د کتاب نړيوالې ورځې په درشل کې د افغانستان يو کتاب پلورنځى په پام کې لري، په انلاين بڼه د کتابونو خرڅولو پروګرام پيل کړي.
دا په افغانستان کې يو نوى ابتکار ګڼل کېږي.
اکسوس کتاب پلورنځى وايي په افغانستان کې اوس د کتاب لوستلو دود بېرته په راژوندي کېدو دى.
د دې کتاب پلورنځي له مشر صفي الله ناصري سره صالح محمد صالح مرکه کړې ده.
په پيل کې يې ورڅخه پوښتنه کړې: په انلاين بڼه د کتابونو پلورلو پروګرام په افغانستان کې څومره عملي برېښي؟