افغانستان
د کړکېچ نړيوال سازمان: افغانستان کې توليد شوي نشهيي توکي د نړۍ بازارونو ته وارديږي

د کړکېچ نړیوال سازمان په یوه نوي راپور کې ویلي، که څه هم د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په افغانستان کې د تریاکو د کښت ممانعت د تریاکو کښت خورا کم کړی، خو په افغانستان کې تولید شوي نشهيي توکي د نړۍ بازارونو ته واردېږي.
په دغه راپور کې چې د پنجشنبې په ورځ خپور شو، راغلي چې یوشمېر سوداګر د نشهيي توکو د زېرمو خرڅلاو ته دوام ورکوي او یوشمېر کروندګر لهدې بندیز سره مقاومت کوي.
همدارنګه ویل شوي، د کوکنارو د کښت د بندولو لپاره د طالبانو اقدام د بزګرانو او کلیوالو کارګرانو اقتصادي امکانات لهمنځه وړي چې په ځانګړې توګه د کورنیو ښځې یې ډېرې اغېزمنې کړي دي.
د راپورونو لهمخې په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ مخکې په پراخه کچه کوکنار کرل کېدل، خو له میاشتو راهیسې طالبانو د کوکنارو پر کښت بندیز لګولی دی.
د کړکېچ د نړیوالې ډلې په راپور کې وړاندیز شوی چې، طالبان باید د دغه بندیز په عملي کولو کې له بېوزلو بزګرانو سره نرمي وکړي او په غیر کرنیزو برخو کې د کارموندنې په برخه کې ډېر تمرکز وشي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
نن چهارشنبې د هېواد په ۱۲ولایتونو کې د شدیدو وروښتونو له کبله د سیلابونو د راوتو اټکل شوی دی

نن چهارشنبې د هېواد په ۱۲ولایتونو کې د شدیدو وروښتونو له کبله د سیلابونو د راوتو اټکل شوی دی.
د طالبانو په واک کې د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوايي پیژندنې ریاست پرون ناوخته د یوې خبرتیا په خپرولو سره په نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، کاپیسا، پنجشیر، پروان، کابل، لوګر، خوست، پکتیا او پکتیکا ولایتونو کې د تیز باران له کبله د سیلابونو د راوتو اټکل کړی دی.
افغانستان د نړۍ هغه هېواد دی چې په نړۍ کې د اقلیمي بدلون له کبله د زیانمنو شویو هېوادونو د کتار په سر کې ځای لري.
وچکالي او بې وخته بارانونه د اقلیمي بدلون لویې نښې دي.
اف ای او؛ د افغانستان په کلیو کې وچکالي د کورنیو د ژوندي پاتې کیدو پر وړاندې جدي ګواښ دی

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې اداره (افایاو) وايي، د افغانستان په ډیرو شمیرو کلیو کې وچکالي د کورنیو د ژوندي پاتې کیدو پر وړاندې جدي ګواښ دی.
دغې ادارې په خپل تازه راپور کې زیاته کړې، "سږکال په لیرو پرتو سیمو کې د وچکالۍ یا بې وخته بارانونو له کبله د خلکو کرنیز محصولات له منځه تللي، څړځایونه کم شوي، د ځمکې لاندې د اوبو کچه ټیټه شوې چې ورسره د افغانستان مالداره او پر کرنې متکي کورنۍ په جدي توګه زیانمنې شوي دي".
د ملګرو ملتونو دغې ادارې روان وضعیت ته په غبرګون کې له نړیوالو د ۳۴میلیونو ډالرو عاجلو مرستو غوښتنه کړې ده.
د ایران سپاه سپادارانو له طالبانو د بریټانیا سره د افغان همکارانو د افشا شویو معلومات لیست غوښتی

