د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۰

د اسيا کرکټ ايمرجنګ سياليو پای‌لوبې ته د افغانانو وتل؛ دا بری د افغانانو له پراخ هرکلي سره مخ شوی


د افغان کرکټ لوبغاړي.
د افغان کرکټ لوبغاړي.

په لومړي ځل د اسیا د کرکټ د ایمرجنګ سیالیو پای‌لوبې ته د افغانستان د کرکټ الف لوبډلې وتل د ګڼو افغانانو له هرکلي سره مخامخ شوي دي.

د کرکټ مینه‌وال دا بریا له سریلانکا سره په پای‌لوبه کې د بریا لپاره یو نېک فال بولي.

"د کرکټ ملي لوبډلې چې تېره شپه له هنده لوبه وګټله دا د ټولو افغانانو لپاره ستر ویاړ دی
د بلخ اوسېدونکې حيا

د افغانستان الف لوبډلې پرون جمعه (د اکتوبر ۲۵مه) په نیمه پای‌لوبه کې له هند نه لوبه وګټله او د دغو سیالیو وروستي پړاو ته يې لار وموندله.

په هېواد دننه او بهر مېشتو افغانانو او د کرکټ مینه‌والو د اسیا د ځوانانو د کرکټ جام وروستي پړاو ته د افغانستان د الف ملي لوبډلې وتلو ته خوشحالي ښودلې او وایي، هیله‌من دي چې افغانستان د دې لوبو اتلولي وګټي.

د بلخ ولايت يوې اوسېدونکې حيا ازادي راډيو ته وويل: "د کرکټ ملي لوبډلې چې تېره شپه له هنده لوبه وګټله دا د ټولو افغانانو لپاره ستر ویاړ دی، زموږ د لوبډلې بریا ته ډېره خوشحاله شوم، د دوی همدا بریاوې دي چې زموږ د هېوادوالو پر شونډو یې مسکا راوستې."

دغه‌راز فرانسه کې مېشت افغان شمس‌الله رحيمي وايي: "که څه هم د سریلانکا لوبډله هم کمزورې لوبډله نه‌ده، خو موږ مو د خپل ټیم پر ځوانانو باور لرو چې دوی کولای شي هغوی ته هم ماتې ورکړي او کپ افغانستان ته راوړي."

ټاکل شوې د افغانستان او سریلانکا د الف ملي لوبډلو تر منځ فاینل لوبه سبا یک‌شنبه (د لړم په شپږمه) د عمان په پلازمېنه کې وشي.

کرکټ پوه او مبصر نورعلم فرید ازادي راډیو سره خبرو کې د افغانستان د الف کرکټ ملي لوبډلې د لوبغاړو پیاوړتیا ته په اشارې د دغو سیالیو اتلولي ګټلو ته هیله‌مندي وښوده.

نوموړي وويل: "زموږ نوي ځوانان چې کوم استعدادونه لري موږ واقعا پرې ویاړو، د افغانستان او سریلانکا فاینل لوبې ته لاره وموندله چې د دواړو (ډلو) لوبغاړي استعدادونه لري، زما په اند ان شاءالله افغانستان چې په هغه سیالۍ کې چې اوټ کېدل، سریلانکا ته ماتې ورکړې وه نو ښه مورال لري او هیله‌‌‌مند یو چې افغانستان به د اسیا کپ اتلولي وګټي."

دا لومړی ځل چې افغان لوبډله په پای‌لوبې ته وځي.
دا لومړی ځل چې افغان لوبډله په پای‌لوبې ته وځي.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي او د تېر جمهوري نظام پر مهال د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله هم په خپلو ایکس‌پاڼو او فېسبوک‌‌پاڼو د اسیا د ځوانانو جام فاینل پړاو ته د افغانستان د الف ملي لوبډلې وتلو له امله مبارکي هم ویلې ده.

د اسیا د ځوانانو کرکټ جام له ۲۰۱۳ کال راهیسې پیل شوی، چې له‌دې مخکې د سریلانکا او پاکستان لوبډلې دوه دوه ځلې د دې سیالیو اتلولي ګټلې ده.

هند هم یو ځل د دې سیالیو اتل شوی، خو افغانستان په ۲۰۱۷ او ۲۰۱۹ کلونو کې دوه ځلې یوازې تر نیمه پایلوبو رسېدلی و.

دا لومړی ځل دی چې د افغانستان الف ملي لوبډله فاینل لوبې ته د رسېدو چانس تر لاسه کړی دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG