د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۸ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۱

د هنګري صدراعظم: د ډونالډټرمپ منتخب کېدو اروپا له نوي وضعيت سره مخامخ کړې ده


د هنګري صدراعظم ویکتور اوربان
د هنګري صدراعظم ویکتور اوربان

د هنګري صدراعظم وایي، د امریکا د ولسمشر په توګه د ډونالډ ټرمپ انتخاب اروپا له نوي وضعیت سره مخامخ کړې ده.

ویکتور اوربان دا خبره پرون په پلازمېنه بوداپست کې د اروپا د غیررسمي سرمشریزې په پای کې وکړه او زیاته یې کړه چې، اروپایي ټولنه په یوازې سر د اوکراین جګړه نه‌‌‌‌‌‌شي تمویلولی.

د اروپایي ټولنې دوه ورځنۍ سرمشریزه د اروپا د امنیت او پر اوکراین د روسیې د غیرموجه برید په اړه وه، چې د ولسمشر ټرمپ له انتخابېدو وروسته دا مسئله وڅېړي.

د نوامبر د پنځمې نېټې د انتخاباتو په ترڅ کې د ډونالډ ټرمپ له ګټلو وروسته اروپایي ټولنه دې ته اندېښمنه ده چې واشنګتن ښایي تر دې وروسته له اوکراین سره په جګړه کې مرسته و نه‌کړي او له ناټو سره به د امریکا مرستې ممکن کمې شي.

د اروپایي ټولنې مشران په‌‌داسې وخت کې په بوداپست کې راغونډ شوي وو چې، روسیې پرون د درېیمې ورځې په مخه د اوکراین پر ښارونو سخت بریدونه وکړل او درنه مرګ‌ژوبله او زیانونه یې واړول.

واشنګټن تر اوسه د اوکراین ستر پوځي او اقتصادي ملاتړی دی او اروپایي ټولنه هم د اوکراین له سترو تمویلونکو څخه ده.

د اروپايي ټولنې د مشرانو غونډه
د اروپايي ټولنې د مشرانو غونډه

د اروپایي ټولنې اکثر مشران له روسیې سره په جګړه کې د اوکراین ملاتړ کوي.

د بوداپست په سرمشریزه کې صدراعظم اوربان چې له منتخب ولسمشر ټرمپ او د روسیې له ولسمشر ولادیمیرپوتین سره یې دوستانه اړیکي ساتلې دي، هنګري راډیو ته وویل چې اروپایي ټولنه باید له اوکراین سره د مرستې په برخه کې پر خپل دریځ له سره غور وکړي.

ده د اوکراین جګړه بایللې جګړه وبلله.

اوربان چې پر روسیې د اروپایي ټولنې د بندیزو مخالف دی زیاته کړه چې امریکایان به دا جګړه پرېږدي او تر هرڅه مخکې هغوی خلک دې جګړې ته نه هڅوي.

د هنګري صدراعظم بیا وویل، ځیني لاهم غواړي چې دې بایللې جګړې ته ډېرې پیسې ولېږي، خو هغه کسان چې غلي دي او هغه کسان چې په محتاط ډول استدلال کوي چې موږ باید له نوي وضعیت سره سمون پيدا کړو، په ډېرېدو دي.

بل لور ته د جرمني صدراعظم اولاف شولڅ چې هېواد یې د اوکراین سخت ملاتړی دی، د اروپایي ټولنې په نه بدلېدونکي دریځ ټینګار وکړ.

هغه وویل، روسیې پر اوکراین یرغل کړی دی او دغې جګړې ته په وحشت دوام ورکوي.

ښاغلي شولڅ زیاته کړه چې د اروپایي ټولنې او اروپایانو په توګه باید هغه څه وکړو چې د امنیت لپاره ضروري دي.

د بوداپست سرمشریزې ته له رسېدو سره سم د اروپایي ټولنې مشر چارلس میشل هم له اوکراین څخه پر ملاتړ ټینګار وکړ.

د اکراین ولسمشر ولودمیرزیلینسکي چې د دې سرمشریزې په لومړۍ ورځ حاضر و د اروپایي ټولنې له مشرانو وغوښتل چې له اوکراین سره د وسلو مرسته وکړي چې د خپلې خاورې او فضا دفاع وکړي.

زیلینسکي زیاته کړه، پوتین ته د تسلیمۍ او هغه ته د ځینو امتیازاتو د ورکولو په اړه ډېرې خبرې شوې دي چې دا اوکراین ته د منلو نه‌‌‌دي او د ټولې اروپا د انتحار په معنا دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG