د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۹ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۸

پکتيا کې د اعدام وروستۍ پېښې ته غبرګونونه او اندېښنې په ډېرېدو دي؛ عيني‌شاهدان څه‌وايي؟


يو عيني شاهد ازادي راډيو ته وويل، مقتول درې ډزې وويشتل شو.
يو عيني شاهد ازادي راډيو ته وويل، مقتول درې ډزې وويشتل شو.

د ملګروملتونو د بشري حقونو دفتر په پکتیا کې په عام محضر کې د یوه کس پر اعدام ژوره اندېښنه ښودلې.

په پکتیا ولایت کې د طالبانو د حکومت له‌خوا په عام محضر کې د یو کس اعدام ته د غبرګونونو په دوام، د ملګروملتونو د بشري حقونو دفتر وايي دا ډول اعدامونه د مجازاتو یو ظالمانه او غیر انساني بڼه ده.

"ډېر د ویرې حالت و، خو بیا هم بیروبار ډېر زیات و او په زرګونه کسان راغلي وو،
يو عيني شاهد

د یاد دفتر ویاند جیریمي لاورینس د پنج‌شنبې په ورځ (د نومبر په ۱۴مه) په یوه ویډیو کې چې د دې سازمان پر وېب‌پاڼه خپره شوې د اعدام له سزا سره د مخالفت په څرګندولو ویلي، دا د ژوند کولو له بنستیز حق سره په ټکر کې دي او د بې‌‌‌ګناه خلکو د اعدامولو د نه‌منلو وړ خطر زیاتوي.

نوموړي زیاته کړې: "په عام محضر کې اعدامونه د ظالمانه، غیر انساني یا سپکاوي چلند یا مجازاتو بڼه لري. دا ډول اعدامونه په خپل‌‌‌‌سري ډول او د ژوند له حق سره په ټکر کې دي، چې د مدني او سیاسي حقونو د نړیوال میثاق له‌‌‌‌‌‌مخې چې افغانستان یې غړی دی، خوندي شوي دي."

ښاغلي لاورینس دغه‌‌‌شان پر طالبانو غږ کړی چې په سم‌دستي ډول د نورو اعدامونو مخه ونیسي او د اعدام سزا د کارولو مخنیوي لپاره په چټکۍ سره عمل وکړي.

جیریمي لاورینس د ملګروملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر، ولکر ترک په حواله د طالبانو له‌خوا په بېلابېلو تورونو د یوشمېر کسانو فزیکي مجازاتو ته په اشارې سره ویلي، ښاغلی ترک په عام محضر کې د جسمي مجازاتو د کارولو له امله سخت اندېښمن دی او جسمي مجازات د بشري حقونو د نړیوال قانون له‌‌‌مخې د شکنجې او بد چلند د مخنیوي څخه ښکاره سرغړونه ده.

د ملګروملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر، ولکر ترک
د ملګروملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر، ولکر ترک

دا اندېښنې او څرګندونې وروسته له هغه دي چې د طالبانو حکومت سترې محکمې د تېرې چهارشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې وویل، د پکتیا د مرکز ګردیز په ورزشي لوبغالي کې یې پر یو کس چې نوم یې محمد ایاس اسد ښودلی، د قتل په جرم د دوی په وینا د "قصاص" حکم عملي شو.

دا په افغانستان کې د طالبانو تر بیا واکمنېدو ورسره په عام محضر کې د دوی له‌‌‌خوا د اعدام شپږم مورد و.

د دې اعدام یو عیني شاهد چې د موضوع د حساسیت له امله نه‌‌‌غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي وايي، که څه هم د خلکو تر منځ یوه ویره خپره وه، خو بیا هم په زرګونه خلک ورغلي وو.

دغه کس وويل: "ډېر د ویرې حالت و، خو بیا هم بیروبار ډېر زیات و او په زرګونه کسان راغلي وو، د اسلامي امارت لوړپوري کسان هم موجود وو. قاتل باندې درې ډزې وشوې او د عکس او ویډیو اجازه یې چاته نه ورکوله."

د بشري حقونو یوشمېر فعالان په عام محضر کې د اعدام او نورو جسمي مجازاتو تطبیقول د بشري حقونو خلاف عمل بولي.

د رواداري په نوم د بشري حقونو د یوه سازمان مسوولې او په تېر جمهوري نظام کې د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون پخوانې مشرې شهرزاد اکبر ازادي راډيو ته وویل: "له بده‌‌‌مرغه دا د بشري حقونو ضد عمل دی او دا چې طالبان دې پرېکړې ته څنګه رسیږي او تورن څومره د خپل دفاع حق لري په‌دې اړه هیڅ رونټیا شتون نه‌لري. طالبان د دې ظالمانه مجازاتو تطبیق ډېری د خلکو د ډارولو لپاره د یوه نندارۍ او سرکس په توګه کاروي."

تر دې مخکې د په جینوا کې د ملګروملتونو دفتر، د بشري حقونو د څار سازمان، په افغانستان کې د ملګروملتونو مرستندویه ماموریت او د دې هېواد د بشري حقونو لپاره د یاد سازمان ځانګړی راپور ورکوونکي، ریچارد بېنيټ هم په تېرو ورځو کې په پکتیا ولایت کې د طالبانو دا پرېکړه غندلې وه او له دوی څخه یې د دې ډول سزاوو د درولو غوښتنه کړې وه.

  • 16x9 Image

    ثنا کاکړ

    ثنا  کاکړ(په انګرېزۍ کې: Sana Kakar) د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو خبریاله چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.  

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG