افغانستان
کرکټ؛ هانګ کانګ د افغانستان الف لوبډلې ته ماتې ورکړه
د اسیا ایمرجینګ جام په ګروپي پړاو کې افغان ابدالیانو خپله وروستۍ لوبه د ۵ وېکټو په توپیر د هانګ کانګ ملي لوبډلې ته وبایلله.
دغه سیالي چې د عمان په کوربهتوب د کابل پر وخت ماسپښین ۱:۳۰بجه پیل شوې وه افغان لوبډلمشر د پچې تر ګټلو وروسته توپوهنه غوره کړه.
افغان لوبډلې د ټولو لوبغاړو تر سوځېدو وروسته په ۱۹.۵ اورونو کې ۱۳۱ منډې وکړې.
پهدې سیالۍ کې هم د افغان توپوهونکو له ډلې صدیقالله اتل مخکښ و، هغه ۵۲ منډې وکړې.
دغه راز کریم جنت ۲۱ او نعمان شاه ۲۰ منډې جوړې کړې.
د هانګ کانګ په توپ اچونکو کې بیا انس خان ښه وځلېد چې ۶ افغان لوبغاړي یې وسوځول او د دې لوبې د غوره لوبغاړي جایزه یې هم وګټله.
یادې لوبډلې ورکړل شوی هدف د وروستي اور په درېیم توپ د ۵ لوبغاړو تر سوځېدو وروسته پوره کړ او پهدې سره یې د ایمرجینګ په روان جام کې خپله لومړۍ بریا ثبت کړه.
د هانګ کانګ لوبډلمشر نزاکت خان ۶۱ او بابر حیات بیا ۳۹ منډې وکړې.
په افغان توپ اچونکو کې عبدالرحمن رحماني ۳ او قیس احمد دوه لوبغاړي وسوځول.
د افغانستان الف لوبډلې په ګروپي پړاو کې د سریلانکا او بنګلهدېش الف لوبډلې ماتې کړې دي او له وړاندې نیمه پایلوبې ته رسېدلي دي.
د روان جام د ګروپي پړاو وروستۍ سیالۍ به سبا چهارشنبه د اکټوبر په ۲۳مه نېټه پای ته ورسېږي او له هغې وروسته به څرګنده شي چې د اکټوبر په ۲۵مه نېټه افغان لوبډله له هندوستان او یا هم پاکستان سره نیمه پایلوبه لوبوي.
د ویلو ده چې د اسیا ایمریجنګ جام پایلوبه به د اکټوبر په ۲۷مه نېټه وي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د پوهني وزارت؛ د پاکستان په بریدونو کې اته زده کوونکي وژل شوي
د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت وايي، د ننګرهار په بهسود کې والسولۍ کې د پاکستاني پوځ په بریدونو کې اته زده کوونکي وژل شوي دي.
دغه وزارت د یکشنبې په ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، وژل شویو کې پنځه هلکان او درې نجونې شاملې دي.
د اعلامیې په ټکو، د پکتیکا په برمل والسولۍ کې د پاکستان د پوځ په بریدونو کې د مدرسې یو بل زده کوونکی ټپي شوی دی.
پاکستاني پوځ د یکشنبې په ورځ په ننګرهار او پکتیکا ولایتونو کې هوايي بریدونه وکړل.
د ننګرهار د امنې قومندانۍ ویاند ازادي راډيو سره خبرو کې ویلي، "د پاکستاني پوځ په بریدونو کې په بهسودو ولسوالۍ کې د یوې کورنۍ ۱۸غړي وژل شوي دي".
د پاکستان د اطلاعاتو او نشراتو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي،"په دغو هوايي بریدونو کې يې د تحریک طالبان پاکستان او داعش ډلې ۷ غړي وژلي دي".
خو طالبان وايي،" په هوايي بریدونو کې په نښه شوي او وژل شوي کسان ټول ملکیان دي".
جاپان اړمنو افغانانو سره د څلورو میلیونو ډالرو مرسته اعلان کړې ده
د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو ایف پي) وايي، "جاپان اړمنو افغانانو سره د څلورو میلیونو ډالرو مرسته اعلان کړې ده".
دغه پروګرام د یکشنبې د (فبرورۍ۲۲مه) پر خپلې ایکس پاڼې لیکي،"دغه بشري مرستې به په راتلونکو ۱۲میاشتو کې پر۸۰زره اړمنو افغانانو وویشل شي".
د ډبلیو ایف پي په ټکو، ۳۰زره خوارځواکې میندې او ماشومان به هم د ژوند ژغورنې دغه مرستې ترلاسه کړي.
د ملګرو ملتونو د شمیرو له مخې په روان کال کې نژدې ۲۲میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړمن دي.
بادغیس کې خونړۍ ترافیکي پېښه، ۹ تنه مړه او ۳۵ ژوبل دي
په بادغیس کې په یوه ترافیکي پیښه کې نهه کسان مړه شوي دي.
په بادغیس کې د طالبانو امنیه قومانداني په یوه اعلامیه کې ویلي چې دا پیښه نن یکشنبه ( د کب ۳مه) له غرمې مخکې د قلعه نو ښار په سبزک سیمه کې رامنځته شوې.
د اعلامیې له مخې، د هرات څخه بادغیس ته روان یو ۳۰۳ مسافر وړونکی بس له سړک څخه ووت، چې له امله یې نهه مسافر مړه او ۳۵ نور ټپیان شول.
د دوی په وینا، ښځې او ماشومان په قربانیانو کې شامل دي، او د پیښې په اړه څیړنې روانې دي.
د شنبې په ورځ، د بدخشان ولایت په تاشکان ولسوالۍ کې د سیند په غاړه د موټر د چپه کیدو له امله پنځه کسان مړه شول.
دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د بشري میشتېدنې پروګرام (UN-Habitat) په دې وروستیو کې ترافیکي پیښې د مخنیوي وړ ناورین او په افغانستان کې د مړینې یو له اصلي لاملونو څخه بللې دي.
جاپان د افغانستان د بیارغونې صندق ته نژدې ۳ میلیارده ډالر ورکړل
په کابل کې د جاپان سفارت وایي، د اړمنو افغانانو د لاسنیوي لپاره یې د افغانستان د بیارغونې صندوق ته دوه اعشاریه ۸ میلیونه ډالر ورکړي دي.
دغه سفارت نن یکشنبه ( د کب ۳مه) پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې د دغې همکارۍ هوکړه یې له نړیوال بانک سره لاسلیک کړه.
وړاندې راغلي چې دا پیسې به د د اړمنو ښځو او ځوانانو په ګډون د زیانګالو افغانانو د ژوند په ښه والي ولګول شي.
دا مرسته داسې مهال کیږي چې د خوړو نړیوال سازمان تېره اونۍ وویل چې په افغانستان کې د لوږې کچه ګواښونکي حالت کې ده.
تورخم کې څه باندې ۵۰۰ میله وسله نیول شوې
د طالبانو سیمه ییزو چارواکو ویلي چې د دوی ځواکونو په تورخم کې ۵۲۵ میله بیلابیلې وسلې او مهمات نیولي دي.
په ننګرهار کې د طالبانو د والي مرستیال غلام الرحمن حیدري رسنیو ته ویلي چې دغه وسلې او مهمات له پاکستانه افغانستان ته د راستنو شویو افغان کډوالو په یوه موټر کې نیول شوي.
د دغو وسلو د رالیږدولو په تور د طالبانو حکومت یو افغان او یو پاکستانی وګړی نیولي دي.
په خواله رسنیو کې هم د یادو وسلو د نیول کېدو او د طالب چارواکو څرګندونې ډېرې منعکس شوې دي.
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر له امیرخان متقي سره د اقتصادي اړیکو په پراختیا غږېدلی
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر بختیار سعیدوف ویلي چې د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره یې د اقتصادي پراختیا او نورو مسایلو په اړه خبرې کړي.
ښاغلي سعیدوف شنبه ماښام په خپله ایکس پاڼه په دې اړه یو بیان خپور کړی.
هغه دا ټیلیفوني خبرې رغنده بللي.
سعیدوف ټینګار کړی چې ده او متقي د ښو اړیکو په جوړولو، او همداراز د دایمي ثبات، پراختیا او دوه اړخیزې ښیرازۍ لپاره د سیمه ییز اتصال د پراختیا په اړه ژمنې وکړې.
ازبکستان لا په افغانستان کې د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی خو څو واره یې لوړپوړي پلاوي افغانستان ته لیږلي.
یو برازیلی د افغانستان د فوټبال د ملي ټیم روزونکی شو
برازیلی خوزه انتونیو نوګیرا د افغانستان د فوټبال د ملي لوبډلې نوی سر روزونکی وټاکل شو.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون نن نوګیرا د یو لړ مراسمو په ترڅ کې په کابل کې معرفي کړ.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون د بیان له مخې نوګیرا یو کلن تړون لاسلیک کړی دی.
تر ده ده مخکې ایټالیایی وینچنزو البرتو د افغانستان د فوټبال د ملي ټیم سر روزونکی و.
ریچارډ بنټ د افغان نجونو او ښځو د روغتیایي سلامتیا راپور وړاندې کوي
ټاکل شوې ده چې د بشري حقونو په برخه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو ځانګړی راپور ورکوونکی روانه اونۍ د افغان ښځو او نجونو د روغتیایي سلامتیا د حقونو په اړه راپور وړاندې کړي.
ریچارډ بنټ ازادي راډیو ته وویل چې په دې راپور کې به پر دریو ټکیو تمرکز کیږي، لومړی دا چې له اوږدې مودې راهیسې په افغانستان کې روغتیایي سیستم د جګړو او شخړو له امله کمزوری شوی، دوهمه ستونزه د طالبانو تګلاره ده چې د نجونو او ښځو پر روغتیایي زده کړو یې بندیز لګولی دی او دریم مشکل له افغانستان سره د نړیوالو د مرستو کمیدل دي.
ریچارډ بنټ به خپل راپور د پنجشنبې په ورځ د بشري حقونو د شورا یو شپیتمې غونډې ته وړاندې کړي.
د ملګرو ملتو د بشري حقونو شورا پروسږکال په خپله شپیتمه غونډه کې له ښاغلي بنټ څخه غوښتي و چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د وضعیت په اړه یو هر اړخیز راپور چمتو کړي او د دوه زره شپږ ویشتم کال په لومړیو کې دې دا راپور یو شپيتمې غونډې ته وړاندې کړي.
د خوړو د نړیوال پروګرام: په افغانستان کې خوارځواکي ماشومان په ډیریدو دي
د افغانستان لپاره د خوړو د نړیوال پروګرام مشر په افغانستان کې د خوارځواکو ماشومانو د شمیرو زیاتیدو ته ژوره اندیښنه ښکاره کړه.
جان ایلیف له اسوشیتد پریس اژانس سره په مرکه کې چې د جمعې په ورځ خپره شوه، وویل چې دغه اوس په افغانستان کې څلور میلیونه ماشومان له خوارځواکۍ سره مخامخ دي چې دا تر بل هر وخت لوړه شمیره ده.
ښاغلي ایلیف زیاته کړه چې د دوی له ادارې سره د مرستو د کمیدو له امله اوس مجبوره دي چې له څلور خوارځواکو ماشومانو څخه له یوه سره مرسته وکړي.
د خوړو نړیوال پروګرام د جمعې په ورځ په یوه راپور کې څرګنده کړه چې د اوس لپاره هره میاشت یوازې له دوه میلیونه افغانانو سره په افغانستان کې مرسته کولی شي.
په کابل او شاوخوا سیمو کې زلزله وشوه
شېبې مخکې نسبتاً قوي زلزلې کابل او د افغانستان ځینې ختیځ ولایتونه ولړزول.
د امریکا د جیالوحیکي سروې د معلوماتو له مخې، د دې زلزلې شدت ۵.۸ درجې و او مرکز یې د کابل د شمالختیځ په شاوخوا ۱۳۰ کیلومترۍ کې و.
تر اوسه د احتمالي مرګژوبلې او زیانونو په اړه څه نه دي ویل شوي.