د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ یا یوناما مشره روزا اوتونبایوا وايي، پر افغان ښځو او نجونو د طالبانو د حکومت بندیزونه او محدودیتونه د دوی د حکومتولۍ د سیستم یوه نه جلا کېدونکې برخه ګرځېدلې ده.
روزا اوتونبایوا د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان په کنفرانس کې د افغان ښځو او نجونو له حقونو نه د سرغړونې په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړه.
په دې کنفرانس کې چې د چهارشنبې په ورځ د سعودي عربستان په جدې ښار کې د 'ښځې په اسلام کې' تر سرلیک لاندې، ترسره شو، روزا اوتونبایوا وویل: "تریخ حقیقت دا دی چې چارواکي د افغانستان د نیمایي نفوس چې هغه ښځې او نجونې دي، تر ټولو اساسي حقونه تر پښو لاندې کوي."
مېرمن روزا اوتونبایوا همدا شان ویلي چې پر افغان ښځو او نجونو د طالبانو حکومت بندیزونه او محدودیتونه د دوی د حکومتولۍ د سیستم یوه نه جلا کېدونکې برخه ګرځېدلې ده.
د ملګرو ملتونو استازولۍ یا یوناما پرون د نومبر په ۸مه نېټه په خپله ایکسپاڼه لیکلي چې دا یوه ښه فرصت دی چې په افغانستان کې د ښځو وضعیت چې دوی د دې هېواد د چارواکو له خوا له سختو بندیزونو سره مخ دي، په اجنډا کې وي.
په بیان کې راغلي چې د 'او آی سي' او د دې سازمان د غړو هېوادونو پیغام د اسلامي نړۍ ګډ غږ باید په افغانستان کې واورېدل شي او هغه داچې ښځې په ملي سطحه د هربدلون، پرمختګ او ودې د سفر لازمي برخه ده.
خو یو شمېر افغان نجونو او ښځو ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل چې پر دوی د طالبانو حکومت بندیزونه د ټولنې او هېواد د پرمختګ پر وړاندې خنډونه دي.
د کابل اوسېدونکې زینت مومن، چې له زده کړو څخه بې برخه شوې وايي، د طالبانو له بندیزونو وروسته د دې د پرمختګ مخه نیول شوې ده.
هغې زیاته کړه: "دا درېیو کلونو کې که چېرې موږ درس ویلی و او موږ د دې حق درلود چې تعلیم وکړو او زحمت وباسو، اوس به هغه مقام ته رسېدو کوم چې زموږ هیله وه، زموږ ارمان وو او خپلو خلکو او هېواد سره به مو مرسته کوله، خو له بده مرغه اوس له دې حقونو څخه محرومې شوې یو او نه شو کولای چې درس ووایو او خپلو هیلو ته ورسېږو."
یوناما همدا شان ویلي چې مېرمن روزا اوتونبایوا د سعودي عربستان، کویټ، اندونیزیا، پاکستان او د اسلامي پراختیايي بانک له چارواکو سره وکتل او په افغانستان کې یې د پیاوړې ښکېلتیا، بشري او د ښځو د ملاتړ لپاره د نوښتونو پر اړتیا ټينګار وکړ.
د تېر جمهوري نظام پر مهال په ناروې کې د افغانستان سفيرې او د ښځو د حقونو فعالې شکریې بارکزۍ ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل چې دا ډول ناستې ښايي ګټورې وي، خو ډېرې مثبتې پایلې نه لري.
بارکزۍ وايي: "له بده مرغه افغانان او مېرمنې هم د خپلو اسلامي حقونو څخه بې برخې شوې دي او اسلامي هېوادونه ورسره ملتیا نه کوي او د دې تر څنګ د سیاسي او بشري حقونو څخه هم بر برخې پاتې دي او د ملګرو ملتونو سازمان او نور نړیوال بنسټونه ورته پاملرنه نه کوي. څه چې په افغانستان کې روان دی نه اسلام دی او نه د افغانستان دود او دستور، دا ټول سیاست دی."
د ښځو د حقونو یوه بله فعاله، اوږۍ امېل وايي، دا ډول غوندې بې تاثیره نه دي، خو عملي اقدام ته ډېره اړتیا ده.
امېل وویل: "دا ډول غږ پورته کول د نجونو او ښځو د بنسټيزو حقونو لپاره بې اغېزه نه ده. په افغانستان کې یو اسلامي حکومت حاکم دی او دوی پوهېږي چې په اسلام کې نجونو او مېرمنو لپاره چې کوم حقونه ورکړل شوي دي، ټول له دوی څخه اخیستل شوي او دوی څنډې ته وهل شوي دي او دوی سره لوی ظلم او ملي خیانت شوی دی او دوی ورته کوم توجیه نه لري."
طالبانو واک ته له رسېدو وروسته تر شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښونځیو مخه نیولې او تېر ډسمبر کې یې د هغوی پوهنتونونه هم بند کړل.
طالبانو په نړیوالو او کورنیو موسسو او نورو ټولنیزو برخو کې د ښځو د ګډون مخه نیولې او د نړیوالو له پرلهپسې نیوکو او غوښتنو سره سره یې په خپلو پرېکړو کې کوم بدلون نه دی راوستی.