د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۸ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۱

د دوحې پر ناسته نیوکه؛ ځینې فعالانې: داسې غونډې د کومو نړیوالو ضوابطو له مخې جوړېږي؟


د امریکايي او طالب استازو ګډ انځور
د امریکايي او طالب استازو ګډ انځور

په دوحه کې د طالبانو له استازو سره د امریکا د دوو ځانګړو استازو په مشرۍ د امریکايي هیئت تر کتنې وروسته بېلابېلو فعالانو د دې کتنې پر اعلامیې نیوکه کړې ده.

د افغانستان د ښځو د سیاسي مشارکت شبکې په دې اړه په خپله اعلامیه کې ویلي، که څه هم افغان ښځو د سختیو په ګاللو سره له خپلو مبارزو لاس نه دی اخیستی، خو د مېرمن رینا امیري تسلیمېدل شرموونکې ده.

د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري
د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري

دغه شبکه په دې باور ده چې په افغانستان کې جنسیتي تبعیض له مخکې تنظیم شوی، چې کرار کرار پرمخ ځي.

بلې فعالې مولوده توانا په دې مناسبت پرون خپله هغه ویډیو بیا خپره کړې چې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د کېدونکې غونډې په مناسبت یې په کې خبرې کړې دي.

توانا وویل: "دوی د کومو نړیوالو ضوابطو له مخې دا غونډې جوړوي او د طالبانو ځینې لابي کوونکي یا مدافعین چې د طالب په حضور کې خپلې ګټې لټوي او د خلکو هېڅ ډول ستونزه نه احساسوي، د خلکو د ستونزې حل ته هېڅ پام نه کوي، وربلل کېږي. نه پوهېږم دا غونډې څه مفهوم لري؟"

د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري وايي، د افغانانو په غوښتنه او پر بشري چارو په ځانګړي ډول پر افغان نجونو او ښځو د افراطي بندیزونو د مخنیوي لپاره یې له طالبانو سره خبرې کړي.

له هغې سره د قطر په غونډه کې چې تېره یکشنبه او دوشنبه جوړه شوه، د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام وېسټ د امریکايي هیئت مشري کوله.

مېرمن امیري پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، په دې غونډه کې یې په په وار وار په افغانستان کې د بشري حقونو د حالت د سمون په بېړنۍ اړتیا ټینګار کړی دی.

د میدان ښار پخوانۍ ښارواله ظریفه غفاري
د میدان ښار پخوانۍ ښارواله ظریفه غفاري

د هغې د ټویټونو په ځواب کې د میدان ښار پخوانۍ ښاروالې ظریفې غفاري لیکلي: "د امریکا او طالبانو ترمنځ د شرمناکو موافقو او معاملاتو له کبله موږ افغان ښځې د بشري حقونو د سرغړونو، مرګ، درد او لوږې تر ټولو سختې ورځې تجربه کوو. چې په یوویشتمه پېړۍ کې یې پر موږ د اتیایمو کلونو حالت راوستلی دی."

د امریکا متحده‌ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د غونډې د پای په اعلامیه کې ویلي، د ټام وېسټ او رینا امیري په ګډون یې پلاوي د دوحې په خبرو کې هغه موارد تشخیص کړل چې د افغانانو د ملاتړ په برخه کې اعتماد رامنځته کوي.

ځینو نورو فعالانو، د ښځو د حقونو ملاتړو او سیاستوالو د دوحې د غونډې پر اعلامیه انتقاد کړی چې په باور یې د طالبانو د تعبیضي سیاستونو په وړاندې یې د هېڅ ډول اقدام یادونه نه ده کړې.

طالبانو پر افغانستان د ولکې له بیاټینګولو وروسته نجونو ته تر شپږم ټولګي پورته د نور تعلیم اجازه نه ده ورکړې، ښځې او نجونې یې د پوهنتون له زده کړو هم منع کړي.

په غیردولتي موسسو او د ملګرو ملتونو په ادارو کې یې هم د ښځو کار منع کړی او په وروستي مورد کې یې د ښځو سینګارځایونه هم وتړل.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG