د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۱ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۱

د طالبانو له لوري شپږم اعدام؛ نن په پکتیا ولایت کې یو کس په عام محضر کې اعدام شو


د طالبانو لومړي ځل واکمنۍ، په ۱۹۹۸ کې د کابل په سټوډيوم کې د طالبانو له‌لوري د حدودو تطبيق
د طالبانو لومړي ځل واکمنۍ، په ۱۹۹۸ کې د کابل په سټوډيوم کې د طالبانو له‌لوري د حدودو تطبيق

د طالبانو حکومت په پکتیا ولایت کې یو کس د قتل په تور اعدام کړی دی.

د دوی د سترې محکمې په اعلامیه کې چې نن خپره شوې راغلې چې، د دوی په وینا د "قصاص" دا حکم نن چهارشنبه د پکتیا په یو ورزشي لوبغالي کې د زرګونه کسانو په وړاندې عملي شو.

د اعلامیې په ټکو قصاص شوی کس محمد ایاز نومېده او د پکتیا ولایت د میرزکي ولسوالۍ اوسېدونکی وو چې د یو کس په وژلو تورن وو، خو په اعلامیه کې د مقتول په اړه هیڅ ډول معلومات نه‌‌دي ورکړل شوي.

یوې ولسي سرچینې چې نه يې غوښتل نوم یې په‌دې راپور کې خپور شي ازادي راډيو ته وویل، د قتل دا پېښه د تېر جمهوري حکومت پر مهال رامنځته شوې او اعدام شوی کس د مقتول د کورنۍ له هغه مهال بښل شوی هم و.

د ازادي راډيو خبريال هڅه وکړه چې د قاتل او مقتول له کورنیو سره خبرې وکړي، خو له هڅو سره‌‌‌‌‌سره بریالي نه شولو.

پرون سه‌شنبه په پکتیا ولایت کې د طالبانو د والي دفتر اعلان کړی و، چې د دغه ولایت په ورزشي لوبغالي کې کې یو کس د قتل په تور د دوی په خبره قصاص کوي.

ارشیف: د طالبانو په لومړۍ دوره کې پر یوه کس د قصاص حدود تطبیق شوي وو. 13 March, 1998
ارشیف: د طالبانو په لومړۍ دوره کې پر یوه کس د قصاص حدود تطبیق شوي وو. 13 March, 1998

په‌‌دې خبرتیا کې له خلکو غوښتنه شوې وه، چې نندارې ته ورشي.

د حریت په نوم د طالبانو یوې پلوي رسنۍ یوه لنډه ویډیو خپره کړې چې، په‌‌کې ښکاري د اعدام سیمې ته یو زیات‌‌شمېر خلک ور روان دي.

د طالبانو حکومت په ۲۰۲۱ میلادي کال کې واک ته تر رسېدو وروسته د لومړۍ ځل لپاره په فراه کې یو کس د قتل په تور اعدام کړ.

دا پر افغانستان د طالبانو تر بیاځلي واکمنۍ وروسته د اعدام شپږمه پېښه ده چې په عام محضر کې عملي کېږي.

که څه هم د طالبانو د حکومت د سترې محکمې په اعلامیه کې دا نه‌‌دي ویل شوي چې، د اعدام څرنګوالی کوم ډول و، خو له‌‌دې وړاندې طالبانو تر ډېره په عام محضر کې د قتلونو په تور خلک په ډزو ویشتلي دي.

د طالبانو حکومت په ۲۰۲۱ میلادي کال کې واک ته تر رسېدو وروسته د لومړۍ ځل لپاره په فراه کې یو کس د قتل په تور اعدام کړ.

له‌‌‌دې وروسته په لغمان او جوزجان کې هم ورته پېښې تکرار شوې چې، ګڼ نړیوال غبرګونونه یې راوپارول.

ملګروملتونو دا ډول سزاګانې د ژوند کولو له بنسټیزو حقونو سره ټکر او ظالمانه بللي دي، خو طالبانو په وار وار ټینګار کړی چې افغانان اسلامي اصولو ته پابند دي او د اسلامي قوانینو په رڼا کې دا ډول سزاګانې ټاکل کېږي.

که څه هم د ملګروملتونو په ګډون د بشري حقونو ګڼو نړیوالو بنسټونو د اعدام د تطبیق له پرېکړو سره مخالفت ښودلی، خو طالبانو نه یوازې دغه ډول سزاګانې بندې کړي نه‌دي، بلکې د اعدامونو ترڅنګ یې په عام محضر کې د تعذیري سزاګانو ورکول دوامداره کړي دي.

د تېر ۲۰۲۳ میلادي کال په مې میاشت کې د طالبانو د حکومت سترې محکمې اعلان وکړ، چې په ټول افغانستان کې د طالبانو محکمو تر اوسه د اعدام ۱۷۵، د سنګسار ۳۷ او تر دېوال لاندې کولو ۴ پرېکړې کړي دي.

د دې محکمې مرستیال عبدالمالک حقاني په یو ویډیو پیغام کې ویلي وو، دا ټولې پرېکړې د طالبانو د رهبرۍ شورا ته استول شوي او تر تصویب وروسته به په نوبتي ډول عملي شي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG