د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۸ سلواغه ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۰

د اټومي انرژۍ د نړيوالې ادارې مشر د ايران له اټومي بټيو ليدنه وکړه


د ايران د يورانيمو غني کولو مرکز
د ايران د يورانيمو غني کولو مرکز

د ملګروملتونو د اټومي انرژۍ د ادارې مشر ایران ته د سفر پرمهال پرون د دې هېواد له دوو اټومي بټیو څخه لیدنه وکړه.

ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د ملګروملتونو د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې IAEA مشر رافایل ګروسي ایران ته د سفر پرمهال پرون جمعه د ناتنز له اټومي بټۍ او د پلازمېنې تهران په نژدې ۱۰۰ کیلومترۍ کې د فوردو د یورانیمو د غني کولو له مرکز څخه لیدنه وکړه، خو رسنیو د دې لیدنې جزییات نه‌دي خپاره کړي.

ایران مخکې له‌‌‌دې اجازه نه ورکوله چې د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې مفتشان یې د یورانیمو د غني کولو تاسیسات وګوري.

ګروسي ایران ته د دې لپاره تللی دی چې د ایران د اټومي پروګرام پرسر له لوېدیځ سره د دې هېواد رامنځته شوې لانجه د ډيپلوماسۍ له لارې حل کړي.

هغه د دې سفر پرمهال خبرداری ورکړی چې د ایران د اټومي پروګرام د پرمختګ په اړوند، د ډيپلوماسۍ فضا ورځ تر بلې تنګېږي.

دا لومړی ځل دی چې ګروسي ته ايران کې له اټومي بټيو د ليدنې اجازه ورکول کېږي.
دا لومړی ځل دی چې ګروسي ته ايران کې له اټومي بټيو د ليدنې اجازه ورکول کېږي.

تهران ټینګار کوي چې د اټومي پروګرام اهداف یې سوله‌يیز دي خو متحدایالات او متحدان یې اندېښنه لري چې ایران د اټومي وسلې د جوړولو هڅه کوي.

د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې مشر داسې مهال ایران ته سفر کوي چې، تمه ده په متحدایالتونو کې د ډونالډټرمپ په مشرۍ د نوي حکومت له واکمنېدو سره ښايي د ایران د اټومي پروګرام له کبله پر تهران د نړیوالو او له هغې ډلې د اروپايي هېوادونو فشارونه زیات شي.

له بلې خوا ټاکل شوې چې د IAEA د مشرتابه ډله په نژدې راتلونکي کې غونډه وکړي او تمه ده چې په‌دې غونډه کې به د ایران د اټومي پروګرام له کبله د تهران پر وړاندې د جدي اقداماتو لپاره د ځینو هېوادونو د غوښتنو یادونه هم وشي.

د ایران د بهرنیوچارو وزیر عباس عراقچي تهران ته د ګروسي د سفر پرمهال هغه ته ویلي و، چې هېواد یې د خپل اټومي پروګرام د اړوندو لانجو حل ته چمتو دی.

د راروان کال په جنوري میاشت کې د امریکا د ولسمشر په توګه د ټرمپ راتګ د ایران د اټومي پروګرام په اړوند د ډیپلوماسۍ پر وړاندې شکونه رابرسېره کړي دي.

د ټرمپ د ولسمشرۍ په مخکېنۍ دوره کې متحدایالتونو د ایران او شپږو لویو قدرتونو ترمنځ د ۲۰۱۵ کال اټومي موافقه په یو اړخیز ډول لغو کړه.

دې موافقې د ایران اټومي فعالیتونه تر یوه حده محدود کړل او په بدل کې یې د لوېدیځو هېوادونو له‌خوا پر ایران لګول شوي بندیزونه څه ناڅه نرم شول.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG