د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۸ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۳

جوبايډن: ډونالډټرمپ ته به د واک لېږد منظم او سوله‌ييز وي


د امریکا د متحدایالتونو ولسمشر جوبایډن
د امریکا د متحدایالتونو ولسمشر جوبایډن

د امریکا د متحدایالتونو ولسمشر جوبایډن د ۴۷م ولسمشر په توګه د ډونالډټرمپ تر ټاکل کېدو یوه ورځ وروسته په سپینه ماڼۍ کې د وینا پر مهال وویل چې، ټرمپ ته د واک لېږد به "ورو او منظم وي."

"ما پرون له منتخب ولسمشر ټرمپ سره خبرې وکړې او هغه ته مې د بریا مبارکي وویله.
جوبايډن

بایډن د پنج‌شنبې په ورځ په خپله وینا کې دا هم وویل چې د چهارشنبې په ورځ یې له ډونالډټرمپ سره خبرې وکړې.

نوموړي وويل: "ما پرون له منتخب ولسمشر ټرمپ سره خبرې وکړې او هغه ته مې د بریا مبارکي وویله. ما هغه ته ډاډ ورکړ چې ما خپلې ټولې ادارې ته لارښوونه کړې چې د سوله‌ییز او منظم لېږد د تضمین لپاره د هغه له ټیم سره کار وکړي."

د ډونالډټرمپ د ولسمشرۍ دوره، د لوړې له مراسمو وروسته پیلېږي.

ټاکل شوي دا مراسم د ۲۰۲۵م کال د جنورۍ میاشتې پر شلمه وشي.

ټرمپ د چهارشنبې په ورځ د ۲۷۰ اړتیا وړ ټاکنیزو رایو په ترلاسه کولو سره د امریکا ۴۷م ولسمشر وټاکل شو.

ډونالډټرمپ
ډونالډټرمپ

ولسمشر جوبایډن په خپله پرونۍ وینا کې وویل، چې دوی باید یو بل ته د دښمنانو په سترګه نه، بلکې د هېوادوالو امریکایانو په سترګه وګوري.

بایډن ټینګار وکړ چې د امریکا انتخاباتي نظام عادلانه او شفاف دی او په ډیموکراسۍ کې تل د خلکو اراده غالبه وي.

جوبایډن د خپلې وینا په یوه برخه کې د هغه د مرستیالې او د ولسمشرۍ لپاره د ډیموکراتیک د کاندیدې کامالا هریس ستاینه وکړه او ویې ویل چې، د هریس ټاکنیز کمپاین "الهام بخښونکی" و.

کامالا هریس د چهارشنبې په ورځ په ټاکنو کې خپله ماتې ومنله، خو ویې ویل چې خپلې مبارزې ته به دوام ورکوي.

مېرمن هریس هم په یوه وینا کې ویلي، چې ډونالډټرمپ ته یې د بریا مبارکي ویلې او ژمنه یې وکړه چې د قدرت انتقال به سوله‌ییز وي.

ډونالډټرمپ تر دې مخکې له ۲۰۱۷م کال څخه تر ۲۰۲۱ م کاله پورې د امریکا د متحدایالتونو د ۴۵ ولسمشر په توګه دنده ترسره کړې وه.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG