د جرمني په ویپرفورټ ښار کې د ښځو د حقونو د فعالانو د تحصن درېیم پړاو پای ته ورسېد.
تمنا زریاب پرياني چې د دې تحصن له پیلوونکو ده وايي، چې څلورمې پړوا لپاره به د تحصن خېمه د نومبر په ۱۸مه د جرمني په فرانکفورت ښار کې ودرول شي.
د اغلې پرياني په خبره، که څه هم تر اوسه د دوی اعتراضونو کومه لویه مثبته پايله نه ده ورکړې، خو د "جنسي اپارتايد" په اړه بحثونه پیل شوي دي.
هغه زیاتوي:
"غږونه اورېدل شوي، خو مثبته پایله نه لري او هغه لویه لاسته راوړنه چې باید ولري، نه يې لري چې هغه په افغانستان کې د جنسیتي اپارتايت په رسمیت پېژندنه ده. په تېرو دوو کلونو کې نړۍ په افغانستان کې د جنسيتي اپارتايد په اړه څه ونه ویل، خو بیا هم زمونږ د نه خوړو اعتصاب او د تحصن د خېمو تر درولو ورسته خبرې روانې دي او تر څو چې جنسیتي آپارتايد په رسميت ونه پېژندل شي، د اروپا په بېلابېلو ښارونو کې به د اعتراضونو او خیمو درولو دا لړۍ روانه وي."
څه موده مخکې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق د دغه سازمان د سر مشریزې په ۷۸ مه غونډه کې ادعا وکړه چې طالبانو په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې په خپلو سختو سیاستونو سره «جنسيتي اپارتاید» کړی دی.
د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینیټ ترڅنګ یو شمېر فعالانو پر ښځو د طالبانو بندیزونه "جنسي اپارتاید" بللی دی.
هغه، څه چې طالبان یې نه مني، او تل ادعا کوي چې په افغانستان کې د ښځو حقونه د اسلامي شریعت په چوکاټ کې خوندي دي.
د ښځو د حقونو د فعالانو لومړۍ د تحصن خېمه د روان کال د اګست په ۱۲مه په جرمني کې ورول شوه چې یوازې د یوې ورځې لپاره وه.
له هغې وروسته د سپټمبر له لومړۍ نېټې څخه تر ۱۲مې نېټې پورې تمنا زرياب پرياني او د ښځو د حقونو يو شمېر نورو فعالانو د نه خوړلو اعتصاب پيل کړ، چې نورې ښځې هم له بېلابېلو هېوادونو څخه ورسره يوځاى شوې.
د دوی د تحصن او اعتراضونو هدف د "جنسیتي اپارتاید" په توګه د ښځو پر وړاندې د طالبانو د سیاسیتونو په رسمیت پېژندل دي.
د دوی نورې غوښتنې د طالبانو له زندان څخه د بېلابېلو برخو د فعالانو خلاصون او پر طالب چارواکو د لا زیاتو بندیزونو لګول دي.
په افغانستان کې د ښځو د حقونو فعالان په داسې حال کې چې د طالبانو په واکمنۍ کې د خپلو بشري حقونو د وضيعت د بدتریدو به اړه شکایت کوي وايي، په بهر کې د افغان ښځو فعالیتونه نړیوالو ته د دوی د غږ په رسولو کې ډېر مهم دي.
له دوی څخه یوې کریمې رحیمیار ازادي راډيو ته وویل:
" دوی د هغو افغان ښځو غږونه دي چې په سرخلاصي زندان افغانستان کې ژوند کوي ، که په هېواد کې دننه ښځې غږ پورته کړي، زنداني او شکنجه کېږي."
د ښځو د حقونو یوې بلې فعالې چې نه یې غوښتل د امنیتي ستونزو له امله نوم یې په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډیو ته وویل:
"هره ورځ موږ د معترضو ښځو او د بشري حقونو د فعلانو او ښځينه نظاميانو د نیول کیدو شاهدان یو، ښوونځي خو لا پرېږدٸ چې هېڅ ورته لاس رسٸ نه لرو په بهر کې د دغو فعلانو غږ ډېر اغېز لري خو په دې اندازه نه چې مونږ وکولى شو دلته ارام اوسو"
طالبانو د خپلې واکمنۍ په دوو کلونو کې افغان ښځې او نجونې له شپږم ټولګي څخه پورته له زده کړو بې برخې کړي او پرته له څو محدودو دفترونو ټولو دولتي او نادولتي ادارو کې یې له کار کولو څخه منع کړي دي، ښځې لا هم اجازه نه لري چې تفریحي پارکونو، لوبغالو او ښځینه حمامونو ته لاړې شي او یا له شرعي محرم پرته اوږد واټن سفر وکړي.
په دې وروستیو کې په سینګارتونونو کې پر ښځو د کار او د بند امیر ملي پارک ته د دوی په تګ هم بندیز لګول شوی چې پراخ غبرګونونه یې راپارولي دي.
خو طالبانو په خپلو تګلارو کې کوم بدلون نه دی راوستی او د نړیوالو غوښتنو ته په غبرګون کې یې دا موارد د افغانستان کورني مسایل ګڼلي دي.