د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۸ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۶

ای‌او‌ايم: تېرکال نورو هېوادونو ته د کډوالۍ پرمهال ۱۰۷۸ افغانان مړه شوي

د کډوالو نړیوال سازمان دا هم ويلي چې، افغانانو ته دا زيانونه تر ټولو زيات د افغانستان او ایران ترمنځ په ځمکنۍ لار ور اوښتي دي او يو شمېر د پام وړ زيانونه دغه شان د بنګال او اندامان سمندرګیو په لارو کې هم پېښ شوي وي.

د کډوالو نړیوال سازمان "اى‌او‌ايم" وايي، د هغو کسانو شمېر چې په ۲۰۲۳ کال کې د نړۍ نورو هېوادونو ته د کډوالۍ پر مهال مړه شوي، د بل هر کال په پرتله لوړ دى.

د کډوالو نړیوال سازمان "اى‌او‌ايم" وايي، افغانستان د هغو هېوادونو په سر کې دی، چې په ٢٠٢٣ کال کې یې، نورو هېوادونو ته د کډوالو پر مهال ډېر وګړي مړه شوي دي.

ياد سازمان د پنجشنبې په ورځ (د جولای په ۲۵ مه) ناوخته په خپل راپور کې ویلي، د ۲۰۲۳ کال له جنوري د همدې کال تر دسمبر میاشتې پورې د هغو کسانو شمېر چې د نړۍ نورو هېوادونو ته د کډوالۍ پر مهال مړه شوي، تر ۲۰۱۴ ورسته د بل هر کال د همدې مودې په پرتله لوړ دى.

د "اى‌او‌ايم" د راپور پر بنسټ ، په ۲۰۲۳ کال کې په اسیا پاسفيک هېوادونو کې ۱۵۶۸ زره کسان مړه او لادرکه شوي، چې افغانستان د ۱۰۷۸ کسانو په درلودلو سره تر ټولو لوړ تلفات لري او ورپسې میانمار د ۴۳۶ کسانو په لرلو سره دويم هېواد دی چې ډېر تلفات لري.

د کډوالو نړیوال سازمان په ٢٠٢٢ کې د مړه او لادرکه شويو کسانو شمېر١،١٨٣ تنه ښودلى.

د کډوالو نړیوال سازمان دا هم ويلي چې، افغانانو ته دا زيانونه تر ټولو زيات د افغانستان او ایران ترمنځ په ځمکنۍ لار ور اوښتي دي او يو شمېر د پام وړ زيانونه دغه شان د بنګال او اندامان سمندرګیو په لارو کې هم پېښ شوي وي.

د کډوالو نړیوال سازمان دا هم ويلي چې، افغانانو ته دا زيانونه تر ټولو زيات د افغانستان او ایران ترمنځ په ځمکنۍ لار ور اوښتي دي .
د کډوالو نړیوال سازمان دا هم ويلي چې، افغانانو ته دا زيانونه تر ټولو زيات د افغانستان او ایران ترمنځ په ځمکنۍ لار ور اوښتي دي .

د کډوالو نړیوال سازمان ویلي، د مړه شويو له ډلې د ٧٣ سلنه کسانو جنسيت او عمرونه پېژندل شوي چې ۸۰ سلنه یې نارینه، ۱۰ سلنه ښځې او ۱۰ سلنه یې ماشومان دي.

افغان کډوالو هم پر دې لار کې خپلې زړه بوږنونکې کیسې له موږ شره شريکې کړي.

د کابل اوسېدونکی سعادت اماني وايي، دوه وروڼه او د تره دوه زامن يې شاوخوا دوه کاله وړاندې له افغانستانه د سويس په نيت وتلي وو، چې دوه يې خپل ټاکلي منزل ته رسېدلي او دوه نور نه‌دي رسېدلي.

د نوموړي په وينا، کله چې زمان او عرفان، ورور او تره يې له ترکيې څخه د سويس په نيت حرکت کړى وو اته مياشتې وروسته يې د تره د زوى مړی د بلغارستان په سمندر کې موندل شوى و او ورور يې لا هم نه‌دى موندل شوى.

هغه وويل: "له قاچاقبرانو سره چې موږ خبرې کولې پر ټليفون، نو ويل به يې چې ښايي پوليسو نيولي وي، بنديان دي موږ يې اته مياشتې، نهه مياشتې وغولولو، بالاخره مو د هغه مړى بلغارستان کې وموند، خو زما ورور زمان چې په لاره ورسره يو ځاى و، له بده‌مرغه د مړي او ژوندي يې تر نن ورځې درک نه‌شته."

ډېری افغان کډوال چې پر قاچاقي لارو بهرنيو هېوادونو ته ځي، د يو شمېر کورنيو په خبره يې مړی او ژوندی يې لا هم ورک دي.
ډېری افغان کډوال چې پر قاچاقي لارو بهرنيو هېوادونو ته ځي، د يو شمېر کورنيو په خبره يې مړی او ژوندی يې لا هم ورک دي.

د کډوالو د چارو پوهان له‌دې ډلې د جرمني د نورنبرګ پوهنتون استاد او څېړونکی مجیب‌الرحمن اتل بیا د کډوال منونکو هېوادونو له‌خوا د قانوني کډوالۍ د چارو اسانه کول د کډوالو د تلفاتو د کمولو اساسي حل‌لاره بولي.

نوموړی زیاتوي: "هغه کسان چې غواړي کډوالۍ ته مخه کړي بايد د لارې اړوند بشپړ معلومات ولري، له چا سره سفر کوي، د سفر لګښت او د توقف يا دمې ځاى په اړه او حتى بايد د کوربه هېوادونو په اړه کافي معلومات ولري."

"هغه کسان چې غواړي کډوالۍ ته مخه کړي بايد د لارې اړوند بشپړ معلومات ولري

دا په‌داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د طالبانو د بيا ځلي واکمنۍ وروسته بېلابېلو هېوادونو ته د افغانانو د ناقانونه کډوالۍ څپې يو ځل بيا وغځېدې.

دغو کډوالو په وار وار له ازادي راډیو سره په خبرو کې د امنیتي ګواښونو، د بې روزګارۍ د زیاتېدو، اقتصادي ننګونو او د طالبانو د حکومت له‌خوا د ښځو او نجونو د ژوند په بېلابېلو برخو کې د لګول شوي محدودیتونو، لکه له شپږم ټولګي پورته پر زده‌کړو او په يو شمېر نادولتي او ځينو دولتي ادارو کې د ښځو پر کار کولو بندیز د دوى د کډوالۍ لاملونه دي.

د يادولو ده چې په‌دې وروستيو کې د طبيعي پېښو له امله رامنځته شوي زيانونه هم د افغانانو د کډوالۍ يو بل لامل بلل کېږي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG