د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۵ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۲

د افغانستان د بېلابېلو سیمو یو شمېر اوسېدونکي: د انټرنېټ کیفیت ټیټ او بیې لوړې دي


ارشیف: په کابل کې د یوه انټرنېټ کلب انځور. یوه نجلۍ په انټرنېټ کې د پلټلو پر مهال
ارشیف: په کابل کې د یوه انټرنېټ کلب انځور. یوه نجلۍ په انټرنېټ کې د پلټلو پر مهال

یو شمېر خلک په کابل او د افغانستان په نورو ښارونو کې د انټرنېټ له پڅوالي او لوړو بیو څخه شکایت لري او وايي چې د مخابراتي شبکو انټرنېټي خدمات د کارېدونکو او مشتریانو د قناعت وړ نه دي.

په داسې حال کې چې نن ورځ انټرنېټ د ورځني کارونو د پرمخ بیولو او اړیکو د ټینګولو لپاره یو له مهمو اړتیاوو څخه ده، ځینې کابل ښاریان شکایت کوي چې له دې سره سره چې په پلازمېنه کابل کې ژوند کوي او د انټرنېټ لوړه بیه پرې کوي، خو بیا هم د ښه کیفیت او چټک انټرنېټ څخه محروم دي.

سمیر سادات او یلدا، چې د کابل دوه اوسېدونکي دي، په دې اړه يې د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو سره خپل نظرونه شریک کړي دي.

مېرمن سادات وايي: "په افغانستان کې انټرنېټ ډېر ګران دی او سرعت یې ډېر پڅ دی، که وغواړو یو څه ښه سرعت لرونکی انټرنېټ وکاروو، باید دوه برابره پیسې ورکړو، ځینې شبکې خو د کابل له مرکز څخه په لرو سیمو کې هېڅ کار نه کوي، مثلاً که له کابل څخه د پغمان په لور روان شئ، بیا نه انټرنېټ شته او نه مخابراتي شبکې کار کوي."

یلدا وویل: د انټرنېټ بیه ډېره لوړه ده او کار یې ډېره پڅ دى، کله چې درس وایو له غږ بندېدو او وصل کېدو سره مخ کېږو.

یلدا وايي: "زه خپله انلاین زده‌کړې کوم، مجبوره یم چې انټرنېټ فعال کړم. د انټرنېټ بیه ډېره لوړه ده او کار یې ډېره پڅ دى، کله چې درس وایو له غږ بندېدو او وصل کېدو سره مخ کېږو. له یوې خوا باید دولت ته مالیه هم ورکړو، مثلاً که پنځه سوه افغانۍ فعاله کړو، باید له هر سل افغانۍ لس افغانۍ مالیه ورکړو."

د پلازمېنې سربېره، د بېلابېلو ولایتونو اوسېدونکي هم د انټرنېټي خدماتو له کیفیت څخه شکایت لري.

سیامک، چې د بدخشان اوسېدونکی دی او عطاالله، چې د ننګرهار د کامې اوسېدونکی دی، په دې اړه يې ازادي راډیو سره مرکې کړي دي.

سیامک وايي: "په بدخشان کې د انټرنېټي ستونزو دا حال دی چې حتی د بدخشان په مرکز کې بېلابېل سیمکارتونه؛ لکه افغان بیسیم او روشن سم کار نه کوي، په ځانګړې توګه د راغ، درواز او یفتل ولسوالیو کې سم کار نه کوي، او غږیز او ویډیویي پیغامونه په ډېرې سختۍ پرانيستل کېږي."

عطاالله وویل: "جدي اندېښنه د بیو په اړه ده او د انټرنېټي خدمات د هغو له اعلان شویو بستو سره سمون نه لري، په ځینو ځایونو کې خو هېڅ کار نه کوي، ډېر خلک له ستونزو سره مخ دي، د ګاونډیو هېوادونو سره د پرتله کولو په حالت کې د دوی انټرنېټ ډېر ارزانه دی او سرعت یې هم ډېر دی، خو دلته بیې لوړې دي او انټرنېټ هم کار نه کوي."

په میدان وردګ کې د یوې مخابراتي شبکې انتن
په میدان وردګ کې د یوې مخابراتي شبکې انتن

د معلوماتو له مخې، اوس د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو لکه پاکستان د یو جي‌بي انټرنېټ بیه د دوو افغانۍ او ایران کې څلورو افغانیو سره برابره ده، خو په افغانستان کې د مخابراتي شبکو د یو جي‌بي انټرنېټ نرخ له سلو افغانیو زیات دی.

خو د طالبانو حکومت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مخکې ویلي چې په افغانستان کې د یو جي‌بي انټرنېټ بیه چې مخکې ۲۵۰ افغانۍ وه، اوس ۱۱۰ افغانیو ته راکمه شوې ده.

د مخابراتو کارپوهان د انټرنېټ د لوړې بیې یو لامل 4G ته د انټرنېټي سيستم نه تجدید او افغانستان ته د سمندري لارو نشتوالی بولي.

د مخابراتي چارو شنونکي ګل‌احمد راستمن ازادي راډیو ته وویل: "اصلاً هغه انټرنېټي ظرفیت چې پر مشتریانو يې پلوري Shear يا مشترک دی، مثلاً یو ام‌ بي درې کسانو ته وېشل کیږي، دوی وايي چې ګډ يا مشترک نه دی خو دی، اصلي تخنیکي ستونزه د فورجي سیستم دی، په هغه ځای کې چې مشتری له انټرنېټ څخه ګټه اخلي، هغه انټرنېټي پایې چې په هغو سیمو کې واقع دي، مکمل 4G یا 3G نه دي، یوازې په ښار یا ځینو نورو ځایونو کې ،4G شتون لري."

هڅه وشوه څو په دې اړه د طالبانو حکومت د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزارت نظر هم واخیستل شي، خو د دې وزارت ویاند عنایت‌الله الکوزي د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب ورنه کړ.

د طالبانو په کنټرول کې د افغانستان د مخابراتو وزارت
د طالبانو په کنټرول کې د افغانستان د مخابراتو وزارت

خو نوموړي شاوخوا اته میاشتې وړاندې پر خپله ایکس‌پاڼه یا پخوانی ټویټر کې لیکلي وو چې شاوخوا ۹۰ سلنه انټرنېټ د سمندري کېبلونو له لارې تأمینېږي او افغانستان د سمندري کېبلونو پر ځای خپل اړتیا وړ انټرنېټ له ګاونډیو هېوادونو څخه پېري.

اوسمهال په افغانستان کې شپږ مخابراتي شرکتونه فعالیت کوي چې ټول یې د انټرنېټي خدمات وړاندې کوي.

د طالبانو حکومت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د معلوماتو له مخې، اوسمهال په افغانستان کې ۲۳ میلیون کسان له مخابراتي شبکو ګټه اخلي چې له دې ډلې ۱۰ میلیونه د اړیکو خدمات او ۱۳ میلیونه نور انټرنېټي خدمات کاروي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG