په داسې حال کې چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت په پراخه بشري سرغړونو تورن دی، په جینیوا کې د ملګرو ملتونو په دفتر کې د افغانستان دایمي استازولي وايي، معافیت د دې لامل شوی چې طالبان په دې هېواد کې مدني فعالیتونه وځپي.
په دې دفتر کې د افغانستان د دایمې استازولۍ سلاکار محبالله طیب تېره ورځ د ملګرو ملتونو د بشري شورا په غونډه کې وویل، افغان مدني فعالان او د بشري حقونو دفاع کوونکي له نیونو، شکنجو، تري تم کولو او ان له وژنو سره مخ دي.
نوموړي وویل: "زړور مدني فعالان او له بشري حقونو دفاع کوونکي له نیونو، شکنجو، تري تم کولو او ان وژنو سره مخ دي، په داسې حال کې چې ښځې او نجونې له اساسي انساني حقونو څخه د دفاع لپاره په لومړۍ کرښه کې مبارزه کوي، طالبان دغه ښځینه فعالانې او د بشرې حقونو فعالان په مستقیمه توګه په نښه کوي."
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په دې اړه د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه کړې.
دا په داسې حال کې ده چې د تېرې جون میاشتې په ۱۹ مه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په غونډه کې د افغان مېرمنو د وضعیت په اړه په یو راپور کې ویل شوي چې په افغانستان کې نجونې او ښځې له پراخ سیستیماتیک تبعیض سره مخامخې دي.
په دې راپور کې راغلي، په افغانستان کې طالبانو په پرلهپسې فرمانونو سره د ښځو او نجونو د تګ راتګ، لباس، چلند، ازادۍ، زده کړو، کار، روغتیا او عدالت ته د لاس رسي په ګډون ګڼ حقونه محدود کړي دي.
دا راپور وايي چې د ۲۰۲۱ له سپټمیر نه د ۲۰۲۳ تر مې میاشتې پر افغان مېرمنو د محدودیتونو لږ تر لږه ۵۰ فرمانونه صادر شوي دي.
په همدې حال کې د افغان ښځو د حقونو یو شمېر فعالانې او معترضې مېرمنې وايي، افغانستان د مېرمنو لپاره په یو زندان بدل شوی.
د ښځو د حقونو فعالې سودابې ناصري ازادي راډيو ته وویل: "افغان مېرمنې اوسمهال په یو زندان کې ژوند کوي. د افغانستان په نوم زندان. د افغان مېرمنو ازادي سلب شوې. له بده مرغه هغه مېرمنې چې د خپلو حقونو لپاره مبارزه کوي، هغوی هم د مرګ او شکنجو له ګواښونو سره مخ دي، اوسمهال افغان مېرمنې هیڅ ملاتړ نه لري."
یو بلې معترضې مېرمنې زینب رضايي ازادي راډیو ته وویل، په افغانستان کې د مېشتو معترضو مېرمنو امنیتي وضعیت د اندېښنې وړ دی.
نوموړې وويل: "د معترضو مېرمنو امنیتي حالت ډېر د اندېښنې وړ دی، زیاتره معترضې مېرمنې اوسمهال په کابل کې ژوند کوي، دوی دومره محدودې شوي چې ان له کوره نه شي وتلای، طالبان هم هڅه کوي چې دوی ونیسي او ویې ځپي."
طالبانو پر افغانستان د دوهم ځل واکمنۍ له پیل وروسته پر ښځو او نجونو ګڼ محدودیتونه لګولي دي.
له شپږمو ټولګیو پورته تر پوهنتونه د دوی په وړاندې په هر ډول زده کړو بندیز لګېدلی دی، دغه شان د طالبانو حکومت د ملګرو ملتونو او غیردولتي ادارو په ګډون په دولتي ادارو کې د ښځو پر کار بندیز لګولی، ښځې پارکونو، حمامونو او ورزشي کلپونو ته له تللو څخه هم منع شوي او له شرعي محرم پرته له لیرې سفر کولو هم راګرځول شوي دي.
د طالبانو حکومت د دې ترڅنګ په تازه اقدام کې د کابل په ګډون په ټولو ولایتونو کې د ښځو د سینګارتونونو د بندیز پرېکړه هم کړې چې له ګڼو غبرګونونو سره مخ شوې ده.
د ملګرو ملتونو په ګډون بېلابېلو هېوادونو د ښځو په وړاندې د طالبانو د حکومت اقدامات تبیعضي چلند بللی او له دوی یې غوښتي چې دغه محدودیتونه لیري کړي، خو د طالبانو حکومت تر دې دمه په دې برخه کې له خپلو پرېکړو نه دی په شاه شوی.