د ایران سپاه پاسداران ځواکونو د طالبانو له حکومته د هغوو افغانانو د افشا شویو معلوماتو لیست غوښتي چې له بریټانوي ځواکونو سره يې په افغانستان کې کار کړی وو.
د ډیلي تلګراف د راپور له مخې، سپاه پاسداران غواړي د دې معلومات له لارې د استخباراتي ادارو جاسوسان (MI6) په نښه کړي.
د راپورونو له مخې، د ایران حکومت هیله مند دی څو د دغو ۲۵زره افغانانو د معلوماتو په څیړلو سره پر لویدیز فشارونه زیات کړي.
تهران هڅه کوي، له لویدیز سره د اټومي پروګرام د خبرواترو له پیل مخکې د فشار یوې وسیلې ته لاسرسی ومومي.
د افغانانو په ګډون د بریټانوي سرتیرو افشا شوي معلومات د "مرګ په لیست" مشهور دي.
په دې لیست کې له بریټانوي ځواکونو سره د افغان همکارانو د معلوماتو سربیره د بریټانوي سرتیرو او چارواکو معلومات هم شامل دي.
د معلوماتو دغه لیست په ۲۰۲۲کال کې په تیروتنې سره افشا شوی چې په وروستیو کې په بریټانیا کې غوغا رامنځته کړې ده.
ایراني چارواکو د خلق مجاهد ګوند درې غړي د عامه نظم د ګډوډولو په تور نیولي دي

ایراني چارواکي وايي، د اپوزیسیون درې غړي يې د عامه نظم د ګډوډولو د هڅو په تور نیولي دي.
د ایران د ایسنا خبري اژانس د راپور له مخې، دغه کسان د ایران د خلق مجاهد "یاغي" حزب سره اړیکې لري چې د سپاه پاسدارانو له خوا د تهران په جنوب شرق کې نیول شوي دي.
د ایران حکومت پر دغې یاغي حزب بندیز لګولی دی.
فرانسپرس خبري اژانس لیکي، له نیول شویو کسانو څیړنې پیل شوي.
د ایران خلق مجاهد حزب په ۱۹۶۰کال کې د وخت له پاچا سره د مخالف په موخه د لویدیز په ملاتړ تاسیس شو.
دغه حزب په ۱۹۷۹کال کې د عراق له ولسمشر صدام حسین څخه په ملاتړ تورنه او پر فغالیتونو يې بندیز ولګول شو.
د پاکستان حکومت یو ځل بیا د افغان کډوالو د اخراج لړۍ پیل کړه

د پاکستان حکومت یو ځل بیا د افغان کډوالو د اخراج لړۍ پیل کړه.
دا کډوال وروسته له هغې په جبري توګه بیرته افغانستان ته ستنیږي چې د پاکستان حکومت په دې هېواد کې د پې او ار کارت لرونکو کډوالو د پاتي کیدو موده تمدید نه کړه.
په پاکستان کې څه باندې ۱،۴میلیونه د پي او ار کارت لرونکي افغان کډوال ژوند کوي چې د کارتونو موده يې د جون په میاشت کې پای ته رسیدلی وه.
د پاکستان حکومت د دغو کډوالو د اخراج لړۍ د پیل پریکړه پرون دوشنبې اعلان کړه.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنري دا پریکړه غندلې او له پاکستانه يې غوښتي چې پر دې پریکړې له سره غور وکړي.
د افغانستان بل ګونډي ایران هم په دې وروستیو څو میاشتو کې څه باندې دوه میلیونه افغان کډوال بیرته افغانستان ته په جبري توګه اخراج کړل.
په هرات کې د خطاطۍ څلور ورځنۍ نندارتون پرانیستل شوی

په هرات کې د خطاطانو د ټولنې په همکارۍ د کوفي خط لومړی نندارتون د دوشنبې په ورځ پرانیستل شو.
په دې نندارتون کې د کوفي خط پنځه څلویښت ډوله هنري اثار راغونډ شوي، چې په ځانګړې ډول د لومړۍ هجري پيړۍ د هنر استازیتوب کوي.
دا نندارتون به د پنجشنبې ورځې تر اخره د هرات ښار په علامه صلاح الدین سلجوقي تالار کې پرانیستی وي.
د عینک مسو له کان څخه ۱۴۳۰ لرغوني اثار ولیږدیدل

