ایران له افغانستان سره د اوبو د لانجې پر سر د درېیو ورځو په ترڅ کې د دویم ځل په مخه طالبان ملامته کړي او نیوکه یې پرې کړې دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت په خپرې کړې اعلامیه کې د طالبانو غبرګون ضد او نقیض بللی دی او ویلي یې دي چې ایران د طالبانو خبرې په قوت ردوي.
ایران یو ځل بیا د کمال خان د بند پر جوړېدو انتقاد کړی او ویلي یې دي، دې بند د هلمند اوبه ګرځولي دي.
د اوبو د چارو متخصص ډاکتر فاروق اعظم وایي، د کمال خان د بند د جوړېدو په اړه د ایران اعتراض په هېڅ ډول د منلو نهدی او د داسې یوه بند د جوړېدو ژمنه په خپله ایران د ۱۳۵۱ کال د تړون پر مهال کړې وه.
نوموړی وايي: "ایران تعهد کړی و چې د اوبو د ښه تنظیم لپاره به افغانستان ته د درې بندونو د جوړېدو پیسې ورکوي چې دوه به یې د هلمند پر سیند جوړېږي او یو یې د کمال خان بند دی یعنې ایران موافقه کړې ده چې د بندونو جوړېدل د ده په ګټه دي."
د افغانستان او ایران ترمنځ د هلمند د اوبو تړون نږدې پنځوس کاله مخکې د افغانستان د هغه وخت د صدراعظم محمد موسی شفیق او د ایران د صدراعظم امیر عباس هویدا ترمنځ لاسلیک شوی و چې د تهران په وینا په دې تړون کې هېڅ راز ابهام نهشته او د دې تړون په پنځمه ماده کې د ایران د اوبو حق څرګند دی.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې چې پرون یې خپره کړه راغلي، د افغانستان واکمنانو په تېر یو نیم کال کې بیا بیا دا خبره کړې ده چې پر شوي تړون به عمل کوي او هغه ته ژمن دي، خو تر دې دمه یې سمه همکاري نهده کړې.
ایران وایي چې وچکالي او په هلمند سیند کې د اوبو کمښت څېړنه غواړي چې تر اوسه د ایراني څېړونکو لهخوا د دې پلټنه نهده شوې نو کله چې څېړنه نه وي شوې د طالبانو دریځ قانوني نهدی او د منلو هم نهدی.
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت په اعلامیه کې راغلي چې د شوي تړون د پنځمې مادې له مخې ایراني څېړونکو ته باید اجازه ورکړل شي چې د هلمند د سیند کتنه وکړي.
ایران وایي چې د افغانستان لورې تخنیکي وسایل د هلمند پر سیند نهدي نصب کړي چې دا د شوي تړون د درېیمې، پنځمې او شپږمې مادې مخالفت دی او د سیاسي بیانونو له لارې نهشي توجیه کېدای.