د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۸ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۴

د روسيې د ولسمشر وياند د پوتين او ټرمپ ترمنځ د ټليفوني خبرو موضوع رد کړه


ډونالډټرمپ او ويلاديميرپوتين
ډونالډټرمپ او ويلاديميرپوتين

د روسیې د ولسمشر ویاند د امریکا د متحدایالتونو د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ او روسیې د ولسمشر ترمنځ د ټلیفوني خبرو موضوع نن رد کړه.

د کرملین ویاند په رسنیو کې هغه خپرې شوې ادعاوې رد کړې چې په‌کې ویل شوي وو، چې د امریکا د متحدو ایالتونو منتخب ولسمشر ډونالډټرمپ د روسیې له ولسمشر ولادمیر پوتین سره ټلیفوني خبرې کړې دي.

دمیتري پیسکوف نن دوشنبه ویلي، چې په‌دې اړه خپاره شوي خبرونه جعلي دي او د دواړو لوریو ترمنځ دا ډول خبرې نه‌دي شوي.

کله چې له هغه پوښتنه وشوه چې ایا پوتین له ډونالډټرمپ سره د تماسونو کوم پلان لري؟ دمیتري پیسکوف وویل، تر اوسه په‌دې باب کوټلي پلانونه نه‌شته.

تر دې مخکې راپورونه خپاره شوي وو، چې د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډټرمپ د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین ته په ټیليفوني خبرو کې ویلي، د اوکراین جګړه دې نه شدیدوي.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې پرون یک‌شنبه د ځینو سرچینو پر بنسټ، چې نومونه یې نه‌دي یاد شوي، راپور ورکړی چې ټرمپ او پوتین د نومبر میاشتې پر اوومه یعنې تېره پنج‌شنبه دغه خبرې کړې دي.

هغو کسانو چې له دغې ټلیفوني مکالمې خبر وو واشنګټن پوسټ ته ویلي، چې د ټرمپ او پوتین د خبرو په اړه کییف ته معلومات ورکړل شوي او کییف ورباندې کوم اعتراض نه‌دی کړی.

وړاندې راغلي، پوتین د امریکا منتخب ولسمشر ته په سړه سینه ځواب ورکړی دی.

ټرمپ د نومبر پر شپږمه، د امریکا د ولسمشرۍ په ټاکنو کې له بریا وروسته د اوکراین له ولسمشر ولودمیر زيلينسکي سره هم ټیليفوني خبرې کړې وې.

د راپور له‌مخې، ټرمپ د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین ته ویلي، لېواله دی چې "د اوکراین د جګړې د ژر پای ته رسېدو" په اړه له هغه سره نورې خبرې هم وکړي.

وړاندې راغلي، پوتین د امریکا منتخب ولسمشر ته په سړه سینه ځواب ورکړی دی.

د امریکا په متحدایالتونو کې رسمي سرچینو په‌دې باب څه نه‌دي ویلي.

ډونالډټرمپ د ټاکنیزو کمپاینونو پر مهال ویلي، که د جمهوري ریاست ټاکنې وګټي، په ۲۴ ساعتونو کې د اوکراین جګړه پای ته رسوي، خو دا چې څنګه، جزیات یې لا معلوم نه‌دي.

په همدې حال کې د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي نن په تهران کې یوه کنفرانس ته د وینا پر مهال ویلي چې، د امریکا د متحدایالتونو منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ باید په غزه کې روانه هم جګړه ودروي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG