د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۵۸

د کرکټ په سياليو کې د افغان ابداليانو اتلولي؛ خلکو په بېلابېلو سيمو کې په جشنونو ولمانځله


د افغان ابداليانو کرکټ لوبډله
د افغان ابداليانو کرکټ لوبډله

د شپې ناوخته د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د کرکټ د الف لوبډلې اتلولي په جشنونو ولمانځل شوه.

جلال‌اباد کې ګڼ خلک د ښار واټونو ته وتلي وو او په اتڼونو او ولولو یې دا بریا ولمانځله.

"ماشاالله د خوشالي احساس لرو. ټولو افغانانو او هېوادوالو ته د دې سترې بریا مبارک وي."
اسحاق رحيمي

که څه هم جلال‌اباد کې د خلکو دې خوشالۍ ډېر دوام ونه‌کړ، ځکه د راپورونو له‌مخې طالبانو له‌دې ډلې یوشمېر خلک نیولي او بندیان کړې یې دي.

په خواله رسنیو کې ویډیوګانې لاس په لاس کېږي چې خلک د طالبانو له عسکرو د تېښتې په حال کې دي.

اخوا بیا د پرون شپې د بریا په خاطر افغان ستورو لوبغاړو راشد خان، محمد نبي او ګڼو نورو هم د مبارکۍ په پار ویډیوګانې خپرې کړي دي.

افغان لوبغاړی محمد اسحق رحیمي چې له صدیق‌الله اتل سره یوځای د فاینل لوبې ګټونکي لوبغاړي وو په یوه پيغام کې چې ازادي راډيو ته رسېدلی وايي: "ماشاالله د خوشالي احساس لرو. ټولو افغانانو او هېوادوالو ته د دې سترې بریا مبارک وي."

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په خپله ایکس‌پاڼه د دې بریا مبارکي ورکړې او ویلي يې دي چې افغان لوبغاړو په ټولو لوبو کې د افغانستان لپاره لاسته‌راوړنې کړي او وطنوال یې خوشاله کړي.

اخوا بیا د پرون شپې د بریا په خاطر افغان ستورو لوبغاړو راشد خان، محمد نبي او ګڼو نورو هم د مبارکۍ په پار ویډیوګانې خپرې کړي دي.
اخوا بیا د پرون شپې د بریا په خاطر افغان ستورو لوبغاړو راشد خان، محمد نبي او ګڼو نورو هم د مبارکۍ په پار ویډیوګانې خپرې کړي دي.

د طالبانو د حکومت چارواکو هم د کرکټ په‌دې بریا خوښي ښوولې.

له هغې ډلې د دوی د حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال شیرمحمدعباس ستانکزي یو بیان خپور کړی دی.

په‌دې بيان کې راغلي: "د افغانستان د کرکټ لوبغاړي، قهرمانان چې د سریلانکا په مقابل کې یې اتلولي خپله کړه دوی ته، د کرکټ ټول ټیم او د دوی د کرکټ بورډ مکملو منسوبینو او د افغانستان ملت ته د زړه له کومې مبارکي وایم. له الله پاکه نور توفیق ورته غواړم."

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم په خپله ایکس‌پاڼه په‌دې بریا خوښي ښوولې.

هغه په خپل بیان کې ویلي، افغانستان په نیمه پایلوبه کې د هند تر ماتولو وروسته وتوانېد سریلانکا ته په اووه ویکټو ماتې ورکړي.

خلیلزاد ویلي چې ټول ټیم او هر یوه افغان ته د دې بریا مبارکي وایي.

صدیق‌الله اتل چې د ایمرجنګ کپ سیالیو په‌دې دور کې یې سر پر سر ډېرې منډې کړي، په فاینل کې هم ښه وځلېد او ۵۵ ناسوځېدلې منډې یې وکړې.
صدیق‌الله اتل چې د ایمرجنګ کپ سیالیو په‌دې دور کې یې سر پر سر ډېرې منډې کړي، په فاینل کې هم ښه وځلېد او ۵۵ ناسوځېدلې منډې یې وکړې.

د افغانستان د کرکټ الف ټيم چې (ابدالیان) لوبډله نومیږي وتوانېده د اسیا په ایمرجینګ کپ سیالیو کې د سریلانکا الف ټیم ته ماتې ورکړي.

په‌‌دې لوبه کې سریلانکا د ۱۳۴ منډو هدف ورکړی وو چې، افغان لوبډله د نولسم اوور په سر کې د دریو لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ.

صدیق‌الله اتل چې د ایمرجنګ کپ سیالیو په‌دې دور کې یې سر پر سر ډېرې منډې کړي، په فاینل کې هم ښه وځلېد او ۵۵ ناسوځېدلې منډې یې وکړې.

په ایمرجنګ کپ سیالیو کې د افغانستان، هند، سریلانکا، بنګله‌دیش، کوربه متحده عرب امارات، عمان، هانک کانګ او پاکستان لوبډلې شاملې وې.

که څه هم الف ټیمونه وو خو اکثرو لوبډلو کې د اصلي ټيمونو مهم لوبغاړي هم ولوبېدل.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG