د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۱ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۷

پکتيا کې کتاب‌پلورنځيو ته د طالبانو له لوري د "ممنوعه" کتابونو د نه پلور امر شوی


له ارشيفه د يو کتاب‌پلورنځي انځور
له ارشيفه د يو کتاب‌پلورنځي انځور

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت له‌خوا د هغو کتابونو د راټولولو په دوام چې، دوی یې له اسلامي ارزښتونو سره په ټکر کې بولي، تازه پکتیا کې هم د کتاب خپرولو موسسو او پلورنځيو مسوولينو ته امر شوی، چې د داشان کتابونو له خپرولو او پلورلو ډډه وکړي.

تر اوسه فقط موږ ته لارښوونه شوې، خو کوم رسمي مکتوب نه‌دى راغلى، خو دا کار به زموږ پر کار ډېر اغېز وکړي او نيم په نيمه به زموږ کاروبار خراب کړي."
پکتيا کې يو کتاب‌پلورونکی

د طالبانو ځايي چارواکو له‌‌خوا د کتاب خپرولو موسسو او پلورنځيو مسوولينو ته امر شوی، د هغو کتابونو له خپرولو او پلورلو ډډه وکړي چې د دوی په خبره، اسلامي ارزښتونو او افغاني کلتور سره په ټکر کې دي.

په هغه خپرپاڼه کې چې د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د دوشنبې په ورځ (د لړم اوومه) په خپله ایکس‌‌پاڼه خپره کړې راغلي چې، د پکتيا د اطلاعاتو فرهنګ رييس مولوي ثواب جان اسلام‌يار یادو مسوولینو سره په لیدنه کې ويلي، د دوی همکاري ورسره ډېره مهمه ده او په بدل کې به یې بدیل کتابونه ورکړل شي.

خو په دغه ولایت کې يوشمېر کتاب پلورونکي وايي، په‌داسې حال کې چې پخوانی کاروبار یې نه‌دی پاتې، دا اقدام به لا منفي اغېز پرې وکړي او لوستونکي به یې کم شي.

په پکتيا کې د يو کتاب پلورنځي خاوند چې د ځان او کتاب پلورنځي نوم نه په ډاګه کوي، ازادي راډيو ته يې وويل: "د هر دولت خپله پاليسي وي چې کوم کتابونه پرېږدي او کوم ټول کړي، خو زيان يې صرف موږ ته رسېږي، تر اوسه فقط موږ ته لارښوونه شوې، خو کوم رسمي مکتوب نه‌دى راغلى، خو دا کار به زموږ پر کار ډېر اغېز وکړي او نيم په نيمه به زموږ کاروبار خراب کړي."

یوشمېر کتاب پلورونکو چې د موضوع د حساسیت له امله یې ونه‌غوښتل نوم او غږ یې راپور کې خپور شي، ازادي راډیو ته سره په خبرو کې یې ادعا وکړه، چې دوی ته دا هم ویل شوي، هغه کتابونه چې په اروپايي هېوادونو کې چاپ او خپاره شوي دغه‌شان ازاد او خپلواک ذهن ته ترويج ورکوي ونه‌پلورل شي.

د کتاب‌پلورنځيو مسوولين وايي، پر ځينو کتابونو بنديز يې پر کار منفي اغېز کوي.
د کتاب‌پلورنځيو مسوولين وايي، پر ځينو کتابونو بنديز يې پر کار منفي اغېز کوي.

دا په‌داسې حال کې ده چې په کابل کې یوشمېر خپرندویه ټولنو د لړم پر درېيمه ازادي راډيو ته ويلي و، د طالبانو د اطلاعات او کلتور وزارت د ممنوعه کتابونو پر ځای دوی ته داسې بدیل ورکوي چې د دوی په زیان دی.

"د دوى تګ‌لاره ډېره کُلي ده، دوى وايي چې پردي کلتور کتابونه ټولوي، د اسلامي ارزښتونو خلاف کتابونه ټولوي، څه چې دوى غواړي تعريف شوي."
محب زغم

د طالبانو حکومت بیا مخکې ویلي و، د راغونډو شویو کتابونو په بدل کې قرانکریمونه او تفسیرونه دوکاندارانو ته سپارل کېږي، چې دا لړۍ په پلازمېنه کابل کې پيل شوې او ژر به د ولایتونو پر لور وغځیږي.

د یادونې ده، چې دا طالبانو حکومت له‌‌خوا د دوی په خبره د ممنوعه کتابونو د راټولولو بهیر د پلازمېنې کابل په ګډون په یو‌شمېر ولایتونو کې هم عملي شوی دی.

افغان ليکوالان له‌دې ډلې محب زغم په‌دې باور دی چې، هيڅ کتاب د بل کتاب بديل نه‌شي کېدى او زیاتوي چې دا کړنې به په افغانستان کې د کتاب لوستلو او خپرولو فرهنګ وځپي.

نوموړی وايي: "د دوى تګ‌لاره ډېره کُلي ده، دوى وايي چې پردي کلتور کتابونه ټولوي، د اسلامي ارزښتونو خلاف کتابونه ټولوي، څه چې دوى غواړي تعريف شوي."

ښاغلی زغم زیاتوي، د دې کار لوی زيان کتاب پلورونکو ته رسېږي، ځکه په خبره یې هغه کتابونه چې ټولېږي ډېر قيمتي دي او پر ځاى يې د بیې له لحاظه ارزانه کتابونه ورته ورکول کېږي.

مخکې د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویلي وو، تر اوسه یې د راټولېدو لپاره ۴۰۰ بېلابېل عنوانه کتابونه ثبت کړي، چې د دوی د ادعا له‌مخې د دوی د ايډیالوژۍ، عقیدې، د اسلام او افغانیت ضد و.

د یاد وزارت چارواکو دا هم ويلي وو ، دوی به راتلونکي کې د دغو کتابونو لېست له رسنیو او خپرونکو سره شریک کړي او دا چاره به ټول افغانستان کې ترسره شي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG