د طالبانو له خوا د په دولتي او نادولتي ادارو کې د افغان ښځو په کار تر بندیز وروسته ښايي ډېرې افغان مېرمنې ناهیلي شوې وي، خو داسې هم شته چې له کوچنیو فرصتونو ګټه اخلي.
نور ضیا ساپۍ د تېر جمهوري حکومت پر مهال په بېلابېلو دولتي ادارو کې کار کړی، خو پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ او د ښځو په کار تر بندیز وروسته د نورو فرصتونو په لټه کې شوه.
دې ځان ته د لاسي صنایعو او خوراکي توکو شرکت جوړ کړ او د بوختېدو تر څنګ یې شلو نورو ښځو ته هم د کار زمینه برابره کړه.
نرګس مومند حسنزۍ په دې اړه راپور چمتو کړی، چې د لاندې لېنک په کېکاږلو یې اورېدلی شئ: