ایلان ماسک سره کتلي دي.

د دې کتنې لومړی خبر امریکايي نیویارک ټایمز ورځپانې د پنجشنبې په ورځ د نومبر په ۱۴مه د ایراني سرچینو په حواله چې په کې راغلي وو"د ترینګتیا د کمېدو څرګنوالی" د امریکا او ایران ترمنځ د خبرو اترو مهمه برخه وه، تر عنوان لاندې خپور شوی و.

وروسته سي‌بي‌ایس خبري شبکې د دوو باخبره سرچینو په حواله راپور ورکړ چې دا کتنه د نومبر په ۱۱مه په نیویارک کې د ایران د سفیر د اوسېدو په ځای کې ترسره شوې ده.

د اسوشېټېډپرېس خبرې اژانس پرون د دې خبر په تایید سره د یو امریکايي چارواکي له قوله راپور ورکړ چې دا کتنه د ایراني چارواکو په غوښتنه ترسره شوې وه او په کتنه کې د بحث موضوعات يې د ایران اتومي پروګرام، په منځني ختیځ کې د اسراییلو ضد ډلو څخه د ایران ملاتړ او د امریکا او ایران د اړیکو پراختیا او پیاوړتیا و.

د امریکا د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ دفتر ترواسه د اسوشېټېډپرېس خبري اژانس د دې راپور په اړه غبرګون نه دی ښودلی، خو د نیویارک ټایمز د راپور په غبرګون کې يې ویلي، د خصوصي کتنو په اړه دوی تبصرې نه کوي.

د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ
د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ

په ملګرو ملتونو کې د ایران له سفیر ایلون مسک سره د لیدنې راپور په داسې حال کې خپرېږي چې د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې مشر رافایل ګروسي تهران ته د خپل وروستي سفر په ترڅ کې له ایران او متحدینو یې غوښتي چې د اټومي هوکړې په اړه خبرو ته پام وکړي، ځکه سپینې ماڼۍ ته د ټرمپ له ننوتو سره د دې امکان شته چې د ایران د اټومي پروګرام په اړه د خبرو او ډیپلوماسۍ کړکۍ وتړل شي.

ډونالډ ټرمپ د خپلې پخوانۍ ولسمشرۍ دورې پر مهال په ۲۰۱۸م کال کې د نړۍ له سترو قدرتونو سره د ایران له اټومي تړون څخه په یو اړخیزه توګه ووت او پر تهران یې سخت بندیزونه ولګول.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG