د یوې تازه سروې پايلې ښيي چې په ۲۰۲۳م کال کې د افغانستان په ۱۴ ولایتونو کې کوکنار کرل شوي وه، خو په ۲۰۲۴م کال کې دا کښت درې هيکټارو ځمکو ته راټيټ شوی دی.
د السيس په نوم یوه بریتانوۍ موسسه چې د جغرافيايي سروې په برخه کې کار کوي، د تېر کال د ژمي په سر کې د افغانستان د کوکنارو د کښت په اړه سروې پيل کړه، دا سروې د ۲۰۲۴م کال د جولای د مياشتې پر ۲۲ نېټه پای ته ورسېده او دا دی اوس يې پايلې اعلان شوې.
دا سروې چې د سټلایټ یا سپوږمکۍ له لارې ترسره شوې پايلې يې ښيي چې، په ۲۰۲۳م کال کې د افغانستان په څوارلسو ولایتونو کې په پنځلس زره او ۶۴۸ هيکټارو ځمکو کې کوکنار کرل شوي وه، خو په ۲۰۲۴م کال کې دا کښت درې زره او ۶۴۱ هيکټارو ته راټيټ شوی دی.
په دې راپور کې ويل شوي چې سږکال د افغانستان په ډېری ولایتونو کې کوکنار کرل شوي وو.
د السيس موسسې د افغانستان په څوارلسو ولایتونو کې نمونه يي سروې کړې ده.
په دې سروې کې بغلان، بلخ، دایکنډی، زابل، روزګان، کندهار، هلمند، فراه، نیمروز، هرات، کاپيسا، کونړ، لغمان او ننګرهار ولایتونه شامل دي.
په هغه تحلیل کې چې د دې موسسې د سپوږمکۍ د عکسونو پر بنسټ چمتو شوی ويل شوي، که څه هم د طالبانو حکومت خپلې هڅه وکړې چې سږکال هم د کوکنارو کښتونه ویجاړ کړي، خو دا چې د کوکنارو کښتونه ډېر پراخ دي، د طالبانو حکومت دومره پرسونل او امکانات نه لري چې دا ټول کښتونه ویجاړ کړي.
د بېلګې په ډول بدخشان ولایت ته اشاره شوې ده، په دې ولایت کې د طالبانو حکومت د کوکنارو د کښت ویجاړولو لپاره زر نفره نظامیان ګومارلي وه، دې نظامیانو په درېیو میاشتو کې یوازې درې سلنه کښتونه ویجاړ کړل او بزګرانو له پاته کښتونو څخه حاصلات واخيستل.
د کورنیو چارو وزارت له نشه يي موادو سره د مبارزې معينیت د سروې او پاليسۍ پخوانی رئیس سید نجیب الله احمدي وايي، که څه هم د طالبانو حکومت سږکال د کوکنارو د کښت مخه ونیوله، خو د دې کار په مقابل کې د تاریاکو بيې څو برابره لوړې شوې چې په نتیجه کې يې مافيايي ډلو تر نورو کلونو ډېرې پیسې ترلاسه کړې.
هغه وویل: "سږ کال په مجموع کې د افغانستان په ولایتونو کې کوکنار کرل شوي وه. مهمه خبره دا ده چې پخوا به د جنوبي ولایتونو بزګرانو پنځه جریبه کوکنار کرل او له دې پنځو جریبو کوکنارو څخه به يې څلوېښت کيلوګرامه تاریاک ترلاسه کول، خو سږ کال یوه بزګر په دوه سوه متره مربع ځمکه کې کوکنار وکرل، دوه کیلوګرامه تاریاک يې ترلاسه کړل او له دې لږ ځمکې څخه يې د څلوېښتو کیلوګرامو په اندازه پيسې ترلاسه کړې. د دې ترڅنګ، د جنوبي ولایتونو ځينې بزګران شمال ته ولاړل، داسې سیمو ته ولاړل چې خلک يې د کوکنارو له کښت سره بلد نه وه، د هغوی ځمکې يې اجاره کړې، کوکنار يې پکې وکرل او ډېرې پيسې يې ترلاسه کړې."
د السیس موسسې موندلې چې د طالبانو حکومت د خپل مشر د فرمان عملي کولو په برخه کې جدي دی او آن دا چې څو والیان او سيمهييز چارواکي چې د دې فرمان په مخکې خنډ وه له کاره کوښه کړي دي، خو تحلیګران دوه مياشتې مخکې په بدخشان ولایت کې د بزګرو مخالفت ته اشاره کوي، هغه مخالفت چې خبره تر تاوتریخوالي پورې ورسېده، تحلیګران وايي، که د طالبانو حکومت د بزګرو لپاره د بديل کښت او اقتصادي مرستو د جذب په برخه کې بریالی نه شي، راتلونکي کلونه به دا مخالفتونه نور هم ډېر شي.
دا په داسې حال کې ده چې د بهرنیو چارو سرپرست وزير اميرخان متقي تازه انتقاد کړی او ويلي يې دي چې که څه هم د دوی حکومت د کوکنارو د کښت مخه نيولې ده، خو نړیوالې ټولنې د بزګرو لپاره د بديل کښت چمتو کولو په برخه کې له دوی سره مرسته نه ده کړې.
هغه وویل: " نشهيي مواد چې زیان يې ټولې نړۍ ته رسېده او افغانستان يې د نړۍ په کچه د نشهيي موادو په لومړي تولیدوونکي هېواد بدل کړ، نن هغه نشهيي مواد بند شوي دي، اوس معتادین درملنه او بزګر بديل معيشیت، ژوند او کار غواړي. له بده مرغه چې نړیوالې ټولنې په دې برخه کې خپله مسوولیت نه دی ادا کړی. نشه يي مواد ټولې نړي ته قاچاق کېدل او زیان يې ټولې نړۍ ته رسېده، خو اوس چې دا مواد بند شول اقتصادي فشار يې یوازې د افغانانو ملا ماتوي."
په افغانستان کې د نشهيي موادو د وضعیت په اړه داسې مهال نمونه يي سروې کېږي چې ملګرو ملتونو سږکال د خپلې سروې پايلې نه دي اعلان کړي، خو درې اوونۍ مخکې د ملګرو ملتونو سرمنشي د دې سازمان امنیت شورا ته د راپور وړاندې کولو پر مهال وويل چې، سږکال به یو ځال بیا په افغانستان کې تاریاک تولید شي.