د عینک مسو د کان له سیمې ترلاسه شوي یو زر څلور سوه دیرش لرغونې اثار به تر ارزونې وروسته ملي موزیم ته وسپارل شي.
د طالبانو د اطلاعات او کلتور وزارت د دوشنبې په ورځ وویل چې دا اثار به د لرغون پیژندونکو له لورې پاک شي، ترمیم به شي او تر ثبت او تسجیل وروسته به ملي موزیم ته انتقال شي. دغه وزارت زیاتوي چې په دې اثارو کې له خټو، ډبرو، فلزاتو، شیشې، هډوکو او لرګیو جوړ شوي توکي دي چې د کوشاني او ساساني دورو مسي سیکې، کتیبې، جامونه، پیالې ، څراغونه، د مسو دستبندونه، عقیق، لاجورد، عاج، د هډوکو مرۍ، او یوشمیر نور وسایل شامل دي.
د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت په خبرپاڼه کې راغلې دي چې دا اثار تر پنځه زره کلونو ډیر لرغونې دي.
اسلام اباد ته د متقي سفر د ( تخنیکي ستونزو) له کبله ځنډیدلی

پاکستان ته د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر امیرخان متقي سفر ځنډیدلی دی.
په اسلام اباد کې د مشال راډیو خبریال طاهرخان د پاکستاني سرچینو په حواله ویلي چې دغه سفر " د تخنیکي ستونزو له کبله" ځنډول شوی.
دوی ویلي، د ملګرو ملتونو امنیت شورا متقي ته د سفر اجازه نه ده ورکړې.
د دواړو خواوو رسمي سرچینو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
ټاکل شوې وه چې متقي د یوه پلاوي په مشرۍ په دوه ورځني سفر نن دوشنبه اسلام اباد ته ولاړ شي او له صدر اعظم شهباز شریف او نورو چارواکو سره وګوري.
متقي د جولای میاشتې په وروستیو کې ویلي و چې د اګست میاشتې په لومړۍ اونۍ کې پاکستان ته سفر کوي.
د افغانستان او ازبکستان خصوصي سکټورونو د ۴۵میلیونه ډالرو په ارزښت سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک کړي

د افغانستان او ازبکستان د خصوصي سکټورونو ترمنځ د څه باندې ۴۵میلیونو ډالرو په ارزښت سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک شوي دي.
دا هوکړه لیکونه پرون یکشنبې په کابل کې په یوې ناستې ته د دواړو لورو د لوړپوړو چارواکو ترمنځ لاسلیک شوي.
ناسته کې د طالبانو د حکومت د صنعت او سودګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیزي وویل،"تمه لرو چې له ازبکستان سره مو د سوداګرۍ کچه تر دریو میلیاردو ډالرو رسوو".
په کابل کې د ازبکستان سفیر ایبک عثمانوف د تاشکند او کابل ترمنځ نویو هوکړو ته په اشارې وویل، "سږکال له افغانستانه ازبکستان ته صادرات درې برابره شوي دي".
له دې وړاندې طالبانو له ازبکستان سره ترجیحي سوداګري هوکړې لاسلیک کړې وې.
که څه هم په دې وروستیو کې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ سوادګره راکړه ورکړه زیاته شوې، خو افغان سوداګرو ته د ویزو په برخه کې ستونزې پرځای دی او نشي کولی په وخت د ازبکستان ویزې ترلاسه کړي.
اسټرالیا کې د افغان فوټبال ښځینه لوبغاړو د نړیوالو استعدادونو د پیژندنې په سیالیو کې ګډون کړی وو

په اسټرالیا کې میشت د افغانستان د فوټبال ښځینه لوبغاړو په دې هېواد کې د نړیوالو استعدادونو د پیژندنې په سیالیو کې ګډون کړی وو.
د رویترز خبري اژانس د راپور له مخې، دغه سیالۍ تیره میاشتې وې او تمه ده د سږکال د دوستانه نړیوالو لوبو لپاره د افغان ښځینه لوبغاړو ۲۳کسیزه لوبډله جوړه شي.
پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنیدو وروسته د فوټبال ډیر شمیر ښځینه لوبغاړې اسټرالیا ته کډوالې شوې.
په تیرو نژدې څلورو کلونو کې دا لوبغاړې د فوټبال نړیوال جام سیالیو ته د لار موندنې لپاره مبارزه کوي.
دا پرمختګ وروسته له هغې دی چې د مې په میاشت کې د فوټبال نړیوال فدراسیون د افغان ښځو د کډوالو لوبډلې جوړول تصویب کړل.