د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۲

د کینیا په نایروبي کې لا هم نښتې روانې دي


د کینیا د پلازمېنې نایروبي په یوه پلورنځي کې چې یوې وسله والې ډلې ګڼ شمېر خلک یرغمل کړي نښتې اوس هم روانې دي.

په ماشینګڼو او لاسي بمونو سمبالو وسله والو د شنبې په ورځ پردې درې پوړیز پلورنځي حمله وکړه. له شنبې ورځې راهیسې پردې پلورنځي د الشباب ډلې د برید له پیل راهیسې د امنیتي ځواکونو او وسله والو په نښتو کې نه شپېه کسان وژل شوي او څه باندې یوسل اویا کسان ټپیان دي.

د ویست ګېټ په نوم د نایروبي په دې ستر پلورنځي کې چې یهودان په کې شریکان دي نن د درنو ډزو او چاودنو آوازونه اورېدل کېدل.

راپورونه وايي چې؛ تر پنځلسو پورې وسله وال او په نامعلوم شمېر یرغمل لاهم په پلورنځي کې دننه شته.

د سومالیا الشباب ډلې چې له القاعده شبکې سره نژدې اړیکي لري د دې حملې مسوولیت منلی.

د کینیا پوځ وايي، د ویست ګېټ مال پلورنځي ډېره برخه یې له وسله والو بریدکوونکو پاکه کړې ده. د کینیا د پولیسو یوه جګپوړي مقام جنرال دیویدکیمایوو د دوشنبې په ورځ وویل، امنیتي ځواکونو تېره شپه د بریدکوونکو له منګولو نور یرغمل هم وژغورل.

کیمیایوو پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې یو کم شمېر یرغمل لاهم په دې پلورنځي کې پاتې دي. نوموړي که څه هم د پاتې یرغملو شمېر یاد نکړ خو ویې ویل چې پربریدکوونکو بري ته نژدې شوي دي.

د سره صلیب نړیواله کمیټه وايي چې لږترلږه ۶۳ کسان لاهم ورک دي خو معلومه نه ده چې په دې ډله کې به پاتې یرغمل، وژل شوي کسان او هغوی چې ځانونه یې پټ کړي شامل وي کنه.

د کینیا ولسمشر اوهورو کینیاتا پرون خپلو خلکو ته په وینا کې ژمنه وکړه چې برید کوونکو ته به ډېرژر دردوونکې سزا ورکړل شي:

"الشباب تروریستي ډلې په ټولنیزو رسنیو کې د ترور د دې نامردانه حملې مسوولیت ومانه خو بیاهم په قاطع ډول د هغې د مسوولینو د معلومولو لپاره تحقیقات روان دي څو وکولای شو چې ورسره بشپړ حساب کتاب وکړو. دوی باید د دې پست او وحشیانه عمل په خاطر زموږ له منګولو ونه وځي."

الشباب وايي، دا برید یې په سومالیا کې په پوځي عملیاتو کې د کینیا د ګډون په غبرګون کې کړې. له ۲۰۱۱ کال راهیسې د کینیا د پوځ شاوخوا څلور زره سرتېري له افراطي اسلامپالو ډلو سره د جګړې لپاره په جنوبي سومالیا کې دي.

په قربانیانو کې د دریو برتانوي اتباعو مړینه تراوسه تایید شوې خو څرګنده نه ده چې په پاتې برمته وو کې به برتانوی اتباع وي کنه.

د برتانیا صدراعظم دیویدکمېرون پرون وویل چې د نورو بدو خبرونو احتمال نشي ردولای:

"دا یو سخت زړه بوګنوونکی، ناوړه او بېرحمانه برید و. هغه څه چې موږ پرې خبر یو دادي چې درې برتانوي اتباع وژل شوي دي. له دې چې وضعیت شېبه په شېبه بدلېږي نو موږ باید د نورو ناوړه خبرونو لپاره ځان تیار کړو."

په همدې حال کې د جرمونو نړیوالې محکمې آی سي سي د دوشنبې په ورځ وویل، د کینیا مرستیال ولسمشر ویلیم روتو "William Ruto" ته به چې د ۲۰۰۷ کال د انتخاباتو په جریان کې پرده د لګول شویو تورونو په خاطر تر محاکمې لاندې دی اجازه ورکړي چې د یوې اونۍ لپاره نایروبي ته ولاړ شي څو له دې بحران سره د مقابلې په چاره کې مرسته وکړي.
XS
SM
MD
LG