د ګالوپ څېړنیز بنسټ د یوې نظرپوښتنې له مخې چې پايلې يې د جمعې په ورځ اعلان شوې ويل شوي، افغان مېرمنې له زیاتو ستونزو سره مخ دي او ازادي یې محدوده شوې ده.
په جولای میاشت کې تر سره شوې دغې نظر پوښتنې ښودلې چې په افغانستان کې دننه د ښځو او نجونو راتلونکى د کار، زدکړو او تولنيزو فعاليتونو په برخه کې له محدوديتونو سره مخ دي .
د نظر پوښتنې پر بنسټ چمتو شوی راپور زیاتوي چې له پاکستانه د سلګونو افغان کډوالو ښځو او نجونو ايستل دغه اندېښنې نورې هم زیاتې کړې دي.
د نظر پوښتنې پر بنسټ ١١ سلنه ښځو ويلي چې له لرلې ازادۍ خوښې دي، ١٧ سلنه ګډونوالو ښځو ويلي چې له دوى سره په درناوي او احترام چلند کېږي خو تقريبا ټولو ويلي چې ځورېږي.
ګالوب څېړنيز بنسټ زياته کړې چې سږ کال د افغان مېرمنو له ازادۍ څخه د رضایت د انتخاب کچه د تېرو کلونو په پرتله تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلې او دا نه یوازې په افغانستان؛ بلکې په ټولو هغو هېوادونو کې چې دغه انسټیټیوټ په کې نظرپوښتنې کوي یو نوی ریکارډ دی.
ډیری ښځو ویلي چې دوی لاهم د نجونو او میرمنو لپاره د شته شرایطو او د طالبانو لخوا د ښځو په وړاندې د بنديزونو له امله اندیښمنې دي. ځکه له دوی سره په درنښت چلند نه کیږي.
په ورته وخت کې یو شمېر افغان نجونې او ښځې وايي چې طالبانو په تېره دوه نیم کلنې واکمنۍ کې پر افغان ښځو او نجونو د ژوند شرایط سخت کړي دي.
د ښځو د حقونو یوې فعالې پاریسا مبارز له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې ښځې د ګرځېدو راګرځېدو ازادي نه لري او دا تاوتريخوالى د هرې ورځې په تېرېدو سره زیاتیږي.
مبارز وایي:
"موږ پرته له دې چې د افغان ښځو اونجونو غلى غږ پورته کړو بله لار نه لرو. موږ پ له تاوتریخوالي سره مخ کېږو، په لارو کې او ان که په کورونو کې هم پروګرامونه ولرو، بيا هم تاوتریخوالی یې دوام لري."
له زده کړو یوه ګرځول شوې نجلۍ زینت وايي، د طالبانو د حکومت هدف له ټولنې د ښځو او نجونو لرې کول دي او په دومره وخت کې د ښځو او نجونو لپاره کومه مثبته پریکړه نه ده کړې.
نوموړې وایي:
" د اسلامي امارت له جوړېدو مخکې نجونو د کار، زده کړو او ازادۍ حق درلود، خو د اسلامي امارت یوازینۍ موخه دا ده چې نجونې له زده کړو او څخه راوګرځوي، چې په تېرو درېیو کلونو کې نجونو و نشواى کولوى چې خپل ارمانونه پوره کړي."
ناجيه حيدري هم يوه له هغو زدکړيالانو ده چې له زده کړو بې برخې شوې وايي، ښځې له خپلو ټولو حقونو بې برخې دي.
حیدري ازادي راډیو ته وویل:
"کله چې پوهنتون خلاص و او د زده کړې حق مې درلود، په څنګ ګې مې دنده هم درلوده. د پوهنتون په تړلو سره موږ له زده کړو، کار او هر څه بې برخې شو."
ثریا سادات چې په پاکستان کې مېشته افغان کډواله ده، وايي چې ډېر وخت یې په افغانستان کې کار کړی، خو اوس د کډوالۍ له ستونزو سره مخ ده.
آغلې سادات زیاتوي:
"په پاکستان کې پر افغان مېرمنو رواني، اقتصادي او ټولنیز فشارونه ډېر زیات دي. یوازینی کسان چې بېا د اخراج په پروسه کې زيان ويني هغه افغانې نجونې دي چې دلته زده کړې کوي."
په افغانستان کې د طالبانو په بیاځلي واکمنېدو سره، ښځې او نجونې له شپږم ټولګي پورته ښوونځيو، پوهنتونونو، په ډېرو دولتي او ټولو نادولتي دفترونو کې له کار کولو،ټولنيزو او فرهنګي فعاليتونو راګرځول شوي.
د طالبانو حکومت تل ادعا کړې، چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې یې د ښځو حقونه ورکړي دي.
د یادونې ده، چې د طالبانو د حکومت لخوا پر ښځو او نجونو د دغو بنديزونو له لږول کېدو وروسته، بېلابېلو سازمانونو ویلي، چې دغه بندیزونو د نجونو او ښځو پر اقتصاد، روحي او رواني وضعیت او زده کړو ناوړه اغېز کړی، خو طالبانو لا هم خپله پرېکړه نه ده بدله کړې .