د فرانسې ولسمشر په هند کې د جيشل ډلې په سرمشریزه کې له ګډون وروسته د بنګلهدېش پلازمېنې ډاکه ته ورسېد.
د فرانسې د ولسمشر ایمانویل مکرون د سپرلۍ الوتکه پرون ماښام د پلازمېنې بنګلهدېش په نړیوال هوایي ډګر حضرت شاه جلال کې کېناسته.
د مکرون هرکلي ته د بنګلهدېش صدراعظمه شیخ حسینه هوایي ډګر ته ورغلې وه.
د جرمني د خبري آژانس د راپور له مخې ټاکل شوې چې د فرانسې ولسمشر او د بنګلهدېش صدراعظمه به نن دوشنبي په غونډه کې د سوداګرۍ، پانګونې، قانوني مهاجرت، امنیت، پایداره پرمختګ او د اقلیم د بدلون د اغېزو په ګډون پر یو لړ موضوعاتو خبرې وکړي.
تمه ده چې بنګلهدېش ته د مکرون په دې سفر کې د دواړو لورو ترمنځ څو قراردادونه هم لاسلیک شي، خو تر اوسه په دې اړه رسماً څه نه دي ویل شوي.
د بنګلهدېش د بهرنیو چارو وزیر مسعود بن مومن دې هېواد ته د مکرون له سفر د مخه ویلي وو چې د فرانسې یو جګپوړی مشر له درېیو لسیزو وروسته دې هېواد ته سفر کوي چې هغه د دواړو هېوادونو لپاره ډېر مهم دی.
وروستی ځل د فرانسې د وخت ولسمشر فرانسوا میتران په ۱۹۹۰ کال له بنګلهدېش څخه لیدنه ترسره کړې وه.
په ډاکه کې د فرانسې سفارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې بنګلهدېش ته د ایمانویل مکرون سفر د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا لپاره یو فرصت دی.
د اعلامیې له مخې بنګلهدېش د فرانسې په مرسته په چټکۍ د اقتصادي ودې په حال کې دی.
د راپور له مخې بنګلهدېش او فرانسه له نړیوالو ننګونو سره مخامخ دي چې یوه بېلګه یې هم د اقلیم بدلون دی چې دواړه هېوادونه په دې برخه کې هم نظره دي.
د فرانسې سفارت ویلي، بنګلهدېش چې د اقلیم د بدلون یو زیانګالی هېواد دی او پرلهپسې سېلابونه دې هېواد ته زیانونه رسوي، د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون به په دې سفر کې یوځل بیا د خپل هېواد د ملاتړ پر ژمنې ټینګار وکړي.