د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۹ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۰۴

د نړۍ او امریکا یو شمېر مشرانو له ټرمپ سره تماسونه نیولي او د بریا مبارکي يې ورکړې


د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د هغه مېرمن
د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د هغه مېرمن

په امریکا کې د نومبر د پنځمې نېټې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې تر بریا وروسته د نړۍ او امریکا یو شمېر سیاستوالو د امریکا له منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره ټیلیفوني تماسونه نیولي او هغه ته یې د دې بریا مبارکي ورکړې ده.

ټاکل شوې ده چې د امریکا د ولسمشر د انتخاباتو ګټونکی ډونالډ ټرمپ به د ۲۰۲۵م کال د جنوري په ۲۰مه د امریکا د ۴۷م ولسمشر په توګه لوړه وکړي.

د ټرمپ سیالې کمالا هاریس په انتخاباتو کې خپله ماته ومنله او پرون د اکټوبر ۶مه یې وویل چې له ټرمپ سره یې ټیلیفوني خبرې کړي او هغه ته یې په ټاکنو کې د بریالیتوب مبارکي ورکړې او په سوله ییز ډول یې د واک پر سپارلو ټینګار کړی دی.

د ازادي راډیو د خبر څانګې د راپور له مخې٬ ولسمشر جو بایډن به په لنډ وخت کې له منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره وګوري او د هغه او د هغه له ټیم سره به د واک د سپارلو په تړاو خبرې وکړي.

د امریکا پخواني ولسمشر بارک اوباما او د نړۍ یو شمېر چارواکو او سیاستوالو هم له ټرمپ سره ټیلیفوني خبرې کړي او هغه ته یې د مبارکۍ پیغامونه استولي دي.

د اسرایيل صدراعظم بنیامین نتنیاهو د نړۍ یو له هغو مشرانو څخه دی چې د امریکا له منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره یې ټیليفوني خبرې کړي او په انتخاباتو کې د بریالیتوب مبارکي یې ورکړې.

د اسراییل د صدارعظم دفتر نن په یوه اعلامیه کې ویلي چې دواړو مشرانو د ټیليفوني مکالمې پر مهال موافقه کړې چې د اسراییل د امنیت لپاره کار وکړي او دوی د "ایران د ګواښ" په تړاو هم خبرې کړي دي.

د جنوبي کوریا ولسمشر یون سوک یول هم له ډونالډ ټرمپ سره خبرې کړي او له هغه سره روسیې ته د شمالي کوریا د پوځیانو د لېږلو په اړه غږېدلی دی.

د جنوبي کوریا ولسمشر پرون یوې خبرې غونډې ته وویل چې ډونالډ ټرمپ لومړی کس و چې اوکراین ته د شمالي کوریا د پوځیانو د استول کېدو موضوع یې مطرح کړه.

یون سوک یول زیاته کړه چې د شمالي کوریا د مداخلې کچې ته په پام به دوی عم د اوکراین ستراتیژي تدریجي تنظیم کړي او اوکرایین ته د وسلو د ورکولو امکانات نه ردوي.

د هنګري صدراعظم ویکتور اوربان چې پخوا یې هم ډونالډ ټرمپ ستایلی، په ایکس پاڼه یا پخواني ټویټر کې له ډونالډ ټرمپ سره تر ټیلیفوني خبرو وروسته لیکلي چې ټرمپ د راتلونکې په اړه ستر پروګرامونه لري.

خو اوربان د دې خبرو نور جزییات نه دې ورکړي چې دا ستر پروګرامونه به څه وي.

XS
SM
MD
LG