د تېر نظام یوه کارکوونکې چې اوس پر کور ناسته ده، د کلچو پخولو یوه کارخونه جوړه کړې، چې شپاړلس مېرمنې په کې کار کوي.
فروزان وايي، موخه یې ځان او نورو ښځو ته چې ډېرې یې د خپلو کورنیو سرپرستانې او له اقتصادي ستونزو سره مخ دي، د یو کار روزګار رامنځته کول دي.
ثنا کاکړ له نوموړې سره غږېدلې او دا راپور یې پرې چمتو کړی، چې د لاندې لېنک په کېکاږلو یې اورېدلی شئ: